له پکتیا ـ خوسته / نوید احمد څرک

0 669

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ پکتیا ته تللی و او هلته یې بیلابیلې پروژې پرانیستې چې کارونه به یې ډیر ژر بشپړ شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، د دې تر څنګ یې ځینې پروژې لکه د برښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله چې د ګردیز تر څنګ یې ځینو نورو سیمو ته هم برښنا ورکوي.

پکتیا ته د ولسمشر سفر د پکتیاوالو لپاره زیات ګټور و او هغه ژمنې چې د کمپاینونو پر مهال په ۲۰۱۴م کال کې ولسمشر محمد اشرف غني کړې وې، هغه یې پوره کړې او لا ډیر کار کوي چې په خپله کاري موده کې کار وکړي او د خلکو قناعت ترلاسه کړي.

ولسمشر به له ټولو ولایتونو سره کړې ژمنې پوره کړی وای، خو دا چې په کورنیو سیاسي جنجالونو کې بند پاتې و، ځینې کارونه چې باید شوی وای، و نه شول او یا وځنډیدل، خو بیا هم ولسمشر شپه او ورځ په ځان یوه کړې او کار کوي چې څنګه کیدای شي، ولسونو ته وښيي چې دا حکومت د دوی دی او هر ډول خدامات یې چې په توان کې وي، خلکو ته به یې وړاندې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني څخه ځکه ځینې کارونه پاتې شول چې د ولسمشر لومړیتوب سوله او د جګړې ختمیدل دي چې د سیمې او نړۍ په کچه یې زیات اغیزمن کارونه کړي او نتیجه یې هم خلکو لیدلې، خو لا پایلې ته نه دي رسیدلي چې سوله راشي او جګړه بس شي.

د سیمې او نړۍ سره د سیاستونو او اقتصادي پروژو تر څنګ ولسمشر په کور دننه ځینې اصلاحات راوستل چې له هغې عمده یې برښنايي حکومتولي او له فساد سره مبارزه یادولی شو، خو ځینې خنډونه و چې د ولسمشر محمد اشرف غني پروړاندې پراته و او ازاد لاس کار ته یې پرينښود.

د اپریل په نهمه د دوشنبې په سهار وخته ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته ورسید چې هلته د هوایي ډګر پرانیسته وکړي او ځینې نورې پروژې لکه د برښنا سبسټیشن ګټې اخیستنې ته وسپاري او د خوست د خلکو نور لومړیتونه په پآم کې ونیسي.

ولسمشر محمد اشرف غني به د دې سفر په اوږدو کې له قومي مشرانو، ولسي خلکو او ځوانانو سره لیدنې ولري چې خوستیان څه غواړي او لومړیتوبونه یې څه دي چې حکومت یې ورته پوره کړي.

افغان حکومت هغه بودجه چې په واک کې یې لري کار کوي چې څنګه کیدای شي خلکو لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي چې له کلونو راهیسې یې غواړي، خو حکومتونو ورته نه دي پوره کړي.

افغان ولسمشر په پام کې لري چې راتلونکي کې نورو ولایتونو ته سفرونه وکړي، هلته  پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري او نورې هغه پروژې چې خلک ورته اړتیا لري پرانیسته یې وکړي، بودجه ورته ځانګړې کړي او د خلکو غوښتنې پوره کړي.

زه دا په باور سره وایم، که جګړه نه وای او همدا ولسمشر محمد اشرف غني مو رییس جمهور وای، نو په پنځه کلونو کې به یې دومره کارونه کړی وای چې نورو هېوادونو به په شل کلونو کې نه شوی کولای.

خو دا چې رییس جمهور غني له یو اړخ څخه په جګړه کې مصروف دی، له بلې خوا کورنۍ مافیا او سیاسي بانډونه داسې خنډونه رامنځ ته کوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني ډير وخت ورسره ضایع کیږي او د کارونو پروړاندې یې خنډونه راپورته کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني لومړیتوبونو ته په پام سره ګام اخلي، دلته کار کوي چې په کور دننه بهرني استخبارات داسې کار و نه کړي چې د کلونو لاس ته راوړنې یو ځل بیا د جګړې او ګډوډیو خوراک شي.

دلته د قومونو یووالی، سمتي او ژبني تعصبونه، مذهبي تاوتریخوالي او نورو جنجالونو ته افغان دښمنه هېوادونه کار کوي او ولسمشر له ډې ټولو سره په مبارزه بوخت دی چې هم هېواد له لوی خطرونو وژغوري او هم کار وکړي چې خلک په ځآن راټول کړي.

نو د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ پکار دی، نور په ولسمشر کې دا ظرفیت شته چې هم هېواد اداره کړي او هم د خلکو لومړیتوبونو ته رسیدګي وکړي چې ارمانونه یې پوره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply