په افغانستان د افغان ترک ښوونځیو ډنډورې تر شا پټې موخې

0 766

ودان روښان
په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۶ نیټې له ناکامې کودتا وروسته چې پړه پر امریکا میشتې ترک دیني عالم او پانګوال فتح الله ګولن ورواچول شوه، ترکي چارواکو د خپل هېواد دننه او ان بهر کې د تورن زرګونه پلویان له دولتي دندو، ټولنیزو، اقتصادي، مدني او فرهنګي فعالیتونو ګوښه، ځینې یې بندیان او ځینې نور یې پر کورونو کېنول. څرنګه چې د فتح الله ګولن د فعالیتونو تر ډېره پر پوهنې او فرهنګي برخو ورټول وه او د ترکیې دننه او له هغه هېواده بهر یې زرګونه ښوونځي(له هغې ډلې په افغانستان کې د افغان ترک په نوم ښوونځي)، پوهنتونونه او فرهنګي مرکزونه اداره کول نو ځکه خو د ترکیې ولسمشر رحب طیب اردوغان په مشري د ترکیې دولت ټول پام هم همدې برخې ته اووښتی و. ترکي چارواکو په یادې کودتا کې د لاس لرلو په تور له پنځوس زرو زیات پوځیان، ښوونکي، قاضیان او نور دولتي کارکونکي بندیان او له دې زیات له دندو پسې اخیستي. له همدغه ځایه ښکاري چې ترکي چارواکي د ګولن پلویانو په اړه څومره جدي دي. ولسمشر اردوغان د هېواد دننه د ګولن پلویانو له چاڼ وروسته په بهر کې هم د هغه د فعالیتونو مخه ډب کړه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور فرهنګي مرکزونه یې ور وتړل. د ترکي چارواکو دې هڅو څپې تر افغانستان پورې هم راورسېدې او ترکي واکمنو له افغان چارواکو د افغان ترک ښوونځیو برخلیک ټاکلو غوښتنه په داسې بڼه وکړه چې اداره به یې د ګولن پلویانو پر ځای د ترکیې حکومت ته سپارل کېږي. د جنګ ځپلي افغانستان وضعیت ته په کتو د ځینو نورو په پرتله د افغان ترک ښوونځیو د زده کړو کیفت څه ناڅه ښه و نو ځکه خو ډېرو خلکو په تېره هغوی چې له اقتصادي پلوه په ښه دریځ کې وو، هڅه کوله چې خپل اولادونه دې ښوونځیو ته ولېږي چې دا د خلکو روا حق او مثبته کړنه ده. کله چې ددې ښوونځیو اداري لېږد مسله راپورته شوه ځینو خلکو سره دا انېښنه پیدا شوه چې ښایي دا ښوونځي وتړل شي خو افغان او ترکي چارواکو په وار وار ډاډ ورکړ چې د ښوونځیو تړل کېدو موضوع مطرح نه بلکې د ښوونځیو ادارې لېږد مسله ترلاس لاندې ده. په دې منځ کې یو تېروتنه دا هم وشوه چې د ښوونځي شکمنو ښوونکو د نیولو په موخه امنیتي ځواکونه په ناڅاپي توګه ښوونځي ته ننوتل چې له تردید پرته دا سم کار نه و او نه باید شوی وای، د زده کونکو کورنیو هم حق درلود چې په دې اړه یې د اعتراض غږ پورته کړی وای، خو له دې پېښې وروسته ځینو کسانو ته خدای ورکړه. دغو کسانو په همدې پلمه د خپلو له پخوانیوعقدو ډکو زړونو تشولو له پاره ښه وسله پیدا کړه. دوی د افغان ترک ښوونځیو ادارې لېږد مسله دومره وپړسوله چې ان د منځني ختیځ له اوږدمهاله کشالې یې هم پسې لویه کړه. له دې پېښې سره سم د افغان ترک ښوونځیو زده کونکو د کورنیو کمیټه جوړه او له همغې ورځې راهیسې دا ډله لږتر لږه په اوونۍ کې یو ان کله دوه ځله رسنۍ بوختوي او خپل زړونه تشوي. په دې کمیټه کې ځینې داسې څېرې راټولې شوې چې تعصبي او سکتاریستي دریځ یې لا له وړاندې خلکو ته مالوم دی او په هرپلمه چې وي په هېواد کې شر جوړوي، اوس چې داسې پلمه په لاس ورغلې په هیڅ قیمت دا موقع له لاسه نه ورکوي. دا ښه خبره ده چې خلک د خپلو بچو د زده کړو غم باید وخوري خو هغه ډول چې ویل شوي د ترکیې حکومت ته له ګولن ډلې د افغان ترک لیسو ادارې سپارل د ښوونځیو د لوست پرکیفیت نه دا چې منفي بلکې مثبت اغیز هم کوي. ترکانو دا هم ویلي چې په دې ښوونځیو کې به له دې وروسته د امنیتي ځواکونو اړوند شهیدانو اولادونو ته وړیا زده کړې ورکول کېږي چې دا په خپله لویه مسله ده. له بله پلوه ترکیه په سیمه ییزه او ان نړیواله کچه اوس یو ځواکمن هېواد دی چې افغانستان له هغه سره د پرتلې خو نه دی چې نه دی بلکې په اوسنیو شرایطو کې ډېر زیانمنونکی په خپله له ترکیې دی چې کولی شي افغانستان له ستونزو سره مخ کړي. په دې مانا چې ترکان داسې د فشار وسیلې لري چې افغانستان له کړکیچ سره مخ کولی شي په دې مانا چې ترکیه د افغانستان له تاریخي غلیم یانې پاکستان سره نږدې اړیکې لري او له لارې یې افغانستان ته سرخوږی جوړولی شي. بله دا چې ترکان په افغانستان کې هم د طالبانو په ګډون ځینو نورو ډلو سره هم نږدې اړیکې لري چې په لمسولو او پر شا ټپولو یې لږ تر لږه افغانستان کې سیاسي چاپیریال کړکېچنولی شي. له طالبانو سره د ترکیې اړیکې کومه پټه خبره نه ده او هغه دا چې کله هم پر ترکي سرتېرو طالبانو برید نه دی کړی او بله دا چې کابل ته په رسمي سفر کې د ترکیې ولسمشر د خبري غونډې پرمهال ونه منله چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او یا د ترهګرو ملاتړی هېواد دی بلکې اردوغان په ښکاره وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې قرباني ورکړې چې دا د پاکستان په ډانګ پېیلې توګه ملاتړ دی. خو اوس پوښتنه داده چې دغه خلک چې ځانونه د افغان ترک ښوونځي د زده کونکو کورنیو کمیټه بولي دا مسله درکوي چې افغان دولت ته په اوسنیو شرایطو د ترکیې مخالفت په کومه بیه تمامېدی شي؟ دوی دا یوه مسله ټینګه نیولې چې این کوې پین کوې دا پټی به شین کوې او وایي چې د افغان ترک شوونځیو اداره دې د ترکیې دولت ته نه سپارل کېږي دا هماغه د جنبش روشنایي به دلې غوښتنې ته ورته ده چې د وارداتي برېښنا مزی دې د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې کابل ته راشي له دوی دا پوښتنه وشوه چې تاسې برېښنا غواړﺉ که د برېښنا پایې که برېښنا غواړﺉ خو درکول کېږي او پایې غواړﺉ نو دا بیا بله مسله ده. په دغه ځای کې هم همدا مسله مطرح کېږي چې که دوی د خپلو بچو زده کړې غواړي خو د ترکیې حکومت په ډاګه وایي چې د زده کړو کیفیت به له پخوا هم ښه شي خو په چا یې منې؟! له دې ځایه داسې اخیسته کېږي چې تر کاسې لاندې نیمه کاسه حتمي شته . لومړی خو لرې نه ده چې موږ افغانان یو ځل بیا د یو بل پردي په دفاع کې قرباني شو هغه دا چې دا ځل د بن لادن پر ځای د ګولن وار دی. د بن لادن په احمقانه دفاع کې خو ملاعمر افغانان د بي ۵۲ تر بمونو او کروز توغندیو لاندې راووستل. دا ځل د افغان ترک ښوونځیو زده کونکو د کورنیو کمیټه غواړي افغانان له ترکانو سره واچوي. شک نه شته چې ګولن ددې کمیټې که ټول نه وي ځینې غړي په ښو ډېرو پیسو ګومارلې وي چې په هره بڼه وي ځانونه ټینګ، لانجه جوړه او دا مسله دومره غټه کړﺉ د افغان دولت او ترکیې تر منځ ټکر رامنځ ته شي او یا لرې نه ده چې ای اس ای دغه خلک ګومارلي وي دا ځکه هغه ډول چې اوس پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ په سبب تر نړیوالو فشارونو لاندې راغلي او ګوښی شوی له تردید پرته پاکستان هڅه کوي چې افغانستان هم ګوښی کړي او له دې لارې د افغانستان او ترکیې ترمنځ ښو اړیکو اوسنی وضعیت کړکېچن کړي. دغه کسان دومره بې مسوولیته خبرې کوي چې ځینې یې وایي موږ له دې مسلې د حضرت عثمان(رض) په وینو لړلی کمیس جوړوو، یا دې ته ورته نور ګواښونه. که وکتل شي ځینې دغه کسان له اقتصادي پلوه هم په خورا ښه دریځ کې دي د بېلګې په توګه ددغه خوځښت سرلاری فضل احمد معنوي چې یوازې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې به دوبۍ او شهزاده سرای کې ددې جرګې څوکیو پلورلو له لارې میلیونونه ډالره وهلي کولی شي خپلو اولادونو ته د افغان ترک ښوونځیو په پرتله لاډېرې ښې اسانتیاوې د نړۍ به هرګوټ کې برابرې کړي نو که کومه بله مسله نه وي ولې غواړي د افغان ترک ښوونځیو اداري لېږد له مسلې د حضرت عثمان(رض) په وینو لړلی کمیس جوړ کړي؟! دا خپله د پوشتنې وړ مسله نه ده؟! میلیونونه افغان ماشومان چې له زده کړو پاتې دي هغه ددغه وطن بچیان نه دي هغوی د زده کړو حق نه لري؟ دغه کسان چې وتلې څېرې هم په کې دي د وطن نورو بچیانو په اړه هم د مسوولیت احساس کړی کوم وخت یې د هغو په اړه هم غږ پورته کړی؟ تراوسه خو نه دي لیدل شوي خو د دوی بچیان باید حتمي د ګولن په ښوونځیو کې زده کړې وکړي؟ سره له دې چې له زده کړو هم نه دي پاتې یوازې اداري بدلون راغلی خو دوی اسمان راښکته او سور قیامت یې جوړ کړی دی. د افغانستان استخباراتي بنسټونه باید د دغو کسانو کړنې تر کلکې څارنې لاندې ونیسي او د دوی اړیکې و پلټي چې ریښې یې چېرته رسېږي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply