کوډگره سيمه / سليم شاه

0 635

ځينې خاورې او ځينې سيمې هم اعجاز کوي. په تاريخ کې له ځانه او د خپل زوزاد له وجوده داسې څه پريږدي چې که د وروستيو نسلونو ورته فکر شي نو حيرانيږي، خو له ژورو  اثراتو انکار نه شي کيداى.

هسى خبره د اوسنې پښتون تحفظ مومنټ په باب ده. دا له وزيرستان نه را پورته شو. وزيرستان، يا د وزيرو، مسيدو او دوړو د اوسيدو سيمه ده. موږ يې له زرگونو کلونو له مخه پيښو نه خبر نه يو. خو کله چې په هند کې د پښتنو حاکميت او اقتدار دمغلو په لاس ختم کړاى شو، نو دهغه ځاى د پښتنو په قومې لاشعور کې دا ستونزه پيدا شوه چې څنگه د خپل حيثيت اعاده وکړي. د همدې کار له پاره زمانې پير روښان بايزيد انصاري وزيږاوه. هغه د کاڼيگرام و، د وزيرستان. چې کله له پلار قاضي عبدالله سره راغي، نو يو دروني وسواس او انديښنې او نارامۍ هغه دمې جوړولو ته پري نه ښود. د خپل وخت  دتقاضو مطابق يې سير وسلوک ته پناه يوړه . هغه ته دا الهام وشو چې دظلم اوبربريت په وړاندې جنډه پورته کړي. بايزيد او د عبدالاکبر خان اکبر په وينا دهغه سر فروشو او ليونيو پيروانو په مغلو سړه ځمکه سور تنور کړه. هغه ونيول شو کابل ته بندې يو ړل شو. محاکمه شو. د مغلو حاکم او قاضي خان غوښتل هغه تطميع کړي. هغه ته يې وويل: راځه له موږ سره شه! ته دې بې سواده او جاهل قوم ته څه لاره ښايي؟ ·

خو هغه ورته وايي: زه الله پاک دهمدې جاهل قوم   لار ښووني ته پيدا کړى يم . زه بايد دوى ته سمه لاره وښايم .  پير روښان او دهغه پيروان داوږدو کلونو له پاره دمغلو پر ضد مبارزه کوي دهغو دمبارزو اثر تر اوسه پورې شته .

په شلمه پيړۍ کې يو بل عارف اوصوفي پيدا شو هغه هم د وزيرستان له خاورې را پورته شو. فقير ميرزا عليخان يادوم . فقير ايپي دلومړي وار له پاره د پښتونستان اواز او نوم اوچت کړ . په گرويک کې يې لويه جلسه را وبلله اودپښتونستان دخود مختارۍ اواز يې پورته کړ.

پوهيږو چې فقير ايپى (ميزا عليخان ) يو صوفي و. په خانقاه کې ناست و. لنگر يې درلود. هره ورځ ورته له ليرې ځايه مريدان او پيروان را تلل. خو دهغه تصوف کوم پاسيف او بيکاره تصوف نه وو. کله چې هغه احساس کړه خانقاه يې وتړله دانگريزانو پر ضد يې غزا پيل کړه . کله چى غزا پاى ته ورسيده. او انگريزي  مور نوى حرامي وزيږاوه، هغه هم بيرته خانقاه ته ولاړ. هند ازادي واخيسته. چرچيل چې هغه مهال په وزيرستان کې يو افسر اوژورناليست و. ډېرې یادونې د وزيرستان په باب لري .

خو يو ويشتمې پيړۍ نوى نسل را پورته کړ. دمنظور پشتين نسل، دداور اوعلي وزير نسل. دوى هم په رڼا ورځ دظالم او يهودي ډوله او چنگيزي ډوله پوځ کارروايي دخپلو خلکو په وړاندې وليدلي. نو را پاڅيدل . دپښتونخوا په ويدو اندامونو کې يې نوى ساه پوه کړه او دا  وينه لا په جوش کې ده.

د خوشال بابا خبره ده .

ننگيالي چې  يوار مخ کا په کوم لورې

بيا نو نه گوري کوهي دي که گړنگ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply