زموږ د بهرني سیاست یو بل مهم قـدم / زین الـدین جمال

0 933

افغانستان د خپل بهرني سیاست درېـیم پړاو په بریالیتوب سره پیل کړی دی. د هېواد ولسمشر ډاکټـرمحمد اشرف غني د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په پیل کې د خپلې بهرنۍ پالیسئ په راپېـژندلو کې دا په ډاګه کړه چې د ده حکومت به په لومړۍ مرحله کې له ګاونډیو هېوادونو ، په دوهمه مرحله کې د سیمي له هېوادونو او په درېیمه مرحله کې له اسلامي هېوادونو سره د سیاسي ، دیپلوماتیکو او اقتصادي ودې پروګرامونواو هلوځلو ته پراختیا ورکړي او په دې ډګر کې به خپلې اړیکې له سره ورغوي . اوس چې ګورو په دې ټاکلو برخو کې زموږ دولت په رښتیا هم داسې لاس ته راوړني او بریاوي لري چې یو وخت یې تصور هم نشوای کېدلی.

افغان ولسمشرګاونډیو هېوادونو په تېـره بیا پاکستان ته په ډاګه وویل چې په افغانستان کې دې خپلې ګټي د ناروا لارو په ځای، په سوله اییز، اقتصادي او د متقابل احترام په اصولو برابري کړي او د صمیمیت او ورورولي فضاه دې رامنځ ته کړي. خو پاکستان د دې په ځای چې له دې طلایي چانس څخه روغه او مثبته استفاده وکړي، خپله هغه پخوانۍ د کرکي، ځان غوښتنې او شیطانت لارې ته دوام ورکړ. پاکستان نه غوښتل چې افغانستان دې د خپل نوي لیډرشیپ په اوجود کې یوه نوې ساه واخلي او بهرنی سیاست دې یې د پاکستان له اثـره خلاص شي .

افغان اولسمشر څو ځله په ډاګه وویل چې نورموږ له پاکستانه دا تمه نه لرو چې طالبان دې د سولې په پروسه کې له موږ سره کینوي ، ځکه چې دهغوی وعـدو او فریبونو نورسرخوړلی دی .

دروغ هم یو حـد لري ، فریب او دوه مخي هم یو حد لري خو پاکستاني چارواکو دا هـر څه وشرمول ، د افغانانو په وینو یې داسې تجارت وکړچې د زمانې هېڅ بدنامه تاریخ يې مثال نشي ورکولی .

که پاکه خبره وکړو په ولسمشرډاکټراشرف غني او د ملي امنیت په سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د پاکستان کوډو او طلسم د یوې ورځې لپاره هم کار ونکړ. افغان دولت دنويو فرستونوپه لټه کې خپله بهرنۍ پالسیۍ داسې تنظیم کړه چې په نتېجه کې پاکستان هغه ځای ته ورسېده چې هغه د چا خبره نن ورځ يې په نړۍ کې څوک په خوله پیازهم نه خوري .

د سعودي عربستان د ولیعهـد په غوښتنه، دې هېواد ته دافغانستان د ملي امنیت د سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر وروستی سفـر، له عربي هېوادونو سره په مختلیفو برخوکې د ښو اړیکو د پراخولو ترټولو ښه او مناسب فرست دی.

د ملي وحدت حکومت، د ګاونډیو او د سیمي د هېوادونو پروړاندې د یوه منظم ، واضیح اومتقابل احترام په اصولو د ولاړ سیاست او پالیسۍ تر وړاندې کولو وروسته، اوس د اسلامي هېوادونو په تېـره بیا له سعودي عربستان سره د نېکو اړیکو د پراختیا په درشل کې دی . سعودي عربستان ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفـر به ، په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړني ولري .

څه موده وړاندې په ملګرو متلونو کې د القدوس په مسله کې د افغانستان واضیح او برحقه موقیف اسلامي نړۍ په دې قانع کړه چې افغانستان د اسلامي نړۍ له عزت او شرف څخه د دفاع په مسله کې ترهـرچا پیاوړی درېځ لري .

سعودي عربستان په عربي او اسلامي نړۍ کې ځان ته ځای او مقام لري . د عربستان شاهي نظام په پاکستان او افغان طالبانو خپل منلی اثـر لري. افغان حکومت د سولي په برخه کې د سعودي عربستان کوششونوته د قـدر په سترګه ګوري او ځانګړی اهمیت ورکوي .

همدارنګه د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمـر په دې سفـر کې به له افغانستان سره د سعودي عربستان  د نظامي او مالي مرستو په راجلبولو هم بحث وشي .

د افغان پلاوي په دې سفـرکې به د ترهګرۍ په وړاندې د عربي هېوادونو له خوا د یوه مظبوط ایتلاف د رامنځ ته کېدو په مسله هم خبرې وشي او سعودي حکومت به د دې هدف لپاره وهڅول شي .

موږ په دې باور یوو چې د نورې نړۍ ترڅنګ به له افغانانو سره، د سعودي عربستان سیاسي ،اقتصادي او نظامي ملاتـړ، د ترهګرو او د هغوۍ د ویني څښونکوبادارانو په سر کلک ګذار وي .

له سعودي عربستان سره د ملي وحدت حکومت ښې اړیکي، بې له شکه د افغانانو په تقـدیـر مثبت اغېـز درلودلای شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply