پاکستان د خپلو غلطو سیاستونو بیه پرې کوي/ ګلرحمن رحماني

0 597

محمداشرف غني د خپل حکومت له لومړیو څخه له پاکستان سره د نویو او دوستانه اړیکو جوړولو کوشش وکړ. د داسې اړیکو د رامنځته کولو چې د دواړو هېوادو په ملي ګټو او اقتصادي همکاریو عیارې وي.

پاکستان ته د ولسمشر غني وړاندیز دا وو چې د ترهګرۍ له تمویل او تجهیز او د فشار په توګه د هغوی له کارولو باید لاس واخلي، خو پاکستان په دې برخه کې اقدامات ونه کړل او د افغانستان له ښو اړیکو نه یي غلطه استفاده وکړه او هغوی د ولسمشر وړاندیز د افغانستان ضعف وباله، خو ولسمشر غني دوی ته دا هم واضح کړې وه چې تاسو درې میاشتې وخت لرئ، کنه له هغه وروسته موږ مجبوره یوو په نورو بدیلونو او له پاکستان سره په خپلو اړیکو له سره غور او فکر وکړو

ولسمشر غني کوښښ وکړ چې یو ځل د هېواد اړتیاوې د کراچۍ، تورخم او بولدک پرځای له نورو هېوادونو او لارو تامین کړي. د همدې لپاره یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو بحث په بریالیتوب سره نتیجې ته ورساوه او نن افغانستان تر بل هر وخت د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ښه مناسبات او همکارۍ لري.

افغان حکومت یوازې په منځنۍ اسیا اکتفا ونه کړه بلکې د نړۍ ګڼ هېوادونه یې په افغانستان کې شته فرصتونو او پانګونې ته متوجه کړل او هغوی یې وهڅول چې له دغو فرصتونو څخه استفاده وکړي. افغانستان د اوړو په ګډون د اړتیا وړ خوراکي توکي قراردادونه وکړل، نوې لارې یې پرانیستې، د اورګاډي پټلۍ جوړولو تړونونه لاسلیک شول او په دې برخه کې د حکومت د نورو پرمختګونو په لیدو سره پاکستان حس کړه چې افغانستان نور د دوی له مجبوریت او تکیه څخه ځان خودکفا کړ.

پاکستان دغه وضعیت وارخطا کړ، خو لا یې هم په خپل دریځ او پالیسۍ کې بدلون را نه وست، مګر افغان حکومت هم یوازې په دې اکتفا ونه کړه چې د پاکستان پرځای یې نور بدیلونه وموندل، بلکې د پاکستان پر ضد یې نړیواله لابي وکړه او دغه لابي یې مستنده او پر حقایقو ولاړه وه ځکه یې نو ژر نتیجه ورکړه.

افغانستان د اسنادو په وړاندې کولو سره ټولې نړۍ ته په صراحت وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی او دغه ترهګري یوازې افغانستان او سیمې نه بلکې د ټولنې نړۍ د ثبات او امنیت لپاره عمده تهدید او خطر دی او له همدې امله یې پر پاکستان د نړیوالو فشارونو راوړلو ته زمینه برابره کړه تر څو پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

افغان ولسمشر له پاکستان سره خپلې اړیکې تر پخوا سړې کړې مګر د دغو اړیکو د بیا پیل لپاره یې بیا بیا پاکستان ته د دولت په دولت مذاکراتو د پیلولو بلنه ورکړه، تر څو پاکستان دا پلمه په لاس وانخلي چې افغان حکومت یو طرفه چلند او یوازې د پاکستان د ملامتولو هڅه کوي.

پاکستان نن سبا د خپلو غلطو سیاستونو بیه ورکوي، مګر دا بیه نهایت لوړه ده، دومره لوړه چې د پاکستان له وس او سویې څخه هم پورته ده، پاکستان اوس په یوې دوه لارۍ کې ولاړ دی یا به د ترهګرو له ملاتړه لاس اخلي او یا به هم له نړۍ سره جګړې ته ورمخ ته کېږي. دا چې پاکستان په کوم انتخاب لاس ږدي دا له دوی او د دوی په هوښیارۍ پورې اړه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply