نو تاسو یې کوم یاست؟ / افغان ګل

0 688

په پېښورو کې څو کاله مخکې دا خبره چې ګوندې د کور ګټه د لاهور ګټه ده، ډېره مشهوره وه. د دې خبرې معنا دا وه، که څوک کومه روپۍ په کور پیدا کوي که ډېره کمه هم وي، خو د لاهور د ډبلې مزدورۍ معادله ده.

په دې وروستیو کې دلته تش په نامه په یوشمېر سیاستوالو او کارپوهانو کې د دا ډول ګټې لېوالتیا زیاته شوې ده. که څه هم تراوسه په نړۍ کې د کوم غلام لپاره د سیاستوال او کارپوه کلمه نه ده کارول شوې، خو د مجبوریت له مخې لکه څنګه چې وايي افغانستان یوه استثنايي ټولنه ده، نو هر څه دلته منل کېدای شي.

په خواشینۍ سره یوشمېر رسنۍ او خلک د عادت له مخې ځینې کسان د خپلو خبري ګزارشونو د تړلو لپاره د کارپوه او سیاستوال په نوم ګړوي، خو دوی به غلامان وي، په داسې حال کې چې سیاستوال او کارپوه هېڅکله غلام کېدای نه شي.

څه موده مخکې د افغانستان د تېرې نیابتي جګړې یو مخکښ غلام، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو څو روپیو په موخه پاکستان ته په خوله وینجولو سره د خپلو ملي ګټو پرضد څرګندونې وکړې. کله چې هېواد ته راغی او د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو، نو ويې ویل چې دغه کار نور هم کوي او په دې کار کې دی یوازې نه دی. دغه خبره هغه وخت یو څه حیراونکې ښکارېده، خو ډېر وخت لا اوښتی نه و چې له ده غوندې یو بل د ولس او ملي ګټو بربادونکي پاکستان ته خوله په غلامۍ جینګه کړه او ويې ویل چې د ډیورند کرښه یوه منل شوې کرښه ده او دی یې خو ورته بېخي د خلیفه له کیسې وربښي.

داسې ښکاري چې ګوندې د هغه بړوسي خبره دې تر دې هم غټه شي، دا کسان شاید په لسګونو او سلګونو نه وي، بلکې په زرګونو وي.

زموږ د خلکو غټه ستونزه دا ده چې له سیاستونو سره بلد نه یو، له مفاهیمو مو درک کم دی او د دوی ترمنځ توپیر ته کمه پاملرنه کوو. د بېلګې په توګه، اوس زموږ ټول سیاستوال په دې لګیا دي، چې ګوندې د افغانستان جګړه له تېر راهیسې یوه نیابتي جګړه ده او دا جګړه اصلاً د پردیو ده او افغانان یې یوازې تش کرایه کښان دي. دغه خبره حتا جهادي قوماندانان او ليډران هم کوي. د نیابت ګوته هم تر ډېره د امریکې او پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيې دريځونو او جګړې ته نیول کېږي، اوس که چېرې خبره دلته د نیابت او د دوو لویو قدرتونو لپاره د جګړې کولو وي، نو په غوښتې او ناغوښتې توګه د پخوانیو جهادي تنظیمونو جهاد او د اوسنۍ جګړې قداست ورسره تر پوښتنې لاندې راځي. دا په دې معنا چې په دې جګړه کې څوک جنګېدلي د امریکې او شوروي لپاره جنګېدلي او که اوس هم څوک جنګېږي نو د همدوی لپاره جنګېږي او له جهاد سره یې کار ځکه نشته چې جهاد د الله ج په لار کې جنګېدل دي.

په هر صورت، هر څوک چې جنګېدلي خپل سپیناوی به کوي، خو هغه څه چې دلته د ویلو دي، هغه دا دي چې دغو جګړو او جنګونو د هېواد او ولس لپاره غټ سرخوږی جوړ کړی دی. هغه داسې چې ان د ډېرو مبتذلو او فاسدو غلامانو لپاره يې هم د ملي ارزښتونو او ګټو پر سر د سوداګرۍ، پلور او پېر زمینه برابره کړې ده. دا معلومه نه ده چې دغه غلامان د څه له مخې بادارانو ته یې دومره مهم دي، چې د دوی تشې هوايي خبرې لکه هوايي مرغان په یو څو ټنګو پېري او دغه غلامان د څه له مخې دومره ماهر دي چې کولای شي هوايي مرغان پخپلو بادارنو وپلوري.

په ظاهره د دوی باداران دومره ساده نه ښکاري، ځکه هغه ګټه چې د دوی له خبرو دا مهال هغوی ته رسېدای شي دا ده چې دا مهال په پاکستان کې د پښتنو لاریونونه روان دي او هغوی له پنجابیانو خپل حقونه غواړي او غواړي چې پر پښتنو ظلمونه کم او د دوی له وژنو لاس واخیستل شي. که څه هم تر ډېره دغه کار د یو هېواد په نیابت پر پنجاب د فشار لپاره روان دی، خو داسې ښکاري چې بنجاب له دې کاره سخت لړزېدلی او خپلو غلامانو ته یې ویلي چې پخپلو څرګندونو کې داسې وښيي چې افغان ولس د ديورند کرښې پورې غاړې پښتنو له ازادۍ سره چندانې علاقمند نه دی او ملاتړ یې نه کوي.

سره له دې چې د دیورند پر مسالې داسې خبرې چندانې اغېز نه لري، ځکه له یوې خوا د دیورند مساله یوه حکومتي مساله نه بلکې یوه ولسي مساله ده، حکومتی حل لار نه لري او برخلکیک به یې ولسونه ټاکي او له بل پلوه د منځنۍ اسیا سیمه اوس د اریانا کېدو د سیاست په لور روانه ده او د امریکا او روسیې د فشارونو او اختناق په صورت کې دغه سیمه پرته له دې بله لار نه لري، چې سره منسجمه او یو موټی شي او پخپله د یو قدرت په توګه څرګنده شي. کله چې دغه هدف ته دغه سیمه نږدې کېږي، نو په دې صورت کې د اقتصاد، تولید، بازار او وېش مساله لومړیتوب پیدا کوي او پولې خپل ارزښتونه بایلي.

د پاکستان په ګټه د دیورند له کرښې سره مخالفت پخوا د پدرام او جاوید کوهستاني غوندې کسانو لپاره يې یوه ښه غوړه مړۍ جوړه کړې وه، هغوی پرې ډېره موده غوړې پراټې ووهلې، د خلکو او ولسونو ترمنځ یې نفاق ته پرې لمن ووهله، خو اوس افغان ولس لپاره دا خبره بیخي حل ده. ځکه دوی به تل ویل چې له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ اصلي عامل د ديورند کرښه ده، خو پاکستان په دې اړه نه کله فکر کاوه، نه یې اندېښنه درلوده، بلکې له فرصت نه په ګټه له امریکې او نورو یې پیسې جېب ته کولې او د نړیوالو او سیمه ییزو سیاستونو او ستراتیژیو په لړ کې یې ځان پرې ساته. ځکه پاکستان پوهېده چې د دیورند مساله یې په واک کې نه ده او دا په هغو خلکو پورې اړه لري چې د کرښې دواړه خواوو ته اوسېږي.

رښتیا یې ویلي چې ډارن غلامان د خپل ډار قرباني او بابیزه ګرځي. دغه کسان باید اوس وپوهېږي چې افغان ولس نور ان د غلامانو ترمنځ هم کرښه اېستلې، په دې معنا، هغه څوک چې د ولس د غلامولو لپاره د نورو غلامي کوي، ډېر بد غلامان یې یادوي او هغه څوک چې بیا د ولس د ازادۍ لپاره د نورو غلامي کوي نو ښه غلامان یې یادوي، نو تاسو یې کوم یاست؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply