جنجال څوک جوړوي-طنز /محمود نظری

0 952

د موټرو د تورو ښیښو له بلا څخه ایالت خلاصول
په دې نه کیږي په عسکرو دهر زورور خجالت پاکول
یو امر غواړي چې هر څوک خپله توره ښیښه خپله لیري کړي
که د چاتوره وه په کونداغ یې امر دی د شرارت ماتول
په عسکرو د ښیښو پاکول یو ډنګر امر دی د یو ډنګر حکومت
په دې بیکاره کار دی یوازې یوازې دا هوښیار ملت غولول
په لسو کالو تورې ښیښې پاکي نه سوي له دې تور وطنه
دناشولتو له دولت سره په هر ملي کار کې دی سم رذالت کول

د ملي شورا یوازینی کار دولت ته جوړول لوړ جنجالونه دي
هر یو د رای په ورکولو کې ټول کړي ډیر ډیر شنه ډالرونه دي
د وطن په غم کې یو نه دی هر یو خپله اوجری سمه ارتوي
دهر چا دخپل د نس د غټیدو لپاره کړي خوراښه چمونه دي

چې سورغل یې مقرر کړ ما ویل ولا چې خپله هم سور غل دی
چي غلو ته یې څه ونه ویل ماویل ولا چې خپله هم ورسره مل دی
څرنګه کیدای سي چې واکمن غل نه وي کارمندان یې غله وي
داچې غل نه محاکمه کیږی ما ویل ولا داخپله د غلاد رواج چل دی
ګیدر چې زوړ سي دکولنګي چرګانو د نیولو اتومات خپله توبه باسې
ټوله ورځ له غوسې ژر ژر تسبې اړوي ماویل لکه چې ویریدلی له اجل دی
هر غل چې دکار ایسته سي بیاپر غره ولاړ درې رنګه اصلي وطني بیرغ سي
دورځي داسې رپيږي ماویل چې د واک پسې خوار سوی سینه بغل دی

اوجری ( لرۍ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply