اکرام الدین مفتون
ورور ته د بل ورور خبره نه کوو
مونږه کور په کور خبره نه کوو
مونږه يو معيار د مساوات لرو
دا د سپين او تور خبره نه کوو
نرم خوږ خصلت د خوشبويۍ لرو
ستا غوندې په شور خبره نه کوو
هر وختې مو ځان مظلوم ګڼلی دی
هيڅکله د زور خبـــــــــره نه کوو
مونږه په قيامت باندې ايمان لرو
دومره ژر د پور خبـــــــره نه کوو
مونږه افتخار په خپل تاريخ کوو
چاته د پېغور خبـــــــــره نه کوو
ژبه مو د لطف په مدار څرخي
واورې ته د اور خبره نه کوو
واک غواړو مفتونه په تمام جهان
مونږه د يو لور خبــــــره نه کوو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320