پاکستان د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې له ناړامي څو موخې لري

0 789

ودان روښان
د ورکړل شويو رپوټونو له مخې پاکستاني پوځیانو له څو کلونو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له یادې کرښې دې غاړه په پر له پسې توګه ډزې کړي، پوستې یې راوړاندې کړي، پر کرښه یې د لسګونو کلونو دود خلاف اغزن تار اچولی او د نړیوالو قوانینو خلاف یې په صفري نقطو کې ودانۍ جوړې کړې کړي.
د پاکستاني پوځیانو په ډزو او توغندویي بریدونو کې له ډېورنډ کرښې دې غاړې اوسېدونکو ته د سراو مال درانه زیانونه اووښتي او سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
په ښکاره خو د پاکستاني پوځيانو پلمه داده چې وایي له دې غاړې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د دوی پر پوستو بریدونه کوي خو په دې اړه یې تراوسه هیڅ راز، ثبوت نه دی وړاندې کړی نو ځکه خو دا هسې یوه پلمه ده او تر شا یې ډېرې موخې پرتې دي.
لومړی خو پاکستان غواړي په دې توګه وښیي چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی نه بلکې ځان د ترهګرۍ قرباني په داسې بڼه وښیي چې د ترهګرو ځالې له ډېورنډ کرښې دېخوا دي نه د پاکستان تر اشغال لاندې سیمو کې، نو ځکه خو په پرله پسې توګه له ډېرورنډ کرښې دېخوا سیمې په نښه کوي.

په کونړ کې یوه بله مسله د اوبو هم ده او هغه دا چې پاکستاني چارواکي وېرېږي چې که افغان چارواکي د کونړ پرسیند د اوبو او برېښنا بندونه جوړ کړي نو پاکستان به له وړیا اوبو بې برخې شي نو ځکه خو غواړي د ډېورنډ کرښه د کونړ سیند غاړو ته راورسوي او په دې توګه په راتلونکي کې پر کونړ سیند د بندونو جوړولو مخه ونیسي. دا داسې مهال ده چې د اوبو ستونزه اوس په نړیواله کچه راپورته شوې او پاکستان ته تر ډېره له افغانستان او هندوستانه وړیا اوبه ور روانې دي. هندوستان خو په دې وروستیو کلونو کې ځینې داسې پروژې پلې کړي چې تر یو بریده یې پاکستان ته د ورتلونکو اوبو مخه نیولې او نورې پروژې یې هم ترلاس لاندې نیولې چې پاکستان ته ورتلونکې ټولې اوبه وتړي. پاکستان دغه حالت ډېر وارخطا کړی او که افغانستان هم خپلې اوبه راوګرځوي نو پاکستان به له سختو ستونزو سره مخ کړي نو ځکه خو غواړي په ټوله کې د افغانستان امنیتي حالت څپ څپاند کړي چې د خپلو پرمختیایي پروژو پلي کولو ته وزګار نه شي او په ځانګړې توګه د کونړ سیند له اوبو د افغانانو ګټنې مخه ونیسي.

له ډېورنډ کرښې پر دې غاړه د پاکستاني پوځيانو توپچي او توغندویي بریدونو بله موخه دا هم ده چې غواړي کرښې ته له نږدې غرنیو سیمو کلي له خلکو تش او طالبان یا نورې د خپلې خوښې اجیرې وسله والې ډلې په کې ځای پرځای کړي چې په دې سره د نړیوالو په تېره د متحده ایاتو هغه فشارونه کم کړي چې وایي د ترهګرو ځالې له ډېورنډ کرښې هاخوا د پاکستان تر ښکېلاک لاندې سیمو کې دي او له بلې خو د خپلو اجیرو ډلو اکمالات هم په اسانه وکړی شي.

په داسې حال کې چې افغان وسله وال پوځ تر دې مهاله د لرې واټن ویشتونکې درنې وسله نه لري نو ځکه خو د پاکستاني پوځیانو درنو وسلو ګوزارونو ته هغه ډول چې ښایي ځواب نه شي ویلی نو ځکه خو د پاکستاني پوځیانو موخه د افغانانو او افغان دولت پر ضد رواني جګړه هم ده دا ځکه چې کله پاکستاني ځواکونه د افغانانو کورونه او کلي په نښه کوي له تردید پرته خلک غواړي چې دولت یې دفاع وکړي خو هغه ډول چې افغان ځواکونه د لرې واټن وسلې نه لري نو ځکه خو خلک له دولته ناهیلي کېږي چې ددوی دفاع نه شي کولی.(۱)

پاکستانیان خپلو کړنو ته په کتو داسې ګڼي چې یو وخت به افغانان د خپلو وینو غچ له دوی اخلي نو ځکه خو غواړي د افغانانو له اوسني اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت په ګټنې سره غرنې حاکمې نقطې ونیسي او خپل تاسیسات په کې جوړ کړي چې په راتلونکي کې د افغانانو احتمالي پوځي بریدونو په دفع کولو کې ترې ګټه واخلي پر همدغه دلیل هم خپلې تاڼې او چاوڼۍ راوړاندې کوي.

د دغو بریدونو بله موخه داده چې پاکستاني پوځي چارواکي غواړي د ډېورنډ کرښې دواړه غاړې له خلکو تشې کړي دا ځکه چې داسې ګڼي چې د استوګنې سیمو په پرتله له انسانانو تشو سیمو څارنه او ساتنه ورته اسانه ده او بله دا چې دوی هڅه کوي په هره بیه چې وي د کرښې دواړو غاړو ولسونه سره بېل او لرې کړي. دوی باوري دي چې که د کرښې دواړو غاړو ولسونه یو بل سره نږدې او پراخه راکړه ورکړه ولري په همغه کچه یې یو بل سره خواخوږي زیاته او ورورګلوي پیاوړې کېږي، یو بل ته نږدې کېږي او د یووالي احساس په کې غشتلی کېږي او دا ټیک هماغه څه دي چې پنجابی استعمار ترې وېرېږي. اوس چې د لر او بر یو افغان کړیکه دومره لوړې انګازې کړي چې نړۍ یې خبره کړې نو ځکه خو د پنجابستان پوځ نور هم وارخطا شوی دی، نو ځکه خو غواړي په خپل ټول توان د لر او بر افغان نږدې کېدو مخه ونیسي. یو لوړ پوړي افغان چارواکي ویلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په یو رسمي سفر کې اسلام اباد ته تللی و هلته د پاکستان پوځي مشر په رسمي خبرو کې وویل چې باید له ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه د کابل پرځای اسلام اباد ته غوږ ونیسي. په دې مانا چې له همدې وېرې له ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه له دې خوا پښتنو سره د وینې شراکت له امله نږدې او د اسلام اباد پر ځای کابل غوره کړي، هڅه کوي چې دغه ولسونه سره لرې کړي، خو څرنګه چې اوبه په دانګ نه بېلېږي که چېرې دغه ولسونه د یو کېدو هوډ ولري چې همدا اوس یې نښې نښانې له ورایه ښکاري، توپونه او توغندي څه چې ان د پاکستان اټومي وسلې چې پاکستاني پوځیان یې د خپلو ګټو او هېواد د بقا ضامن بولي هم مخه ونه شي نیولی. تاریخ ښودلې چې اټومي وسلو د المان یو والي او پخواني شوروي اتحاد ړنګېدو مخه ونه شوه نیولی نو ځکه خو د پاکستان ډي سي اټومي وسلې خدای خبر چې شته او که نه؟! کله هم د ډېورنډ کرښې ولسونو یووالي مخه ونه شي نیولی.

خو له دې ټولو سره سره د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې زړه ورو مېړنیو داسې لوست پنجابستاني پوځیانو ته ورکړ چې کله به یې هم هېر نه کړي. له بله پلوه د ځاځي میدان پېښې افغانانو او افغان وسله وال پوځ ته داسې لوړ مورال او روحیه ورکړه چې له دې وروسته د پنجابستان پوځ ټولو خوځښتونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شي او نور هغه وخت تېر شوی چې دوی به ډزې کولې او موږ به د ناهیلې اوښکې تویولې.

(۱)پوښتنه داده چې ولې لاهم افغان وسله وال پوځ د لرې واټن ویشتونکې درنې وسلې نه لري؟ دا مسله هم د پاکستانیانو شیطاني رول پورې تړلې ده چې د طالبانو له ماتې وروسته یې په ډېره ځیرکي نړواله ټولنه قانع کړې وه چې افغانستان ته پرمختللې درنې وسلې او الوتکې ورنه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply