پنځلس نښې، چې د دې ښکارندویي کوي، باید له خپلې دندې لاس واخلئ / عطامحمد میاخیل

0 916

ژباړه: عطا محمد میاخېل که چېرې تر اوسه مو په ګوګل کې لټولي وي، چې آیا باید له کومې دندې څخه لاس په سر شم؟ احتمالاً د دې وخت را رسېدلی، چې د دې موضوع په اړه جدي فکر وکړئ. موږ په خپل کار کې ډېرې بدې ورځې تر شا پرېښي دي، خو که چېرې یوه ورځ مو هم نه یادېږي، چې په خپل کار کې مو ورځ ښه تېره شوې وي، نو وخت یې دي، چې له خپل کار او دندې څخه بهر شئ. البته له دې څخه زیاتو نښو نښانو ته اړتیا لرئ، ترڅو د دې تصمیم له پاره ډاډه شئ، نو په همدې خاطر مو ستاسو له پاره دا لېست چمتو کړی دی. که چېرې د دې وروستیو څو میاشتو په لړ کې مو د لاندې لېست څو موارده لیدلي وي، نو په جدي توګه باید د خپل کارځای د بدلون په اړه فکر وکړئ. ۱ ـــ تل ستړی او بې حوصلی یاست: که چېرې کاري وضعیت مو ستاسو له پاره، هېڅ ننګونه نه لري، په دې برخه کې مو له خپل رییس سره خبرې کړې دي او هېڅ بدلون نه دی را منځته شوی، نو دا د دې ښکارندویي کوي، چې باید له خپلې دندې او کار څخه لاس په سر شئ. سره له دې چې په کار ځای کې بې حوصلګي کله وخت عادي او طبیعي احساس دی، خو څېړونکي په دې باور دي، چې د دې احساس اوږدېدل، د اخطار نښه ده، چې د دې ښکارندویي کوي، چې کار مو داسې څه نه دی، چې ترې خوند واخلئ. که چېرې د کاري ساعت ډېری برخه مو په دې تېرېږي، چې په انټرنېټ کې ګرځئ یا په خپل موبایل کې ګېم وهئ یا سترګې مو تل د ساعت په لور وي، چې کاري ساعت مو پای ته ورسېږي، نو د دې وخت را رسېدلی، چې له هغه کار څخه بهر شئ. ۲ ـــ له مهارتونو څخه مو ګټه نه اخیستل کېږي: ډېری وخت اړتیا وي، چې رییس ته مو دا ثابته کړئ، چې وړتیاوې لرئ او لا ډېر مسئولیتونه په غاړه اخیستلی شئ، خو که چېرې یوه موده مو دا کار ترسره کړ او په کاري وضعیت کې مو بدلون را منځته نه شو او دغه راز ومو نه شو کولای، چې له خپلو استعدادونو او مهارتونو څخه په ښه توګه ګټه واخلئ، نو د بل کار د ټاکلو په اړه فکر وکړئ. ۳ ـــ ستاسو د مشر موخې، ستاسو له موخو سره همغږي نه لري: په دې ورځو کې د ډېری کسانو له پاره مهمه ده، چې په سم او مناسب شرکت کې خپل وخت پانګونه کړي، په همدې دلیل غوره ده، چې له ځانه پوښتنه وکړئ، چې آیا د هغه شرکت موخې په کوم کې چې کار کوئ، ستاسو له موخو سره همغږي لري او که نه؟ آیا ستاسو د خوښې وړ تحرک ستاسو واک کې درکوي؟ آیا ستاسو هیلې پوره کوي؟ ۴ ـــ رییس مو د زغم وړ نه دی: ډېری کسان خپل رییس پرېږدي، نه خپل کار، ستاسو د رییس چلند او لېوالتیا ستاسو په هغه وخت باندې ډېره ښه اغېزه لري، کوم چې په کار ځای کې یې تېروئ، حتا ستاسو د ژوند په نورو اړخونو باندې هم اغېزه کوي. که چېرې د هغه اخلاقو او چلند په تاسو باندې ژوند تریخ کړی دی، نو غوره ده، چې له خپل کار څخه بهر شئ. ۵ ـــ داسې احساس کوئ، چې هېڅکله نه شئ کولای، چې بریالي شئ: کار مو باید په تاسو کې د ننګونې احساس را منځته کړي، لکه څنګه چې غواړئ په کوم څه کې ګټونکي او بریالي شئ، نه دا چې اړ واوسئ، چې په هغې جګړه کې ګډون وکړئ، چې مخکې تر مخکې پکې بایلونکي اعلان شوي یاست او هېڅ څیز تر لاسه نه کړئ. ۶ ـــ وده نه کوئ: په یوه کار کې درېدل، ډېر آسانه را منځته کېږي، خو که چېرې له خپل کار سره مینه لرئ، نو دا بهیر به په تاسو کې د هوساینې احساس را منځته کړي، خو ډېره زیاته مهمه ده، چې په یاد ولرئ، هر کار چې ترسره کوئ باید ستاسو مهارتونه لوړ کړي او د یوه کارمند په توګه ستاسو ارزښتونه زیات کړي. که چېرې په خپل کار کې هېڅ نوی شی نه زده کوئ او یو مشخص کار هره ورځ تکراروئ، نو غوره ده، چې په بل کار پسې وګرځئ. ۷ ـــ باید تل خپلو خبرو ته پام وکړئ: کله چې اړ یاستئ، د هرې هغې کلمې په اړه فکر وکړئ او تحلیل یې کړئ، کومه چې له خولې څخه مو بهر کېږي او په دې اړه خواشیني یاست، چې رییس او نور به یې څه ډول تعبیروي، نو ستاسو له پاره به د کار شرایط ډېر زیات ستونزمن شي. که چېرې نه شئ کولای، چې په کار ځای کې ( خپله ) واوسئ، خپل کار ته بدلون ورکړئ. ۸ ـــ شرکت مو په تاسو باندې پانګونه نه ده کړې: د مدیرانو خوښېږي، چې خپل کارمندان بوخت وساتي او بوختول یا بوخت ساتل تر ټولو زیات پلویان لري. په شرکت کې د کارمندانو بوختېدل، تر ټولو مهم دي. کله چې کارمندان په کار باندې بوختېږي، نو ډېره لېوالتیا او خلاقیت به ولري او د هغه کار او موخې ترمنځ به لا پسې ډېره اړیکه ټینګه شي، د کومې له پاره چې هڅې کوي، په داسې حال کې، که چېرې کارمندان په کار باندې بوخت نه شي، نو د شرکت او د هغه د موخو په اړه بې غوره کېږي او ښایي د کاري پروژو د ماتې لامل شي. که چېرې داسې تصور کوئ، چې ستاسو شرکت په کار باندې د کارمندانو بوختولو ته پام نه کوي، نو غوره ده، چې د کار له پاره، کوم بل ځای ولټوئ. ۹ ـــ تل د مالي مسایلو په اړه خواشیني یاستئ: سمه ده، چې له موږ څخه ډېری د پیسو په اړه اندېښمن یاستو، خو که چېرې ستاسو په ذهن کې تل دا اندېښنه وي او دلیل یې ستاسو خپل بېځایه لګښت نه دی، نو احتمالاً وخت یې را رسېدلی دی، چې له خپل کار سره مخه ښه وکړئ. که چېرې په دې کار کې ډېره موده وئ، له مدیریت څخه وغواړئ، ترڅو په دې اړه ورسره خبرې وکړئ. ډېره دقت وکړئ، چې هغه دلایل په روښانه توګه ورته توضیح کړئ، چې له مخې یې ډېر حقوق او امتیازات غواړئ او دغه راز دلیلونه مو باید په بشپړه توګه منطقي او عملي وي او له هغوی څخه وغواړئ، چې ستاسو وضعیت وارزوي. که چېرې شرکت ستاسو د حقوقو او امتیازاتو له ورکړې سره موافق نه و، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې له دې شرکت سره مخه ښه وکړئ او داسې یو شرکت پیدا کړئ، چې کافي حقوق او امتیازات درکړي. ۱۰ ـــ آیا داسې انګېرئ، چې له شرکت څخه د لرې کېدلو په درشل کې یاست: دا چې د لرې کېدلو په درشل کې یاست، بېلابېلې نښې لري. د شرکت د انساني ځواک له کمښت څخه نیولې، له نویو افرادو سره تر قرار دادونو او مرکو پورې. اړتیا نه شته، چې تاسو هم له کښتۍ سره ډوب شئ، د ژغورنې جامې واغوندئ او په اوبو کې لامبو ووهئ. ۱۱ ـــ نشئ کولای، چې د راتلونکي کال له پاره په هغه ځای کې ځان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply