محلي زورواکان دې مهار شي/ اېمل پیاوړی

0 608

محلي زورواکان یوازې د خلکو د ځورولو، د غصب، غلا، بې قانونیو، ظلم او زیاتي لامل نه کېږي. بلکې د دوی غیر قانوني کړنې، تنظیمي او قومي مسایل د ناامنۍ ترڅنګ د خلکو د نهیلۍ، د قانون پر وړاندې د بې بندوبارۍ او پر حکومت د لا بې باورۍ لامل کېږي.

د حکومت او قانون بنسټي کېدل په ټولنه کې پراخو هلو ځلو او اقداماتو ته اړتیا لري او د دغو اقداماتو په لړ کې تر ټولو لومړی د محلي زورواکانو چاره پکار ده، ځکه دوی د خپلو کړنو په ترسره کولو سره هم قانون او هم حکومت دواړه تر سوال لاندې راولي او څومره چې دوی ته وخت ورکول کېږي او د دوی پر وړاندې نرمښت ښودل کېږي، نو همغومره پر حکومت د خلکو باور کمېږي او ناامني او بې ثباتي هم ورسره زیاتېږي.

نو د حکومت د پیاوړتیا او د حیثیت د خوندي کولو، د قانون د حاکمیت او پر هغه د خلکو د باورمندۍ، د امنیت او ثبات د تامین او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن د لیرې کولو او د اعتماد فضا د زیاتېدو په موخه دې ژر تر ژره محلي زورواکان چې تر پخواني زوره لوېدلي او کمزوري شوي دي مهار کړای شي.

محلي زورواکان او غیر مسوول وسلوال د منظم پروګرام او پلان له لارې هم د حکومت او قانون تابع کېدلی شي او هم د دوی له ظرفیت څخه د حکومت د ملاتړ، د هېواد د دفاع او د خلکو د امنیت لپاره ګټه اخیستل کېدلی شي.

د بېلګې په توګه حکومت په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ارګانونه د منظمې برنامې له مخې د قانون په دایره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې تنظیمولی او د دوی له قوت څخه قانونمند کار اخیستلی شي، خو په دې شرط چې د دوی همېشنۍ او ټینګه څارنه وشي، تر څو د حکومت له منځ څخه د حکومت، نظام او خلکو په ضد کار او فعالیت ونه کړي.

محلي زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو ډلو ته له منظم پلان او برنامې پرته د دوی پر ضد نظامي اقدام کول دا خلک بیا یو بل حنګ ته بیایي، نو پکار دی چې دوی د پروګرام له مخې د خلکو او قومونو په ګډه همکاري سمې لارې ته راولي او یو تعداد ډېر کم قوماندانان چې د هغو اصلاح ناممکنه ده د هغو پر ضد قانوني اقدام لازمي دی، ځکه که حکومت دې برخه ته جدي توجه ونه کړي، نو هم به ولس له دوی څخه تر پوزې ورسېږي او هم د افغانستان دښمنان کولی شي چې هغوی د خپلو شومو او ناوړه موخو لپاره د حکومت او هېوادوالو پر ضد وکاروي.

د محلي زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو پر ضد د اقداماتو بله ګته داده چې پر حکومت بې باوره شوي او هغه کسان چې د دوی له لاسه د جنګ لیکو ته تللي، نو هغوی امیدواره کېږي او د قومونو له لارې د سولې له پروسې سره یو ځای او د محلي ثبات برنامه ورسره تطبیقېږي. عدلي ا وقضایي ارګانونه او نورې مسوولې ادارې دې په دې برخه کې خپله همکاري او همغږي زیاته کړه.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply