د ملي یووالي حکومت د بلخ پخواني والي (عطا) د نوم په تغیر سره؛ یو ځل بیا د بلخ والي کړ

0 1,239

 لیکوال: احمد جلیلي

دوه میاشتې مخکې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د بلخ والی عطا محمد نور له دندې ګوښه کړ او د بلخ لپآره یې نوی والی معرفي کړ. ولې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور خپل لرې کول د جمهور رییس اشرف غني کار نه بلکې د جمعیت اسلامي کار وګاڼه، ګواښ یې وکړ، چې د خپل حق د تر لاسه کولو لپآره به  خپلې مشروع مبارزې ته دوام ورکړم.

نور وایي، چې ما استعفا د یوې تر سره شوې معاملې له مخې ارګ ته لېږلې وه، ولې د ارګ له لورې د تر سره شوې معاملې نورې برخې عملي نه شوې نو زما استعفا هم جمهور رییس اشرف غني نه شي منظورولی، ځکه د معاملې نورې برخې چې د دواړو لوریو تر منځ پرې توافق شوی وو. نه دي عملي شوې او بل دلیل یې دادی، د ملي یووالي حکومت د یوه توافق له مخې منځته راغلی.

په توافق کې یو اړخ جمعیت اسلامي ګوند دی. د هغه د مرکزي شورا ریاست خپله عطا په غاړه لري دی وایي ددې حکومت په منځته راتلو کې، چې کومو مادو توافق شوی د جمهور رییس اشرف غني له لوري یوه هم نه ده عملي شوې نو توافقي حکومت ما له خپل سمت نه نشي لرې کولای زه به تر هغه وخت د بلخ والي وم تر کومه وخته پورې د جمعیت اسلامي ګوند غواړي.

لرې کړل شوی والي؛ ته چا سینه ډبولې:

له ۲۰۰۱ م کال وروسته، چې کله په افغانستان ته نړیواله ټولنه راغله او شعار یې هم دا وو. تروریزم، مخدره توکي، اداري فساد له منځه وړو په افغانستان کې سوله، امنیت، اقتصادي پرمختګ او د ډيموکراسی پلي کول غواړو. تر اوسه پورې خو حالت ته په کتلو سره هر څه سر چپه روان دی تروریزم که هغه وخت وو خو اوس یې دوه برابره کړ. مخدره توکو د تولید له امله افغانستان نړیوال ریکارډ د لسو کلونو نه تر اوسه ساتلی په اداري فساد کې کله اول او کله دوېیمه درجه شي.

له هغه وخته امریکا په افغانستان کې مرکزي حکومت نه غواړي. د جزیرو د تقویه کولو په لټه کې دي. داده نتیجه مو اوس ولیدله اوس امریکا او نړیواله ټولنه دواړو لوریو ته وایي، مشکل مو په سولییز ډول حل کړی.

نه تنها د بلخ والي بلکې په جنوب کې د کندهار امنیه قومندان هم ګوته څنډنه وکړه، چې زه د کندهار خلکو راوستلی یم نه د ملي یووالي حکومت او په دې وروستیو کې د پنځو ولایتونو والیان تغیر او تبدیل شول د سمنګانو والي هم د ځان بدلول د جمهور رییس کار ونه ګاڼه. وېلې یې زه د خپل قوم په نماینده‌ګۍ د توافق له مخې والي مقرر شوی یم د ملي یووالي مشرتابه ما له دندې نشي لرې کولای. خو یو ځل بیا د توافق له مخې د سمنګانو ولایت پرېښود او د سولې عالي شورا معاون وټاکل شو. نو داسې بریښي؛ تر شا د ځینو بهرنیو کړیو لاسونه شته دي.

بلخ پخواني والي (عطا محمد نور) خپل نوم بدل کړ:

دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي او د جمهور رېیس د دفتر رئیس سلام رحیمي د عطا محمد نور سره د جوړ جالي لپآره بلخ ته سفر کړی دی، د دوه ورځو بحثونو وروسته یو ځل بیا توافق شوی، چې عطا محمد نور به د بلخ ولایت پرېږدي او د بلخ ولایت لپآره به نوی والي د عطا محمد نور په پېشنهاد او د جمهور رئیس محمد اشرف غني په امضا منظور او معرفې کیږي به. دا چې دا توافق شوی له عطا محمد نور سره به د ارګ له لوري نورې څه وعدې شوې وي د هغه په اړه معلومات نشته دي.

خو ددې نه معلومیږي؛ محمد اشرف غني تنها د ځان ساتلو په هڅه کې دی او پلان لري تر څو خپله دوره د څو کلونو لپآره اوږده کړي کوشش کړي د سیاسیونو سره د جوړجاړي له مخې مخکې لاړ شي.

 

څه کول په کار دي:

د حکومت خو له نامه معلومیږي، د ملي یووالي حکومت دی ټولې شته کړی خپله خپله ونډه لري هېڅوک هم هغه له خپل ځای نه نشي لري کولای ځکه توافق ورسره شوی دی. نو اوس ملت ته په کار ده تر څو لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره ورو ورو قدمونه واخلي.

  • ملت باید په خپل منځ کې سره متحد شي قومي، سمتي، ژبني او مذهبي مسایل یو طرف ته کړي او د خپل هېواد ددې مصیبتونو له خلاصولو لپاره یو بل ته سره لاس ورکړي یو داسې ګروپ رامنځته کړي، چې په هغه کې اهل فکر او اهل علم کسان وي او ددې وطن په بطن کې را لوی شوي وي.
  • د هغه هېوادنو ملاتړ له ځان سره ملګری کړي، چې هغه په سیمه کې نفوس او قدرت لري.
  • د امریکا په شتون له امریکا سره خبرې وکړي او د دوي ډول، نېټه او د څه لپآره؛ معلوم کړي او په اړه یې ملت ته هر څه په ډاګه کړي.
  • د بهرنیو شتون دلته په هغه شرط، چې هغه د افغانانو تر کلک نظارت لاندې وي او د عامه المنفعه کارونو د تر سره کولو لپاره.
  • د بهرنیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او هڅه وشي، چې نړیوالې مرستې را ټولې او د افغانستان د آبادی او پرمختګ لپاره یې مصرف کړي.او افغانستان دوی ته د خپل کور په شکل ور وپېژني!
  • او له بهرنیو هېوادونو زړه تکنالوژي وارده او په خپل هېواد کې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار ترې واخلي ښه مثال یې د جاپان نه د زړې تکنالوژي صادرېدل و مالیزیا او د مهاتیر محمد مدیریت نه مالیزیا د پرمختللو هېوادونو په قطار کې راځي تر دېرشو کلونو به مالېزیا د نړۍ په لسو هغه هېوادونو کې راشي چې پرمختللی اقتصاد لري.
  • له همسایه ګانو سره د ګډې همکاری او د عدم لاسوهنې نظریه ورکول
  • په اوس شرایطو کې د سرحداتو په اړه له هېڅ هېواد سره بحث نه کول او شرایطو ته په کتو د موضوعاتو مطرح کول اړین دی.
  • د تش په نامه ګوندونو له منځه وړل او د یوه یا دوه قوي او د ملت له بطن نه راټوکېدلو ګوندونو جوړول چې د ملي ګټو به بنا وي.

پای

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply