افغانستان پاکستان ته په تجارت کې لس صفر ماتې ورکړه

0 1,024

پاکستان د کورنیو فشارونو له کبله له افغانستان سره د سوداګرۍ د هر ډول اسانتیا را منځ ته کولو وړاندیز کړی دی. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له کابل سره د تجارت پر سر د نویو خبرو وړانديز داسې مهال کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۷ میلیارډه ډالرو کلنۍ راکړه ورکړه لس برابره کمه شوې ده. ارزونې ښيي چې افغانستان د منځنۍ اسیا بازارونو ته مخه کړې چې خپلو صادراتو او وارداتو ته یې ارزانه او امن بازارونه موندلي دي. پاکستان بیا برعکس د خپلو میلیارډونو ډالرو توکيو له‌پاره افغان بازار له لاسه ورکړ او منځنۍ اسیا ته یې هم د صادراتو پر وړاندې خنډونه زیات شول. د پاکستان سلګونه پانګوالو او سوداګرو له څو پرله‌پسې ناستو وروسته په اسلام‌اباد کې خپلو واکمنو ته دا ځل په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان سره د روان سیاسي کړکېچ له کبله د پاکستان د یوې لویې برخې اقتصادي بېړۍ په ډوبېدو ده.

دغو پانګوالو غوښتي چې له افغانستان سره دې په معاملو کې سیاست او تجارت چورلټ بېل کړای شي. له ننه ۱۰ کاله وړاندې همدغه غوښتنه کابل کوله چې پاکستان پرې غوږونه کاڼه کړي وو. پاکستانیانو فکر کاوه چې کابل د دوی محاصره کړی بازار دی او هر ډول احتکار پکې د دوی په ګټه دی او کولای يې شي. هغه مهال نه پاکستاني سوداګرو د افغانانو غږ بدرګه کاوه او نه هم حکومت د سیاست او تجارت د بېلولو پلان درلود. په پاکستان کې سوداګر وايي چې لسګونه زره کسانو مخامخ د پاکستان او افغانستان د تجارت د کمېدو په ټس کې خپل کاروبار او عواید له لاسه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکيو افغانستان ته پر تجارت د نویو خبرو له احوال سره داسې اشارې ورکړې دي چې کېدای شي افغان توکي د پخوا په پرتله پاکستاني مارکېټ ته په اسانه او ارزانه ورسېږي. په لویه کې اسلام‌اباد غواړي چې له کابل سره د کم شوي تجارت زیان جبران او خپلو پاپړو ته د افغانستان دروازې پرانیزي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګري ګډې خونې PAJCCI ویلي دي چې د دوه اړخیز ټرانزیټ د ښه کېدو او د خپلو ولسونو د ښېرازي او کاروبار په موخه باید دواړه هېوادونه اړینې مثبتې خبرې پیل کړي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سکرټر یونس دغا د ګډې سوداګریزې خونې غړيو ته ویلي چې اسلام‌اباد به د افغان تجارت په برخه کې یو لړ معافیتونه را منځ ته کړي چې پکې د تجارتي ویزو په ګډون یو شمېر مالي او ګمرکي اسانتیاوې شاملې دي.

افغانستان له پاکستان سره د سوداګري د کمېدو په درشل کې د دواړو هېوادونو د ټرانزیټ او تجارت د همغږي APTTCA ۷مه ناسته ځنډولې او باور یې دا دی چې پاکستانیان له افغانستان سره له زړه ستونزې نه حل کوي او له کبله یې کابل د بدیلو مارکېټونو او لارو په موندلو بریالی شو. پاکستان وايي چې له افغانستان سره یې د ځانګړي تجارت د موافقېpreferential trade agreement (PTA) مسوده ۳ کاله وړاندې د ولسمشر غني حکومت ته سپارلې او تمه وه چې په ۲۰۱۶ کې یې ځواب تر لاسه کړی وای، خو وايي په کابل کې چارواکيو د پاکستان هغه وړاندیز بېخي له پامه غورځولی دی. پاکستان غواړي د نوې موافقې پر اساس بیا پر تورخم او سپین بولدک ۵ کاله پخوانۍ سوداګریزه ګڼه ګوڼه وویني.

په دې منځ کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه هم هڅې کوي چې د دواړو هېوادونو چارواکي د تجارتي اړیکو ښه کېدو ته راضي کړي. په دې تړاو ډېر پام پر کابل ور ټول دی چې د پاکستان د اقتصادي دوستۍ ورغځېدلي لاس ته مثبت ځواب ورکړي. د ګډې خونې مشر زبیر ماتیوالا د پاکستان د مالیې پر وزارت هم غږ کړی چې د افغان ټرانزیټ او تجارت له اړخه د اغېزمن شويو پاکستانیانو د ژوند ښه کېدو په موخه له افغانستان سره تجاري اسانتیاوې پراخې کړي. د پاکستانیانو زړه اوس پوره منلې چې افغان مارکېټ یې له لاسه په وتو دی او د کابل لاس نور دوی ته نه دي تړلي.

په داسې حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې کوي، کابل روانو حالاتو او سړو اړیکو ته په کتو سره فکر کوي چې له ختیځ ګاونډي سره به یې راکړه ورکړه نوره هم کمه شي. د چابهار په پراخېدو سره د ایران، هند او افغانستان اقتصادي اړیکې د پراخېدو په درشل کې دي چې نېغ په نېغه له پاکستان سره د کابل کاروبار ته منفي زېری ورکوي. تمه کېږي چې په راتلونکو دریو کلونو کې د دغو دریو هېوادونو کلنۍ راکړه ورکړه تر ۵ میلیارډه ډالرو واوړي. افغانستان دا مهال په بې‌ساري بڼه د منځنۍ اسیا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان سره هراړخیزې راکړې ورکړې ته مخه کړې او غواړي چې د دغو هېوادونو په مټ له اروپا، چین او روسیې سره هم خپل تجارت پراخ کړي.

افغانستان په یوه تازه ګام کې په ځمکه سربېره د هوا له لارې هم له قزاقستان سره د راکړې ورکړې کوریډو پرانیست چې تمه ده د افغانستان د مېوو په را روان فصل کې د افغان بزګرانو له‌پاره هره خوا مارکېټونه پرانیستي وي. تېر کال د افغانستان د بزګرو له‌پاره د عوایدو له اړخه ښه کال و او په کور دننه او بهر تر سره شویو ګامونو ته په کتو تمه ده سږ کال د افغانستان صادرات تر یو میلیارډ ډالرو ورسېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply