پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟ /صمیمي

0 736

افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي په سفر باندې لا دوه شواروزه تېر نه وو چې په کونړ باندې توغندویي بریدونه پیل شول او افغانستان مجبور شو چې یو ځل بیا پاکستان وغندي.

 که پاکستان په افغانستان کې د نظام او ټولنې له تخریبه لاس نه اخلي نو صدراعظم یې ولې سفر کاوه؟

 د دې پوښتنې یو ځواب خو دا دی چې پاکستان د دنیاوالو د تیرایستلو لپاره غواړي داسې وښیي چې له افغانستان سره دښمني نلري او دا سفر هم د دې نمایش لپاره و.

 د خاقان عباسي تر سفر مخکې په کونړ باندې د پاکستان د پوځ بریدونو زور واخیست او ان پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په فضایي قلمرو باندې تیری وکړ. له بلې خوا پاکستان په سوات کې په خپلو عسکرو باندې د برید سرچینه د افغانستان په خاوره کې وښودله او په دې ډول یې وغوښتل چې افغانستان تر فشار لاندې راولي.

 بیا هم سوال کیږي چې که د پاکستان صدراعظم د افغانستان لپاره د دوستي پیغام درلود نو تر راتلو له مخه یې ولې په اصطلاح اوبه خړولې او داسې شرایط یې جوړول چې بدګوماني زیاته شي او کمه نه شي؟

 د ځینو صاحبنظرانو په اند، پاکستان د خپل صدراعظم تر راتګ له مخه غوښتل چې افغانستان په قهر کړي او دې ته یې وهڅوي چې د صدراعظم خاقان عباسي سفر وځنډوي او په دې ډول دنیاوالو ته ووایي چې پاکستان له افغانستان سره سوله غواړي خو دا افغانستان دی چې د سولې او همکاري د هڅو مخه نیسي.

 خینې نور صاحبنظران د پاکستان د ظاهر او باطن تر منځ په توپیر کې یو بل عامل مهم ګڼي. د دوی په اند، په راتلونکو څو اونیو کې به د خاقان عباسي ځای یو بل صدراعظم ته ورکول کیږي چې هغه بیا انتخابات تر سره کړي. په دې وخت کې خاقان عباسي د دې لپاره افغانستان ته راغی چې خپل ولس ته د خپل خارجي سیاست د بریا یو مثال وړاندې کړي. یانې خاقاني غوښتل چې له دې سفره داخلي استفاده وکړي خو څرنګه چې پوځ نور نه غواړي چې د نواز شریف ډله قدرت ته ورسېږي او انتخابات وګټي نو د ده سفر یې تر راتلو له مخه او تر راتلو وروسته تخریب کړ.

 که دا وروستی نظر ومنو نو ویلای شو چې د پاکستان دوه مخي تر ډیره حده د دغه هیواد د داخلي ستونزو پیداوار ده. البته، په اوسني وخت کې چې پاکستان انتخابات په مخکې لري، دا امکان شته چې د افغانستان په برخه کې د پاکستان سیاست د دغه هیواد د داخلي اختلافونو تر اثر لاندې وي مګر که دا موقتې مرحلې په نظر کې ونلرو او د جنرال ضیا له وخته رانیولې تر اوسه پورې د پاکستان افغان پالیسي ته پام وکړو نو ویلای شو چې پاکستان د افغانستان په بې ثباتي کې ځینې نامشروع ګټې ویني او د هغو ګټو د ساتلو لپاره یې همیشه کوښښ کړی دی چې افغانستان بې ثباته او ناکرار وي.

 د ضیاالحق په وخت کې چې روسان سولې ته حاضر و، پاکستان په مجاهدینو کې د خپلو لاسپوڅو په ذریعه د سولې پروسه تخریبوله او هغه جنګ چې د ګورباچوف له قدرت ته راتلو سره باید ختم شوی وای، تر ډیرو پورې ادامه ومونده.

 په هغه وخت کې هم د افغانستان په بې ثباتي کې د پاکستان ډیرې ګټې نغښتې وې چې د دغو ګټو صرف یو مثال به ورکړم.

 نن سبا شمالي کوریا او ایران غواړي چې په اتومي قدرتونو بدل شي خو د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دي او دې مقصد ته د رسېدو لپاره ډیره لویه بیه پرې کوي خو پاکستان په افغانستان کې د جنګ د دوام په برکت بې له دې چې تر فشار لاندې راشي، د اتم بم د جوړولو ټکنالوژي تر لاسه کړه. څرنګه چې په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومت خلاف جګړه روانه وه او په دې جګړه کې د کامیابي لپاره امریکا له پاکستانه پرته بله لاره نه لرله  نو د پاکستان په اتومي فعالیتونو یې سترګې پټولې.

 کله چې ټرمپ څو میاشتې پخوا په پاکستان باندې نظامي مرستې بندې کړې نو معلومه شوه چې پاکستاني پوځ د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو له ترلاسه کولو محروم شوی دی. که چېرې له دغو مرستو سره د امریکا او لویدیځ بشري مرستې هم حساب کړو نو ویلای شو چې په مجموع کې له پاکستان سره د لویدیځوالو مرستې د پاکستان لپاره حیاتي اهمیت لري. له پاکستان سره د دغو مرستو تر ټولو لوی علت دا دی چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په وجه، پاکستان د لویدیځ لپاره ستراتیژیک اهمیت لرلای دی. نو، که په افغانستان کې جګړه ختمیږي، پاکستان ته مرستې بېخي کمیږي او پاکستان حاضر نه دی چې له مفتو مرستو لاس واخلي.

 البته، پاکستان د افغانستان په بې ثباتي کې یوه لا لویه ګټه هم په نظر کې لري. پاکستان غواړي چې افغانستان یې پنځمه صوبه وي او د طالبانو د حمایت تر ټولو لوی علت همدا شیطاني غوښتنه ګڼلای شو. پاکستان په دې فکر کې دی چې که طالبان جنګ تر نامعلومې مودې پورې اوږد کړي، دنیا وال به ځان مجبور وویني چې افغانستان پاکستان ته پرېږدي او پاکستان به په اوله کې د طالب غوندې یوه اداره پکې جوړه کړي چې دنیاوال به یې په رسمیت نه پیژني او د بشري ضد عملونو په وجه به منفوره اداره وي. کله چې د دې ادارې بشري ضد عملونه ادامه پیدا کړي او دنیا نوره هم په تنګه شي نو په دویمه مرحله کې به دغه تش په نوم اداره هم ړنګه او افغانستان به خدای مکړه د پاکستان برخه وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply