د طالب دښمني له دې ملت او د دې ملت له پلویانو سره ده

0 1,049

د ټالیب جګړه د شرق او غرب او سیکولر او لاسپوڅي او اشغالګر او ظلم پر خلاف نه ده، په رب ذوالجلال چې هیبتوف د وطن د ګټو خبره وکړي هم دوی به یې ووژني. د دوی دښمني له دې ملت او د دې ملت له پلویانو سره ده. مولوي ظاهر حقاني نه اشغالګر و، نه یې د امریکا تابعیت درلود، نه سیکولر و، نه یې په چا ظلم کړی و. د هغه وسله دلیل و او ټالیب د دلیل زور نه درلود، ځکه یې د دلیل او منطق ځواب په وحشت او ځناورتوب ورګړ. د هغه مړینه هغه نظام ته هم پيغور دی چې خپل دښمنان په زرهې موټرو کې ګرځوي او ساتي او خپل دوستان یې دښمن ته دوه لاسه په میدان پرېښي. پر هغو اورګانونو دې هم لعنت شي چې تبلیغاتي بودیجه یې د هشت صبح او طلوع په خماریانو او د وزیر اکبرخان د لوطیانو په پارټیانو لګېږي او د عالم او قومي مشر تبلیغ او وینا د رضاکار او وزګار دنده ورته ښکارېږي. کومه دنده چې د نظام لپاره حق ویونکي علماء په یوه وینا ترسره کوي د طلوع تلویزیون دری زره تجارتي اعلانونه یې هم نشي، خو د طلوع او هست صبح لپاره هره میاشت ملیونونه شته، د یوه عالم د ساتلو لپاره یو زرهې موټر نشته. شرم ک‌‌‌‌‌‌ډه کړې ده.

 

مجید قرار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply