نوې سرشمېرنې د « افغانستان سرزمین اقلیت ها» ادعا بې بنسټه ثابته کړه

0 917

Q


ودان روښان

هغه نوې سرشمېرنه چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتو د ونډې صدوق په نوښت د فلومایندر او ګیتس میلیندا په نومونو معتبرو نړیوالو بنسټونو ترسره کړې هیله بښونکی پیغام او پایلې له ځانه سره لري. سره له دې چې دې سرشمېرنې ته ځینو مغرضو کړیو منفي غبرګون ښودلی. داسې ښکاري چې د نوې سرشمېرنې پایلو متعصبې کړۍ سربداله کړي نو ځکه خو وروستۍ سر شمېرنې ته د متعصبو ډلو ځینو اجیرو رسنیو په ډېره ناهیلۍ سوړ منفي غبرګون ښودلې او بیا یې هم د خپل عادت له مخې سپکو سپورو ته مخه کړې او له کوم قانع کونکي دلیل پرته یې د سرشمېرنې پایلو ته قومي بڼه ورکړې او په خپلو همیشنیو ټکو لکه:«قومګرایي، تمامیت خواهي، قومزده ګي، انحصارګرایي…» د سرشمېرنې پایلې بدرګه کړې دي او ویلي یې دي چې که دا سرشمېرنه د پرمختللیو وسایلو پر مټ هم شوې خو بیا ددوی په وینا وسایل د قومګرایانو په لاس کې دي نو ځکه خو دوی ته د منلو نه دي. غوره به وي په دغه ځای کې د یوې متعصبې ډلې د ورځپاڼې سر مقابلې څو ټکي د بېلګې په توګه دلته راوړم: «اکنون رهبري این سر شماري ماهواره یي و فوق مدرن بادستګاه اقای غني است…مسلما اګر پېشرفته ترین ومدرن ترین افزار ها و امکانات در اختیار اداره ناسالم، سیستم قومزده وسیستم حاکم برافغانستان قرار بګیرد، خروجې ان چیزې جز افزودن به پهنای تباهي های این جغرافیا نخواهد بود» که په ځیر سره دغو ټکو ته وګورو نو له کرکې، بدبیني او ناهیلي پرته بله اخیسته نه شي ترې کېدلی. ځینې نورو بیا په دې اړه چوپه خوله پاتې کېدل غوره ګڼلې ده او په دې اړه هغه د چا خبره د ځان ناګاره اچولو له لارې غواړي دا ورستۍ سرشمېرنه بې ارزښته وښیي. خو د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دا پر نړیوالو علمي ستندردونو ولاړه لومړنۍ سرشمېرنه ګڼل کېږي، په دې مانا چې تر دې مخکې په افغانستان کې ټولې سرشمېرنې اټکلي او کره نه وې او د طالبانو له ماتې وروسته اټکلیزه سرشمېرنه خو غرضي او ان د بدبیني او که ووایو د دوښمني تر کچې رسېدلې وه. په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره په ۱۳۵۸ کال کې د کره سرشمېرنې هڅه وشوه خو د ورکړل شویو مالوماتو له مخې هغې سرشمېرنې د ناامنیو له امله یوازې ۶۷ سلنه وګړي رانغاړلي او ۳۳٪ نور ترې پاتې شوي وو خو دهغه وخت حالت او شرایطو ته په کتو ښایي ۶۷٪ هم سم نه بلکې تر دې لږ خلک شمارل شوي وي.
خو په دې سرشمېرنه کې چې په دوو کلونو او درې پړاوونو کې د هوا له لارې د سپوږمکۍ پرمختللي سیستم پر مټ ترسره شوې د هېواد دننه وګړو شمېر له ۳۰ میلیونه ۳۵ میلیونه ته لوړ ښودل شوی، په داسې حال کې چې د رسمي شمېرو پر بنسټ له دوه میلیونه او سل زرو زیات افغانان یوازې له ډېورنډ کرښې هغې غاړه او شاوخوا یو ملیلون نور په ایران کې اوسېږي چې په وروستۍ سر شمېرنه کې نه دي راغلي. د سرشمېرنې بڼې او څرنګوالي ته په کتو د هغې د پایلو په اړه د شک او درغلي چانس صفر ته راټیټ شوی دی، مانا دا چې دا سرشمېرنه کره او سمه ده. د یادې سرشمېرنې پایلې ښیي چې د هېواد شمالي سیمو نفوس له پخواني اټکله ۸۰٪ او د مرکزي سیمو هغه ۵۰٪ کم دی. دې نوې سرشمېرنې د هېواد سویل لوېدیځو، ځینو لوېدیځو، سویل ختیځو او ختیځو سیمو نفوس د پخواني اټکل دوه برابره زیات ښودلی دی.
هغه ډول چې ما په دې اړه په خپله مخکینې لیکنه کې یادونه کړې وه چې دې سرشمېرنې کومه نوې اختراع نه ده کړې، بلکې حقیقت دادی چې پخوانۍ اټکلیزه سرشمېرنه او حاتم بخشي د ځینو متعصبو او غرضي کړیو د فشار او پخواني ولسمشر حامد کرزي بې توپیرۍ، بې مسوولیتۍ او یا هم کاذبې وېرې له امله پر ملت تپل شوې وه نو ځکه خو دا اوس چې ځینې ډلې د افغان له نوم سره ان د دوښمني تر کچې مخالفت ښیي لامل یې دا دی چې تېره اټکلیزه سرشمېرنه کره نه وه خو له مخې یې د ولسي جرګې څوکیو او نورو ملي سرچینو ویش او ونډه کې ځینو سیمو او ولایتونو د استحقاق خلاف ډېر څه ترلاسه کړي دي.
ددې وروستۍ سرشمېرنې لارښوونه د احصایې مرکزې ادارې پر غاړه او یاده اداره وایي چې پایلې به یې یوه میاشت وروسته بشپړې شي خو ملګري ملتونه بیاوایي چې دا سرشمېرنه ورته ورستۍ او پایلې یې ولسمشر ته سپارلې دي. له هغه ځایه چې ملګرو ملتونه نړیوال، معتبر او بې پرې بنسټ دی نو ځکه خو نه غواړي او نه هم اړتیا لري چې د چا په ګټه یا هم زیان کومه شمېره اعلان کړي. ان که افغان چارواکي په ځانګړې توګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو ډلو د فشار او ګواښ له امله ددې سرشمېرنې پایلې و ځنډوي خو ملګري ملتونه چې د افغانستان ستر نړیوال مرستندوی بنسټ دی خپلې ټولې ټولنیزې، پرمختیایي او نورې کړنلارې د هیواد سیمو ته د نفوس پربنسټ چمتو او مخته وړي.
افغان دولت یا ولسمشر غني که اوس په دې اړه د مصلحت له مخې چوپه خوله هم پاتې شي خو خلک نور له خپلې ونډې چاته نه شي تېرېدلی او نه هم تېرېږي او هغه چې وایي «وروري به کوو خو حساب کتاب به ترمنځ وي» پر همدغه دلیل ژر وي او که یا لږ وروسته، حق د هغه خاوند ته رسېدونکی دی او د ولسي جرګې او نورو ملي سرچینو ویش به د نفوسو له مخې کېږي چې په دې سره به رښتیني ملي یووالي ته لار اواره او موږ به د ملت کېدو پرلور ګړندي ګامونه واخلو. په ټوله نړۍ کې ملي هویت او ملت د یو پیاوړي مرکزي ځواک پر محور جوړېږي، د بېلګې په توګه روسیه کې لسګونه توکميزې، مذهبي او ژبنۍ ډلې اوسېږي خو څرنګه چې مرکزي رول په کې د روسانو دی نو ځکه خو هویت او ملت هم د روسي توکمو پر چورلیز را څرخي. سره له دې چې په ایران کې پارسیان او پارسي ژبي اکثریت نه دي که کردان، اذریان، بلوڅان، عربان او نورو ترې بېل شي خپله پارسي ژبي ۲۵٪ هم نه پاتې کېږي خو بیا هم مرکزي رول پارسیانو خپل کړی چې هم ژبه او هم یې شیعه مذهب پر نورو تپلی دی، نړۍ ډکه له دا ډول بېلګو ده. د پیاوړي مرکزیت شتون په خپله لږکیان پر خپل رول او ونډې قانع کوي چې له استحقاق اضافه دعوې تېر او د لانجې هڅه ونه کړي.
د دې سرشمېرنې پایلې به هغه کړۍ احتیاط ته اړ باسي چې پخوا یې په ډېره باکي چلند کاوه او ویل به یې: « در ای مملکت هیچ اکثریتی وجود ندارده» خو له دې وروسته به دوی خپلو کړو وړو ته ډېر ځیر وي او زیات ټینګار به یې دا وي: «همه یې ما برادر هستیم، هیچ تفاوتې بین ما وجود ندارد….» له تردید پرته به نور دوی دي ته ځیر شي چې څوک څومره او باید څه ډول چلند ورسره وشي؟ دا ځکه چې وروستۍ سرشمېرنې د ځینو متعصبو او لنډ فکره خلکو فرضیه له بیخ او بنسټه غلطه ثابته کړه چې ویل به یې افغانستان کې هیڅوک اکثریت نه دي او افغانستان د لږکیو هېواد دی، د متعصبو ډلو په اصطلاح لیکوالو کتابونه مې لیدلي چې پرې لیکل شوي: « افغانستان سرزمین اقلیت هاست» خو اوس په زغرده ویلی شو چې دغه حالت نور بدل شوی، د وروستۍ سرشمېرنې په پایله کې واکمنېدونکی چاپیریال د ملي یووالي په تینګښت کې ځکه مرسته کوي چې نور به بې باکه، متعصبې او تنګ نظره کړۍ له خپلې بړستنې سره سمې پښې غځوي او په هر څه کې به له خپل استحقاق سره سمه ونډه ولري نه ډېره .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply