کله چې نشئ کولی خپلو هیلو ته ورسیږئ، نو باید څه وکړئ / عطامحمدمیاخیل

0 1,248

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېر زیات هیجاني یاست، هیلې لرئ، چې ورته ورسېږئ، په همدې خاطر خپله انرژي او وخت د دې له پاره مصرفوئ، چې هیلې مو په واقعیت بدلې کړئ، خو د وخت په تېرېدو سره حتا ور نیږدې کېږئ هم نه، د همدې له پاره مو انرژي ورو ورو کمېږي او وسوسې مو په مخه کوي، چې له هڅو څخه لاس واخلئ. لومړۍ لېوالتیا او شور مو نه شته، خو ځان په زور پرمخ بیایئ، شېبه په شېبه، ساعت په ساعت، ورځ په ورځ، کال په کال، تر دې چې یوه ورځ وینئ، چې نور نه شئ کولای، چې دوام ورکړئ. نا هیلي کېږئ، ځکه چې نه یاستي توانېدلي، خپلو هیلو ته ورسېږئ. اوس باید څه وکړئ؟ بل ګام به مو څه وي؟ داسې ټکي ته رسېدلي یاست، چې له هغه کار څخه کرکه لرئ، کوم چې ترسره کوئ یې. ډاډه نه یاستئ، چې اصلاً دا هیله لرئ او که نه؟ که چېرې تاسو هم په دې موقعیت کې یاست او د خپل بل ګام په اړه فکر کوئ او دا چې لاس واخلئ او که نه، یوه شېبه صبر وکړئ، لاس مه اخلئ. ښایي غلطه هیله مو درلوده: مخکې تر دې، چې له خپلې هیلې څخه لاس واخلئ، آیا په دې اړه مو فکر کړی دی، چې غلطه هیله مو درلوده؟ موږ معمولاً په هیله لرلو باندې ډېره زیاته انګېزه ښندو، خو هېڅوک د تېروتې او غلطې هیلې په اړه خبرې نه کوي، تصور دا دی، ترڅو چې هیله ولرئ، نو کولای شئ، چې ورته ورسېږئ، خو په دې آسانۍ چې فکر کوئ، نه ده. هیله من یم، چې په دې خبرو مو اندېښمن کړي نه یاست، خو دا حقیقت لري. انسانان ښایي په بېلابېلو تګلارو تېروتې او غلطې هیلې ولري. د بېلګې په توګه: د ډېری کسانو هیلې د دوی مور او پلار جوړې کړې دي، یا حتا دوستانو او ښوونکو یې. حتا یو کس پېژنم، چې ویل به یې: هیله لرم، چې روغتیا پال ( ډاکټر ) شم، کله مې چې له هغه څخه وپوښتل، چې ولې مور یې ورته ویلي، چې ورته غوره ده، وروسته یې د خپلې مور د هیلې په اړه را ته خبرې وکړې. آیا ستاسو هیله هم د بل کس هیله ده؟ که چېرې داسې وي، نو وخت یې را رسېدلی، چې خپله هیله ولرئ، خو که چېرې هیله مو تېروتې او غلطه نه وي او بیا هم نه شئ کولای، چې ورته ورسېږئ، نو هغه وخت په خپلې هیلې باندې له سره کتنه وکړئ. په خپلې هیلې باندې یو ځل بیا فکر وکړئ: وخت یې را رسېدلی، چې کېنئ او په خپلې هیلې باندې لا ډېر فکر وکړئ. زه د جوزف خیالباف په کیسه باندې مین یم، کله چې جوزف کوچنی هلک و، نو هیله یې لرله، چې ټوله کورنۍ یې ورته درنښت ولري، هغه خپلې هیلې ته ورسېده، خو نه په هغه تګلاره، کومه چې طرحه کړې یې وه. هېڅ وخت یې هیله نه لرله، چې په کوم هېواد کې دې غلام نا پېژاندی شي او دغه راز هېڅ وخت یې هیله نه درلوده، چې زنداني دې د پاچا د ښي لاس وزیر شي، خو خپلې هیلې ته ورسېده. تاسو له دې کیسې څخه درې درسونه اخلئ: ۱ ـــ کله وخت خپله هیله په سمه توګه نه پېژنئ، جوزف خپله هیله په خپلې کورنۍ پورې محدوده کړې وه، خو کوم څه یې چې تر لاسه کړل، ډېر ستر و. که چېرې تصور کوئ، چې خپلې هیلې ته نه یاستئ رسېدلي، ښایي د دې له پاره وي، چې خپله هیله، له خپلې پوهې سره، له هغه ډول څخه چې باید وي، محدودوئ، ښایي هیله مو له هغه څه څخه ډېره ستره وي، چې تصور یې کوئ. ۲ ـــ ښایي نړۍ ستاسو د هیلې هرکلي ته نه راځي. استیو جابز په خپل سر کې د اپل خوب درلوده، خو هغو پانګوالو، چې نوموړی له خپل کمپاین څخه بهر کړ، د هغه له خوب څخه یې ښه هرکلی نه درلوده، خو د وخت په تېرېدو سره، هغه وتوانېده، چې خپلو هیلو ته د عمل جامه ور واغوندي. له خپلې هیلې سره زغم ولرئ، هغې ته وخت ورکړئ؛ د هغې له پاره هڅه وکړئ او ډاډه اوسئ، چې ورته وبه رسېږئ. ۳ ـــ یوازې هیله لرل بسنه نه کوي، باید ځان ورته چمتو کړئ، باید په دې باندې ځان پوه کړئ، چې هیلو ته د رسېدو پړاو یو هوسا او چټک سفر نه دی. کله وخت ستاسو هیلې هغه مهال په واقعیت باندې بدلېږي، کوم چې تاسو د تسلیمېدو په حال کې یاست. باید د هرڅه له پاره چمتو واوسئ، زده کړئ، هڅه وکړئ، او ننداره کړئ، چې هیلې مو څنګه په واقعیت باندې بدلېږي. خپلو خبرو ته په یوې پوښتنې سره د پای ټکی ږدو، آیا باور لرئ، چې ځینې هیلې غلطې دي؟ څنګه شونې ده، چې خلک د ځان له پاره تېروتې او غلطې هیلې ولري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply