ننګرهار کې د مالټو او زیتونو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.

0 1,056

ننګرهار کې د مالټو او زیتونو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی:

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، سږ کال د مالټو او زیتونو محصولات ۳۳۳۴ ټنو ته رسېدلي، چې ډېری یې د ننګرهار له کانال او خصوصي باغونو څخه راټول شوي دي. د ولایت مقام له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږکال ۸۳۴ ټنه زیتون د کانال او کرنې ریاست او ۲۵۰۰ ټنه د مالټو محصولات له خصوصي باغونو څخه راټول شوي دي. «له دغه زيتونو څخه شپېته زره لېتره تېل او زرګونه لېتره اچار توليد شوي، چې اچار په يو سل او دېرش زره لویو او وړو بوتلونو کې پيک شوي او پلور ته وړاندې شوي دي.» په اعلامیه کې ویل شوي، د کرنې او کانال ریاستونو په اړوند ځمکو کې ۲۲۰۰ جریبه ځمکه کې د سترسو نوي باغونه جوړ شوي او زرګونه جریبه هغه باغونه بیا رغول شوي، چې مخکې تخریب شوي وو. په ننګرهار کې نارنج، مالټه، لیمو او زیتون ښه حاصلات ورکوي، چې د څو کلونو په موده کې یې محصولات ټنو ته رسېدلي دي. څو میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس فابریکې بیا په کار پیل وکړ، چې هره ورځ زرګونه لېتره د زیتونو تېل او اچار تولیدوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply