هزاره افغان د دښمن قومي دسیسه شنډه کړه

0 1,284

د افغانستان د کورنیو شخړو په دا وروستیو ۴۴ لسیزو کې څو قومونو خورا هوښیار سیاست کړی دی چې یو یې افغان هزاره وروڼه دي. دوی په تېرو ۱۷کلونو کې خپله ټوله انرژي سیاست او تعلیم ته ځانګړې کړې او لېرې نه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ چوکۍ لومړی ویاړ هم د دغه ټبر یو مشر یا ځوان تر لاسه کړي. د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د جرمني د بن له ناستې وروسته په خورا منسجم ډول دغو ویاړليو خلکو د افغانستان په راتلونکي تاریخ او سیاست کې د خپل ټبر د ځلولو هڅې پیل کړې او له خپل مشرتابه سره یې ګام په ګام د خپل ولس له‌پاره د تعلیم کمپاین تر سره کړ. د دوی د ارادې له برکته د افغانستان د هزاره ټبر مېشت ډېرې سیمې د بنسټپالنې او ترهګر پالنې له زهرو خوندي دي او لږ تر لږه د افغانستان په هزاره ګڼ‌مېشتو سیمو کې د امن څرک لګېږي. د دوی د پلرونو د څو لسیزې کلکې خوارۍ وروسته د نن هزاره افغان ځوانان د افغانستان د راتلونکې ښېرازۍ زېری ورکوي.

له څو استثناوو پرته هزاره افغان سیاستوال خورا ځیرک ملي سیاست تر سره کوي چې په ډېرو برخو کې یې د افغانستان ملي ګټو ته بشپړ پام کړی دی. سره له دې چې د دوی سیاسي ګوندونه تر ډېره پر قومي انګېزو ولاړ دي، خو په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې یې د ملت کېدو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ ته په ښکاره سر نه دی خوځولی. د تذکرو په ملي مساله کې دوی تر ډېره بې‌پرې سیاست غوره کړی او د ولسمشر دویم مرستیال یې بیا له هغو څو لومړنیو افغانانو وو چې د افغان پر کلمه یې ویاړ څرګند کړ.

سرور دانش په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ننګه ودرېد او و یې ویل چې د دې هېواد هزاره دی که پښتون دی، خو افغان دی، که تاجک دی، که ازبیک دی زما ځان دی، زما قام دی، زما نام دی چې افغان دی، دا هېواد راته ډېر ګران دی چې ملت یې ټول افغان دی. ښاغلي دانش د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خپل ویاړلي قوم ته دا افغان ویاړ ور تازه او د افغان ملت په نوم یې د نوې تذکرې د اخیستو له‌پاره ګوتې ولګولې. د هزاره ملتپالنې دغه سیاست په راتلونکي افغانستان کې له اکثریت پښتانه سره د دوی د تلپاتې سیاسي ملګرتیا مزي ته کلکه غوټه ور واچوله.

هوښیار سیاستوال ملتونه د تقابل پر ځای د یوه او بل زغملو ته هڅوي او د خپل قوم او ملت د ښېرازي له‌پاره د تفاهم او جوړجاړي پر اړخ تکیه کوي. لوېدلي سیاستوال قومونه یو د بل پر وړاندې دروي او خپلې شخصي او ګوندي ګټې پکې خوندي کوي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې کاتب هزاره د پښتنو او ټولو نورو قومونو یو علمي تاریخي ستوری دی چې بچو یې د افغانیت په ویاړ د تل په مخه د ډېرو په زړونو کې خپل ځای خوندي کړ.

د کاتب ټبري لمسیو په تاریخي افغانستان کې د تلپاتي درناوي ننداره وړاندې کړه چې لسیزې لسیزې به یې د یوه هوښیار او متمدن ملت په توګه راتلونکي نسلونه مطالعه کوي. په وروستیو څو ورځو کې په ښکاره لوستو او نالوستو هزاره ځوانانو پر ټولنیزو رسنیو د افغان ملت په نوم د برېښنايي تذکرو د اخیستو هوډ څرګند کړی چې د افغان دښمنانو پر مخ درنه څپېړه ده. دوی په ښکاره د افغان ملت کېدو ننداره وړاندې کړه او هغه کورنۍ او بهرنۍ دسیسه یې شنډه کړه چې د دې ویاړلي افغان ملت له‌پاره یې کښلې وه.

په تېرو ۱۸کلونو کې د کریم خلیلي وحدت ګوند د هزاره ټبر له‌پاره تاریخي سیاست کړی، له یوې خوایې خپل افغان هزاره ولس د سولې مخکښان کړي، له بل پلوه یې د تحصیل او تعلیم په ګاڼه پسوللي او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان په قومي سیاست کې یې له هر اړخ سره د روغې سر ښورولی او په ملي مسالو کې یې د ملت خوا نیولې ده. دوی اوس د افغان ملت د مثال ورکولو نمونې دي چې دښمن ورته څو ځله د زیان رسولو هڅه وکړه.
د هزاره افغان مشرانو د هوښیار سیاست له برکته په وروستیو کې د داعش له خوا پر دوی شويو بریدونو ته کله هم دوی قومي رنګ ور نه کړ او په ښکاره یې پر خپل ټبر تر خونړیو بریدونو وروسته د هزاره او پښتون، شيعه او سني د ورورۍ غږ پورته کړ.

له بده مرغه د تاجک پر نوم یو شمېر را پورته شوي سوداګر چې پخپله د هویت په خلا کې ژوند کوي، لا هم په دې معما کې را ګیر دي چې تاجک دی که پښتون او خپلې کړې سیاسي ۴۰ کلنې سوداګرۍ ته په کتو، کوم اړخ د نوې سیاسي سودا له‌پاره غوره کړي.
د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یې پښتنو ته ځان پښتون معرفي کاوه او ګوړې یې له تاجک مشرانو سره څټلې چې ښکاري نه د دین شو نه ده سادين.
په وروستیو ۱۸۸کلونو کې یو شمېر کسانو د شخصي ګټو په موخه تر ټولو ډېره سودا پر تاجک او پښتون قوم کړې او خپل ټبر یې د بل پر وړاندې درولی او کرکه یې زېږولې ده. سره له دې چې په یو زیات شمېر کې په اصلي موضوع سر ناخلاصي لا هم د قومي تجارانو په تله کې پراته دي او د افغان ملت د دښمن هغه دسیسه پلې کوي چې د ۴۰ کلونو جګړو پر مټ یې عملي نه‌شوای کړای.

د افغانستان دښمنانو دا ځل د قومي ټېکه‌دارانو په مټ د توپک پر ځای د ملت ټوټه کېدو وسله په خوله کې ورکړه چې د تل په څېر دې هوښیار ملت دا خطرناکه د سیسه هم شنډه کړه. په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو ډېر امتیاز په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان تاجک قوم خپل کړ او تر ټولو ډېر، د دوی په نوم یو شمېر راپورته شوي سیاستوال له نورو قومونو سره همدوی تقابل ته وهڅول او قومي کرکه یې وزېږوله.
البته دا خبره پر ټولو تاجکو صدق نه کوي او د افغانستان دغه ویاړلی ټبر ډېر داسې ویاړلي لري چې ځانونه په افغان تاریخ او راتلونکي کې شریک افغانان ګڼي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply