طنز \محمود نظري

0 958

دا زما وطن نه دی

څوک چي دامریکا ضددی هغه سم تروریست دی
امریکا چي درجن درجن خلک وژني هیمونیست دی
ټول مسلمانان یې دیو بل غاړې ته سم دم دی اچولي
دا جنګ بازار امریکا ته د وسلې د بزنیست دی

دلته هرنوی جوړ سوی سړک زیروبم نه دی دا زما وطن نه دی
دلته قاتل او وطنپلور دبیت المال خازن نه دی دا زما وطن نه دی

یو اخیر موډ،بل دسل کاله مخکې موډ کالي اغوستي نه دی
دلته هر سړی د بل په درد او غم نه دی دا زما وطن نه دی

نارینه مخامخ ښځو ته نه ګوري تر شا یې پسې رډ رډ ښه نه ګوري
ست ستا یې ټول جار، یوه افغانی نرخ کم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته د دنیا وخت تیر او بې کیفته دارو او خواړه بلکل نسته
تر هرپل لاندې د پودریانو باغ ارم نه دی دا زما وطن نه دی

ښځې ماشوم په غیز کې غوټه پر سر ،میړه یې تر مخکه لاس خالي نه ځي
په دې ښه وطن کې سم دم دادب تورتم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته هر ناپوه سړی تر هر پوه سړي ګران نه دی په نرخ او عزت کي
دلته خپله دارګ ریاست خیانت ته اکسیجن نه دی دا زما وطن نه دی

دلته یوازې اساسي قانون په لویو غټو بدلمنو بزرګانو ښه چلیږي
رښتیا ویونکی ارګ له ولس سره په چم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته دنورو هیوادو پیسې تر وطن دپیسو ډیر ښه نه چلیږي
دلته پر بدو وکیلانو ددنیا د خلکو ریشخند نه دی دا زما وطن نه دی

دلته هر مولوی د خپلي ډول ډوله خیټي مفته فتوا ورکوي
د ملایانو یې ویاړ دخدای سره په چم نه دی دا زما وطن نه دی

خلک له لوږې نه مړه کیږي له دنیا د دومره زیاتوخیراتونو نه
دمرستې غلا ته جیب ډک د هر کارمن نه دی دا زما وطن نه دی

هر بزنس په ټاپ ګیر چلیږي خو یوازې قانون په تیله ځي
دلته د اساسي قانون ناقض رستم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته اوس لا د نولسمي پيړۍ ویده خلک ژوند نه کوي
دلته راغلی قرن لا یوویشتم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته کار سوی ټوله کورنۍ دبم لکه مور ، پلار او انا ده
دلته تر اوسه کار سوی بم اتوم نه دی دا زما وطن نه دی

وطن ویجارسو خلک مړه سول اوکیږي په بمونو او ځان وژنو
دلته د ارګ احترام پردو ته په چم اوخم نه دی دا زما وطن نه دی

دکابل دریاب لکه د بزرګانو جیب له مرداریو ښه ډک نه دی
دا وطن تر اوسه پوره بوین لجن نه دی دا زما وطن نه دی

موږ د پنځوسو هیوادو سم مرییان یو که خدای کول له خیره سره
هر ډول فساد غلا او خیانت دلته شرم نه دی دا زما وطن نه دی

تر اوسه لا څوک سته چې د وطن د ازادي نرخ او نوا پوښتي
دلته د وطن پلورل کار د هر ژاولن نه دی دا زما وطن نه دی

دلته برزګان لکه مچان پر مرداریو راټول سوی او بنګیږي
تر اوسه چولي د یو لاټ لوی شکم نه دی دا زما وطن نه دی

دلته بدلمن او غوړمېچن لوی لوی ټاکنیز مقامونه نه لري
دلته تر قیامته غلط دهغو الېکشن نه دی دا زما وطن نه دی

تر اوسه دلته دبل مرییان ډیر قدر، واک اوعزت لري
دهر یو خوار کوز دیو تڼ کم نه دی دا زما وطن نه دی

په دې وطن کې تراوسه برابر ټول کامونه سوي نه دي
تر اوسه لا دلته پښتون بني ادم نه دی دا زما وطن نه دی

خراب کارونه دلته عقلمن داپرېشن په نامه نه تر سره کوي
دلته لا تراوسه ناتو اسره من نه دی دا زما وطن نه دی

دلته وطن و پلوره بیت المال چور کړه خو دیو ګوند لکۍ ونیسه
دلته تر اوسه سیاست په بد چلن نه دی دا زما وطن نه دی

دلته دهر انجمن خوشحالی سته د پښتون د خوشحالی غم نسته
دلته په هر کار کې پښتون شکمن او ګرم نه دی د ا زما وطن نه دی

هر ډول دوا د پښتون پر سر او کورنۍ استعمالیږی لکه سپین موږک
ددنیا لابراتورته پښتون له موږک کم دښن نه دی دا زما وطن نه دی

دا منظور چې را پاسیدلی د ظلم پر ضد دخدای لپاره یې ملاتړ وکړئ
په دوو زرو کلدارو دمزاري خولۍ ضد پمن کم نه دی دا زما وطن نه دی

دا ټول خلک دلته د انسان نه د شنه ډالرو زامن سوي دي
ورته د بدلمنو پردو احترام کم له پنج تن نه دی دا زما وطن نه دی

ددې وطن مالکان هغه دي چې د پښتون په زوکلیدو من من کیږي
تر هغه چې افغان په دې ملک کې پتمن نه دی دا زما وطن نه دی

زموږ یو مشر د امریکا له بمبارد څخه مننه ونه کړه شا باس
تر اوسه د وطن دښمن پتلوڼ لا ژیړبخن نه دی دا زما وطن نه دی

وایي سوله کیږي د بن دیوال نړیږي پښتون سره یو کیږي
تر هغه چې دلته ورک د غلو تمدن نه دی دا زما وطن نه دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply