د طالبانو پسرلنیو عملیاتو اعلان بابېزه مه ګڼئ!/ ودان روښان

0 898

د ځینو تېرو کلونو په شان طالبانو سږ کال هم د الخندق په نوم د پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان وکړ.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې د دغو عملیاتو له اعلان سره سم یې پر بګرام هوايي اډه توغندویي برید کړی، سره له دې چې طالبانو په توغندویي برید کې امریکایي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې خو خپلواکه سرچینو ددغه خبر پخلی نه دی کړی.
طالبانو په ۱۳۹۵ کال کې د عمري په نوم او ۱۳۹۶ کال کې د منصوري په نوم عملیات اعلان کړي وو خو سږکال یې عملیاتو ته د الخندق نوم ورکړی دی.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي چې عملیاتو کې به پر امریکايي “یرغلګرو” او د هغوی ملاتړو په ځپلو، ټکولو او ژوندي نیولو تمرکز ولري.
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو اعلان کړي پسرلني عملیات د دې ډلې د تبلیغاتو یوه برخه بولي او وايي چې طالبانو خپل توان له لاسه ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت ځای ناستي ویاند محمد رادمنش ویلي چې طالبان به د «الخندق» په نوم له اعلان شويو عملیاتو هیڅ ګټه ونه کړي.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې پر طالبانو پوځي او سیاسي فشارونو زور اخیستی و چې په پایله کې یې دا ډله او ملاتړی یې( پاکستان) تر سختو فشارونو لاندې او دواړه ګوښي شوي وو. په دې مانا چې امریکا پر پاکستان پرله پسې فشار راوړی او مرستې یې پرې بندې کړي، له بله پلوه طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وړاندېزونو او د هېواد ګوټ ګوټ کې د جګړې ضد او سوله غوښتنې پرلتونو هم طالبان د جګړې دوام له پاره دوه زړي کړي وو، خو د الخندق په نوم عملیاتو اعلان او د هغوی وروستي بریدونه بې څه نه دي!
تېرو تجربو ښودلې چې کله القاعدې او طالبانو د عملیاتو اعلان کړی وروسته یو څه پېښ شوي دي. د بېلګې په توګه د اسامه بن لادن کتاب لیکوال پترال برګن د ABC تلویزیوني شبکې خبریال جان میللر له قوله لیکي:«اسامه بن لادن د 1998 کال د مې پر ۲۶ نیټه د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې د اسلامي ډلو ګډه شورا یې رامنځته کړې. په همدې غونډه کې په امریکا کې د په خټه مصري وتلي بنسټ پالي شیخ عمر عبدالرحمان هغه فتوا هم ولوستل شوه چې په یوه برخه کې یې راغلي وو: “او تاسې ای مسلمانانو! خپلې ټولې اړېکې له[امریکایانو، عیسویانواو یهودانو ] سره وشلوﺉ، هغوی ټوټه ټوټه کړﺉ، اقتصاد یې له منځه یوسئ، شرکتونه یې وسوځوﺉ، ارامي ترې واخلئ، کښتۍ یې دوبې کړﺉ، الوتکې یې راوغورځوﺉ او هغوی په ځمکه، اسمان او سمندر کې ووژنئ…” جان میللر وایي هغه وخت دې موضوع ته چا پام ونه کړ خو کله چې د ۱۹۹۸ کال د اګست پر ۷ نیټه یانې ټیک دوه میاشتې او لس ورځې وروسته نړیوالو خبري اژانسونو په کینیا او تانزیانیا کې د امریکا پر سفارتونو د دوو پر له پسې ترهګریزو بریدونو خبرونه خپاره کړل*، هغه وخت ټولو ومنله چې هغه فتوا کوم تبلیغ نه بلکې مهم پیغام و. نو ځکه خو جان میلر وایي چې د بن لادن د جګړې له اعلان وروسته مې وویل:”د څه شي په اړه خبرې کوو؟ ویې ویل چې ددې فتوا اغیز به څو اوونۍ وروسته ووینې” او فکر مې وکړ دا باید په زړه بورې وي. » (۱)
د طالبانو په کړنو کې هم ورته بېلګې لیدل شوي چې کله یې عملیات اعلان کړي وروسته یو څه پېښ شوي دي. کله چې طالبانو د ۱۳۸۵ کال د وري پر ۲۴ نیټه خپل عمري عملیات اعلان کړل ټیک یوه اونۍ وروسته یانې د وري پر ۳۱ نیټه د کابل ښار په محمود خان پله سیمه کې د ملي امنیت لسم( د لوړو پوړو چارواکو ساتنې) ریاست پر ودانۍ طالبانو ډله ییز ځان مرګه بریدونه وکړل چې د ورکړل شویو رپوټونو له مخې یاد برید کې ۳۰ کسان وژل او ۳۲۰ نور ټپیان شوي وو.(۲)
دې بېلګو ته په کتو د طالبانو الخندق عملیات یو څه تر شا لري چې ان همدا اوس یې هم نښې نښانې له ورایه څرګندېږي. د طالبانو وروستیو بریدونو ته په کتو داسې ښکاري چې دې ډلې اوس اوس نوې او پرمختللې وسلې ترلاسه کړي دي. د بېلګې په توګه همدا اونۍ طالبانو د بادغیس مرکز قلعه ‌نو ښار باغوانانو سیمه کې د رایه ورکونکو نوم لیکنې پر یو مرکز ډله‌ییز برید کړی، چې ۹پولیس په کې وژل او ۴نور ټپیان شوي وو. دغه راز، د پنجشنبې ورځ د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب او یو ساتونکي یې د طالبانو په برید کې ووژل شول. د همدې پنجشنبې په شپه په کندوز او فاریاب کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۹ دولتي سرتېري وژل شوي.
همدا اونۍ طالبانو غزني ښار ته څېرمه پر پوستو بریدونو کې ۱۰ دولتي سرتېري وژلي وو.
هغه ډول چې مخکې هم نغوته وشوه په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو هوايي او ځمکنیو ګوزارونو طالبانو ته د سر درانه زیانونه اړولي خو د هغوی وروستي بریدونه ښیي چې نوې وسلې او زیات مالي ملاتړ یې ترلاسه کړی دی چې له دې پرته یې په دومره درز کې عملیات نه شو کولی. د بادغیس مرکز پېښې شاهدانو ویلي چې طالبان د شپې روښنایي والا توکو په مرسته پر دولتي پوستو بریدونه کړي وو، داسې ښکاري چې د طالبانو بهرنیو ملاتړو دې ډلې ته په بې سارې توګه د پیسو او وسلو د بوجۍ خوله پرانیستې ده. نړیوالو خبري اژانسونو رپوټ ورکړی چې د روسیې د پوځ لوی درستیز پاکستان ته تللی او هورې یې له پاکستاني پوځي چارواکو سره لیدلي، دغه لوړ پوړي روسي پوځي چارواکي ټیک هغه خبرې ترخولې راایستلي چې پاکستاني چارواکي یې کوي. د روسیې د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د پاکستان پوځ دریځ نه یوازې ستایلی بلکې د هغه ملاتړ یې هم اعلان کړی دی. په افغانستان کې خو د پاکستان د پوځ دریځ او کړنلاره هغه د چا خبره اوس[اظهرمن الشمس]ده نو اوس چې روسیه هم په افغانستان کې د پاکستان د پوځي واکمنو کړنلاره په ښکار ستایي او ملاتړ یې کوي نو له تردید پرته د الخندق په نوم د طالبانو اعلان کړي عملیات د کوم ستر پلان پیلامه او خبرداری دی او افغان امنیتي، دفاعي، کشفي او استخباراتي بنسټونه باید دا مسله مهمه او جدي ونیسي او هم دې له خپلو نړیوالو ملاتړو په دې برخه کې هر اړخیزه مرسته وغواړي. کله دې هم دا موضوع بابېزه نه ګڼي!
*د کینا مرکز نایروبي او د تانزانیا مرکز دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې ۲۱۱ کسان وژل او ۴۰۵۸ نور ټپیان شوي وو.
(۱) برګن پیترال، اسامه بن لادن، ۲۸۵ – ۲۸۶ مخونه.
(۲)عارف.م، دریزرف ډګروال. د بغاوت مدیریت، ۷۷ مخ.

.
.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply