په الو تکه کی د کریټونو او بکسونو په کچه پیسی

0 713

په الو تکه کی د کریټونو او بکسونو په کچه پیسی

Süddeutsche Zeitung

د رڼا ګل اریوبزی ژباړه

د ژباړن خبری:

کله چی په کورنیو او بهرنیو رسنیو کی د افغانستان له نوم سره مخامخ شم نو جنګ او فساد یی تر څنګ لیکل شوی وی. دواړه ، جنګ او فساد، سره کلک انډ یوالان او د یو بل مرستند وی دی. جنګ د فساد دپراختیا له پاره زمینه برابروی او فساد بیا دجنګ د د وام بنسټیز لامل دی، نو ځکه مو په هیواد کی لوی جنګسالاران غت غټ فاسدان هم دی.جنګ او فساد، جنګسالارانو او فاسدانوافغان ولس دزوال په لورروان کړی دی چی په ضد یی مبارزه دینی او ملی فریضه ده.د دی مبارزی یو شکل د فساد د ډولونو، لارو او دغټو غټو فاسدانو په ګوته کول اوولس ته د هغوی د څیرو ور پیژندل دی.که څه هم د پاس لیکل شوی سرلیک لاندی لیکنه دالمان مشهوری ورځپاڼی « زود دا ویچی څایتونګ» په ۲۹/۶/۲۰۱۰ نیټه خپره کړی ده،خو لوستل یی زما په فکر نن سبا هم بی ګټی نه دی.له دی امله می په پښتو ژبه واړوله او درنو هیوادوالو ته یی دزړه له کومی وړاندی کوم.

په الوتکو کی د کریټونو او بکسونو په کچه پیسی

هیڅوک نه پو هیږی چی دا پیسی له کومی خوا راغلی او چرته ځی. دملګرو ملتو یو را پور وایی چی هره ورځ تر لس ملیونو زیات ډالر له کابله په الوتکو کی و بهر ته لیږدول کیږی. داچی د افغانستان له نوم سره د فساد ټکی کلک تړل شوی دی کوم غیر عادی کار نه دی بلکی د نړی په کچه پیژندل شوی واقعیت دی. د همدی مؤ سسی دیوه بل راپور له مخی افغانانو تیر کال د خپلو ملی نا خالصو عوایدو د څلورمی برخی په اندازه بډی« رشوت» ورکړی دی. له بلی خوا د امریکا « والستریت ژور نال» د دو شنبی په ورځ د پیسو هغه نه تصور کیدونکی اندازه خپره کړه چی بیله کوم خنډ له هیواده بهر ته لیږل کیږی. د دی امریکایی ورځپاڼی له مخی د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ کلنو ترمنځ له دری ملیاردو ډلرو ( څه نا څه ۲،۴ ملیاردو) ایرو نه زیاتی پیسی له افغانستانه بهر ته ایستل شوی دی. تراوسه دا پته نه ده لګید لی چی دا پیسی له کومه شوی او چا ته ورلیږل کیږی،خو یو امریکا یی څیړونکی وایی چی ددی پیسو یوه برخه له هغو پیسو غلا شوی دی چی غرب یی دبیا ودانولو له پاره افغانستان ته دمرستی په توګه ورکوی.دی تینګار کوی چی:« دا پیسی د پاڼو په شان په ونو کی نه دی زرغونی شوی. داسی ښکاری چی یوه برخه یی زموږ د مالیی له پیسو غلا شوی او بله برخه یی دنشیی ټوکو له تجارته په لاس ورغلی ده.»

یو بل لوړ پوړی امریکایی چارواکی وایی چی:« دوی د پیسو ډک کریټونه دالو تکی په وروستی برخه کی ځای په ځای کوی او داسی سړی لری چی په رښتیا له نغدو پیسو ډک کریټونه الوتکی ته راوړی او ور پورته کوی. دا کار د حواله په نامه مؤسسو له خوا تنظیمیږی. د پیسو دلیږد اورالیږد دا سسټم چټک، ارزان او د پوره باور په بنسټ تر سره کیږی.د حواله ټکی له عربی ژبی را وتلی او مانا یی بدلول(تبادله) ده. د پیسو دلیږد اورالیږد سسټم دا شکل په شرق کی دسلګونو کلنو په بهیر کی جوړ او رامنځ ته شوی دی او که چرته د لیږدیدونکو پیسو اندازه څرګنده وی نو قانونی هم دی،خو په پای کی هیڅوک په دی نشی پوهیدلی چی دا پیسی چا په سفر روانی کړی دی ځکه چی لیږدونکی یی د حواله په نامه مؤسسه ده.

د والستریت ژورنال لیکی د پیسو منونکی یا اخستونکی ډیر ځله په شتمن هیواد دوبی کی ناست وی.هلته ډیر شتمن افغانان درباری ژوند کوی.په دی هیواد کی د بانکی راز ساتنی په هکله سخت قوانین د پیسو په دی ډول بهیر نوری پردی هم اچوی. ویل کیږی چی په دی جنایی ماملو کی پیژندل شوی افغانی څیری او دهغوی په ډله کی مــحــمود کــرزی د ولــمشــر حــا مــد کــرزی ورور او

مــرســـتــیال ولـــمــشــر قــســـیم فـــهــیم ښکیل دی. ورځپاڼه زیاتوی چی دافغانستان لوړ پوړی حکومتی چار واکو د با نفوذه اشخاصو په خلاف دفساد د تورونو دڅیړنی مخنیوی کړی او کوی یی. دامریکا یو لوړ پوړی حکومتی مآمور بیا په خپل روار وایی چی په دی جنایی ماملو کی لوړ پوړی افغانی چارواکی په خپلوکی کلکه انډیوالی پالی او تر منځ یی له یوبل سره مرسته او د یو بل تر څنګ دریدل له سره معمولی کار دی.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply