بنګله دیش افغانستان سره د درې ورځنیو سیلالیو اعلان وکړ

0 767

بنګلدیش افغانستان سره د درې ورځنیو سیالیو اعلان وکړ
دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۰۲ وری، ۱۳۹۷ل): د یو شمېر راپورونو له مخې د بنګلدیش کرېکټ بورډ ددغې خبر پخلی کړی چې دوی به د روان کال افغانستان سره د هند په دیهرادون لوبغالي کې په جون میاشت کې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره کوي.
د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري وایي: مونږ افغانستان سره د هند په دیهرادون لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پریکړه کړې چې اټکل کیږي دغه سیالۍ به د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي».
دغه سیالۍ لومړی په عربي اماراتو کې کېدونکې وې خو د څه ستونزو له امله افغانستان کرېکټ بورډ دوی ته په هند کې د لوبې کولو وړاندیز وکړ چې وروسته یې پر اړه پریکړه وشوه.
په فرورۍ میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي شوي وو چې دوی د بنګلدیش کرېکټ بورډ سره د درې یو ورځنیو سیاليو سیریز پریکړه کړې، خو د بنګلدیش لخوا د اوسني خبر په ورکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ تر دې دمه چوپه خوله دی.
افغانستان او بنګلدیش تر دې مه یوه پنځوس اوریزه کرېکټ لړۍ ترسره کړې چې بنګلدیش افغانستان ته په ۲.۱ ماتې ورکړې ده، او له دوه اړخیزو لړۍ پرته یې ۲ نورې یو ورځینۍ لوبې ترسره کړي چې یوه افغانستان او بله بنګلدیش ګټلې ده، همدا ډول ددوی ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوې چې د بنګلدیش په بریا تمامه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply