امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هېواد بقا یې تضمین کړه/ محمد روښان ښاد

0 603

درې درې نیم کاله وړاندې په داسې وخت کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو څخه د هېواد امنیتي مسوولیت انتقال شو، چې له یوې خوا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونوتر منځ همغږي او همکاري کمه وه، له بل لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خصوصاً په لوړه یانې د مسوولینو په کچه فساد اوج ته رسېدلی وو، له بل لوري د دوست او دښمن تعریف واضح نه، ځکه ځواکونو به د طالبانو پر ضد جګړه کول او ولسمشر کرزي به د وروڼو خطاب ورته کاوه، امنیتي او دفاعي ځواکونه تش لاسي وو، هوایي قوه فلچ او غیر فعال وه او له همدې امله اکثر هېوادوال او بهرنیان نهیلي وو او دوی دا نه ګڼله چې دغه ځواکونه دې تر څو میاشتو پورې د هېواد، خلکو او نظام دفاع وکړای شي.

خو د دې ټولو برعکس امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېرو درې کالو کې د خلکو د توقع خلاف نهایت زیات مسلکي، پیاوړي او بدل شوي دي، حتی دومره بدل شوي دي چې ولسمشر غني څو ځله په خپلو ویناو کې وویل، چې په بهرنۍ پالیسۍ کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته بریالی دی او ښې لاسته راوړنې لري، ځکه د دوی زړورتیا او مبارزو د نړیوالو پام ور اړولی او تر بل هر وخت یې په دوی باندې باور زیات شوی دی، نو دا د افغانستان د بقا، دفاع، امنیت او ثبات لپاره ښه پرمختګ دی.

حتی وسله واله مخالفینو او د هغوی ملاتړو هم داسې ګنلې وه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې ځان د دوی د زور نه دي او په اسانه یې ماتولی شي او موږ عملاً ولیدل چې په تېرو درې کالو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له لوري جنګ شدت پیدا کړ، د جنګ بڼې بدلې شوې، عام خلک، تاسیسات، جوماتونه او ښارونه د تروریستي بریدونو هدف وګرځېدل، مګر د دې ټولو باوجود د هېواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلې برحقه مبارزې ته دوام ورکړ.

وسله والو مخالفینو داسې ګڼله چې افغانستان په دوه سیاسي جغرافیو ووېشي. د افغانستان ځینې ولایتونه او سیمې سقوط او تر خپلې ولکې لاندې راولي. له پاکستان څخه خپل مرکزونه او پټنځایونه افغانستان ته انتقال کړي او بیا د مذاکراتو له لارې په حکومت کې ځانته زیات سهم واخلي، مګر د وسله والو طالبانو او د دوی د ملاتړو دغه شومې او ناوړه هیلې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو له برکته له خاورو سره خاورې شوې، ځکه دوی نه یوازې د افغانستان نورې سیمې ونه نیولې، بلکې ډېرې هغه سیمې چې تر ۲۰۱۴ کال دمخه د طالبانو په ولکه کې وې هغه سیمې یې هم له لاسه ورکړې.

زموږ زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ترهګرو بریدونه په شا وتمبول، د دوی محاصرې یې ماتې کړې، سیمې یې ورڅخه ونیولې او په یو وخت او زمان یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تروریستانو او د افغانستان د دښمنانو بریدونو ته د هغوی د توقع خلاف غاښ ماتونکی ځواب ووایه. د افغانستان راتلونکی او بقا یې تضمین کړه او د ګړنګ په سر ولاړ افغانستان یې د انکشاف او پرمختګ لورته سوق کړ او د دوی له برکته نن یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو د پام وړ وګرځېد. سیمه ییزې او اقتصادي همکارۍ، پروژې، زیربنایي ، اقتصادي او د هوایي کوریدورونو چارې په کې له یو بل پسې پیل شوې او په ښه توګه د تطبیق او بشپړېدو په حال کې دي. او زموږ هېوادوال په غوڅ اکثریت د خپلو مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دي او تر بل هر وخت یې د دوی په وړتیا او ژمنتیا باور زیات شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply