په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو انتقالوونکې لارۍ د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ترکیې د ایرزوروم په ولایت کې یوه لارۍ موټر چې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال پکې سپارول او غوښتل چې د ترکیې لویو ښارونو ته يي انتقال کړي د امنیتي ځواکونو نه د تیښتې پر مهال چپه شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې لارۍ کې تر ۹۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال سپاره ول. د کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي خو ګمان کیږي چې ډیری افغانان دي.
په پيښه کې ۶۵ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړ شوی دی.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ د ترکیې د اغره په ولایت کې د ناقانونه کډوالو بس موټر د برښنا د ستنې سره د جنګیدو له امله ۱۷ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګن شمیر نور ټپیان شوي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320