پاکستان دې د جګړې هڅه نه کوي/ محمد بشیر یوسفزوی

0 682

که یتیم په ژړا پوخ وي، نو افغان هم په ژړا او هم په جګړه کې پوخ دی، خو جنګ د افغانانو انتخاب نه دی، بلکې د دوی په مجبوریت بدل شوی دی، ځکه د افغان تاریخ چې ولولې نو ټول جنګونه د نړۍ زبرځواکونو پر دوی تحمیل کړي او دوی په لوی لاس جګړې ته مجبور کړای شوي دي، خو په دغو ټولو جګړو کې بری افغانانو ګټلی، ځکه چې په تش لاس خو لوړ همت او د ازادۍ او وطنپالنې روحیې له مخې یې نړیوال زبرځواکونه ځپلي دي.

نو پاکستان چې له دغه ویاړلي ولس سره پوله پر پوله پروت دی، باید د افغانانو له تاریخ او کارناموڅخه  تر نورو زیات عبرت واخلي او دا درک کړي چې د نړۍ هیڅ زبرځواک چې د دغه ویاړلي هېواد سره په جګړه کې نه دی بریالی شوی، نو دوی به څنګه وتوانېږي چې دغه مېړنی ولس به مات کړي او د دوی پر ضد جګړې ته زړه ښه کوي.

موږ د نړۍ له سوله خوښو ولسونو څخه یو یوو، موږ د خپلو ګاونډیو په ګډون ان له سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې او مناسبات غواړو، موږ حتی له روسیې سره چې د دوی د یرغل او جنګ له امله زموږ درې میلیونه هېوادوال قربانیان شول هم دوستانه اړیکې غواړو. هغه څوک یوو چې په دوستۍ کې خپل ځان له نورو  قربانو، خو د هیڅ زور او ستم پر وړاندې د تسلیمۍ سر نه ښکته کوو، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د هر ستم، یرغل او ظلم پر وړاندې جنګېږو، ځکه موږ پر سوله، عدالت او خپلواکۍ مین ولس یوو، نو پاکستان دې زموږ همت او زغم نه ازمایي.

پاکستان دې د جګړې او دښمنۍ پرځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، دا سمه ده چې پاکستان به د خپلو اعمالو سزا ګالي، پاکستان به د خپلو جنایتونو او وحشتونو له امله تر کورني او نړیوال فشار لاندې وي او د دغه فشار د دفعه کولو لپاره قانع کوونکې او معقوله لاره نه لري، خو دا یې هم مناسبه لاره نه ده چې دوی دې په افغان خاوره بریدونه وکړي، پر افغان خاوره دې اغزن سیم را تاو کړي او یا دې هم زموږ په پاکه خاوره اغزن سیمونه را تاو کړي. پاکستان که دا کارونه د یوې لنډمهاله سناریو په توګه هم ترسره کوي، خو د دوی لپاره به ښې پایلې ونه لري.

پاکستان دې د جګړې هڅه ځکه نه کوي چې موږ په جګړه کې پاخه یوو، له څلوېښتو کالو راهیسې زموږ پر ولس او خاوره بې رحمه جنګ روان دی، په دغه جګړه کې د پاکستان پټ او بدمرغه لاس نه شي ردېدلی، خو که پاکستان دغه جګړه ډګري او میداني کوي او مخامخ زموږ پر خاوره او امنیتي پوستو وسله وال بریدونه کوي، نو دغه ناوړه حرکتونه او دښمني به دوی ته په لوړه بیه تمامه شي.

پاکستان دې په خپلو اعمالو او د بدبینۍ او دښمنۍ پر دریځ له سره غور وکړي. دوی که دا فکر کوي چې د دغه وړ وحشتونو، بریدونو، توغندیو، اغزنو سیمونو، ترهګریزو فعالیتونو، چاودنو او ظلمونو په ترسره کولو سره افغان ویاړلی ولس ځانته تابع کولی شي، نو دا د دوی لویه اشتباه او تېروتنه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply