هغه تیورېسن چې غواړي دامان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي -(دویمه برخه)

0 702

ژباړه: محمد روښان ښاد

هغه تیورېسن چې غواړي دامان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي

(دویمه برخه)

د افغانستان تیورېسن داسې لوی خوبونه لري چې ځینې یې غیر عملي معلومږي، اما کله چې عملي حل لارې ورته تجویز کوي او هغه خوب په حقیقت بدلوي زیات باورونه جلبوي. هغه غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي او سیاسي اتصال په نقطه بدل کړي. هغه یو رومانتیک او ریالست دی چې د غره غوندې پر ځان باور لري. هغه لېوال دی د اقتصاد له لارې د سیاست ګټونکی شي. هغه اقتصادي او سیاسي لید لري چې په ډېرو مواردو کې یې ملموسې پایلې هم لرلې دي.

تیورېسن د امان الله خان د خوبونو عاشق دی او تل د امان الله خان د نیمګړي څپرکي د بشپړولو خبرې کوي. په یاد مې دي چې د ټاکنیز کمپاین په وخت کې یې یوه ورځ په دارالامان کې په خپل کور کې وویل: ” ګرانو ځوانانو ما کلونه د افغانستان په اړه څېړنه کړې او د دې هېواد په ستونزو ښه پوهېږم. ما د افغانستان ټولې کورنۍ او بهرنۍ ننګونې پېژندلي او له هغو څخه د وتلو لپاره عملي برنامه لرم. د خدای په امید او د ملت په مرسته چې غواړي ازاد او ویښ وي زه به داسې افغانستان تاسو ته هدیه کړم چې د ټولو افغانانو ګډ کور او د ټولو د ویاړ وړ وي. زه به د امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړم.“ هغه زیاته کړه: ” زه له قدرت سره هیڅ علاقه نه لرم، بې له خدمت څخه ملت ته.“ هغه په یو بل ځای کې وویل: ” د افغانستان لوی ملت له ما څخه خدمت غواړي نه باداري“.

د افغانستان تیورېسن د هېواد د اقتصاد لپاره لوی برنامې لري او یوه په بلې پسې عملي کوي. ټاپي یو خوب وو اما نن حقیقت ته نږدې شو. سلما بند عملي شو. چاه بهار بندر عملي شو او کاسا ۱۰۰۰ به په نږدې راتلونکي کې عملي شي. هوایي دهلېزونو عملاً خپل کار پیل کړی دی. د پاکستان اقتصادي اتکا عملاً ۵۰ سلنه کمه شوې ده. کجکي بند، اورګاډي کرښه او سلګونه لوی او وړې پروژې عملي شوې او عملي کېږي. د افغانستان د اوبو مدیریت د ایرانیانو غږ لوړ کړی . د کانونو بحث د بهرنیو هېوادونو پام را اړولی او نږدې راتلونکي کې به تطبیق شي او ټولې اقتصادي برنامې کولی شي افغانستان له اقتصادي پلوه خودکفا کړي.

د افغانستان تیورېسن د داخلي حکومتولۍ د چارو په برخه کې هم لوی برنامې لري او توانېدلی چې خپلې ځینې برنامې عملي کړي. لکه معارف غواړي په بشپړ ډول مدرن کړي او د اصلاحاتو بهیر د ښوونکو تر ارزونې پورې پیل شوي دی. د لوړو زده کړو د مدرن کولو لپاره کار د درسي مفرداتو له نوي کولو رسماً پیل شوی دی. هغه باورمند دی چې د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې باید په دوه ملي ژبو تدریس وشي او ترڅنګ یې انګلیسي هم حتمي ده. د دولتي پوهنتونونو په داخل کې د پرمختګ لپاره لوی موانع هم وجود لري یو شمېر پخواني کسان جمهور رئیس تقاعد ته سوق کړل او ځوانانو ته یې زمینه برابره کړه. له لیرې واټن زده کړې، د تدریس او زده کړې سیستم کې د نوې ټکنالوژي راوړل او د زده کړې د شېوو نوي کول ، د نویو برنامو پیل او د ماسټرۍ او د دوکتورا پروګرامونه او د څېړنې مرکزونه په خپل ذات کې د هېواد د لوړو زده کړو سکتور لپاره برخلیک جوړونکي دي چې د افغانستان تیورېسن په دې برخه کې فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.  

د زېرمو او کانونو برخه کې د ډاکټر غني لومړنی کار د غیرقانوني کېندنو ودرول دي. هغه اړوند قوانین او طرزالعملونه وارزول او پیدا یې کړه چې په دې قوانینو او پالیسو سره د افغانستان ګټې نه تامینېږي او وې ویل: ”د افغانستان کانونه د ملت شمتني ده او دا باید په پوره دقت مطالعه کړو تر څو د افغانستان ملت سره خیانت ونشي او د افغانستان راتلونکي نسلونه له اقتصادي پلوه خودکفا شي.“

د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب څخه د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې پیل شوې او د ایسا فاسده اداره په سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې مدغم شوه  او په سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې لوی بدلونونه راغلل. د افغانستان د وارداتو کچه له پاکستان څخه په بېسارې توګه کمه شوه چې دا په پاکستان پورې د اقتصادي او سیاسي تړاو د ختمولو لپاره له کلیدي لاسته راوړنو څخه یوه وه. هوایي دهلېزونه ایجاد شول او موږ د د مناسبو بدیلونو خاوندان شو، له منځنۍ او جنوبي اسیا سره د افغانستان سوداګري تر بل هر وخت زیاته شوه. چاه بهار بندر عملاً خپل کار پیل کړ. دا بند په اقتصادي افغانستان د بدلېدو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. د عامه او خصوصي سکتور ګډون قانون یو تاریخي اقدام و چې په افغانستان کې د لوی خصوصي سکتور لرلو لپاره په اوږدمهال کې لازمي دی. د قوانینو او پالیسو تعدیل په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ قانون او په دې قانون کې د زیاتو محرکونو ته ځای ورکول په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د ودې لامل کېږي په افغانستان کې دپانګونې په مرکزونو د هوایي ډګرونو بدلول د داخلي پانګونې د ودې په برخه کې لوی اقدام دی.

د اقتصادي خودکفایي موخو د تحقق لپاره د مالیاتي عاید زیاتوالی او د اداري فساد ضد مبارزه یو د ستاینې وړ اقدام دی. د مالیې وزارت سیستمونو او پروسو کې اصلاحاتو، وړ کسانو ته د کار سپارل، د افغانستان د ګمرکونو د ملي اکاډمۍ فعالول، د PPPsاو ټولو موثرو برنامو لپاره د ډیپارټمنټ ایجاد په دې اړه تاریخ جوړونکي اقدامات دي. د افغانستان تیورېسن په ارګ کې پوه او په لویدیځ کې تحصیل کړي اقتصادي سلاکاران او ځوانان لري چې په دوامداره توګه د افغانستان د اقتصاد لپاره کار کوي. که تاسو د افغان اکانومیکس دات کام www.afghanistaneconomics.com  ویب پاڼې ته ورشئ د ارګ د اقتصادي ټیم کړنې به په ښه ډول ووینئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply