د خندق عملیات د الله ج په کور کې؟

0 719

عطاءالله خان حیران
د افغانستان ستراتژيک د ښمنان د افغانستان د ستراتژيک پرمختګ په وړاندې له هرډول امکاناتو کار اخلي له دې څخه په ښه توګه اندازه لګولی شو چې د خدای کور ته هم ورڅخه پنا یو سو هلته مو هم نه پرېږدي هلته مو هم وژني د ښمن ته هېڅ شی ارزښت نه لري هغه که د الله کور وي که د الله کتاب، د ښمن هېڅ موقع له لاسه نه ورکوي د ښمن په هېڅ قیمت د افغانستان پرمختګ نه غواړي د ښمن هروخت کوښښ کړی او کوي یې چې افغانان په یوه ویشتمه پېړۍ کې د دولسمې پېړۍ ژوند ولري ښوونځي زموږ راسوزي ځکه چې علم د پرمختګ لوی سبب دی په همدې موخه ښوونځي را سوزي، په هرهغه څه کې چې د افغان خیر وي د ښمن کوښښ کوي هغه په شر بدل کړي د ښمن خپله خوښي د افغانانو په اوښکو او وینو کې ګوري، کله چې د ښمن دومره ستراتژیک دی او موږ یې په وړاندې همدومره بې مسولیته ووسو نو پوی شه چې خونه مو ورانه ده موږ باید له داسې د ښمن څخه د سولې او یاد خیر هیله هېڅ کله ونه کړو چې نه مو ورڅخه حجره، جلسه، جومات او مدرسه په امن کې وي نور باید ټول افغانان لږ په ځان رحم وکړو د ښمن ته د ښمن نه ویل د د ښمن په وړاندې بې مسولیتي او غفلت له ځان او ټولنې سره جفا ده په دې کې هېڅ شک نشته چې جګړه پردۍ ده، فکر او سوچ پردی دی خو وژل کیږم خو زه د جګړې قرباني خو زه یم زه خو هم د یوه ژوندي موجود په توګه د ځان ژغورنې حق لرم.
طالب او یا د طالب نوی ورژن داعش نور په کومه انګېزه ما وژني په اسلام کې د رسوالله ص د جنګ ۱۵ اداب او فرمانونه وو، چې ددې دواړو تروریستي ډلو په جنګي فارمول کې یې هیڅ څرک نه لیدل کېږي.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
ونې او بوټي مه وهئ، خو طالبانو او داعش شنه ځنګلونه پرې کړل او ډېرې عام المنفعه سرچینې یې وچې کړې.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
ماشومان مه وژنئ، خو داعش او طالبانو ماشومان ووژل، په ننګرهار، کابل، غزني، فراه او د هېواد په ګڼو سیمو کې یې تنکي ماشومان د باروتو خوراک کړل، آن داعش خو په ننګرهار کې دوه تنکي ماشومان په منځ څیرې کړل.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
ښځې مه وژنئ، خو داعش په ننګرهار کې مسلمانې حیادارې تورسرې له کورونو ویستې او بې پردې یې کړې او ځینې یې شهیدې کړې. طالبانو په کابل او نورو ولایاتو کې بې شمېره مېرمنې د باروتو په لمبو کې لولپه کړې.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
ضعیف او بوډاګان مه وژنئ، خو داعش د ننګرهار په شینوارو کې سپینږيري او مشران پر بمونو کېنول او پر غیر انساني او غیر اسلامي مرګ یې وژل. ددې تر څنګ د هېواد په نورو ښارونو کې بې شمېره سپینږیري د چاودنو له امله ټوټې شول، بې پته شول او نه یوازې د انسانیت له پله یې سپکاوی وشو، بلکې په اسلامي ارشاداتو کې هم دداسې غیر انساني مرګونو جواز نشته.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
راهب او ذاهد مه وژنئ، خو طالبانو او داعش نه یوازې غیر اسلامي راهبان ووژل او سپکاوی یې وکړ، بلکې اسلامي علما یې ډېر بې رحمه شهیدان کړل او له جوماتونو یې د لمانځه پر مهال ووژل.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
اندامونه مه غوڅوئ(مصله)، خو داعش او طالبانو د ملي اردو او ملي پولیسو پښې و لاسونه غوڅ کړل، په ټاکنو کې د ګډون کوونکیو ګوتې یې غوڅې کړې، له مسلمانانو یې سرونه پرې کړل او له ځوانانو یې سترګې وویستې.
اسیرانو سره ښه سلوک کوئ او هغوی تغذیه کړئ، خو طالبانو او داعش پر بندیانو تجارت وکړ، پر پاکستان او نورو استخباراتي ادارو یې افغان اسیران خرڅ کړل، د ملي اردو بې شمېره اسیر سرتېري یې ووژل، قومي مشران یې اسیران کړل او بیا یې د خپلو شومو موخو لپاره ووژل او پر ځینو اسیرانو یې آن جنسي تیري هم وکړل.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
تسلیم شوي خلک وبښئ، خو طالبانو او داعش د ملي اردو او ملي پولیسو کوم عسکر له تسلیمېدو وروسته بښلی؟ دوی له تسلیمېدو وروسته بهرني سرتېري زیاتره وخت د پیسو په مقابل کې خوشې کړي، خو افغان مسلمان سرتېري یې د رسول الله ص د حکم خلاف وژلي او بېرته یې خوشې کړي نه دي.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
مریضان مه وژنئ، خو طالبانو او داعش ډلې پر روغتونونو بریدونه وکړل، ناروغان یې ووژل، ډاکتران یې ووژل او آن ځینې ناروغان یې په روغتونونو کې د هدفي وژنو ښکار کړل.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
د اوسېدو ځایونه مه ورانوئ، خو طالبانو او داعش ډلې عامه ځایونه د بمونو په لمبو کې وسوځول او وران یې کړل، آن پلونه، روغتونونه او ښوونځي یې وسوځول.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
عبادت ځایونه مه ورانوئ، خو طالبان او داعش ډله د رب پر کور هم رحم نه کوي، پر جوماتونو بریدونه کوي، مقدس ځایونه ورانوي او غیر مقدس ځایونه خو پرېږده چې د رب کورونه هم ترې په امان پاتې نه شول.
پر بني قریضه کورنۍ رسول الله ص له لس زره لښکر سره برید وکړ، د برید پر مهال آن هغو کفارو او منافقینو ته هم برات و، چې په جومات کې به یې پنا اخیسته.
په مکه مکرمه کې چې د الله کور دی د وینې تویول حرام دي، خو په افغانستان کې داعش او طالبان په جوماتونو کې د بې ګناه انسانانو د وینې تویولو جواز لري.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
د خوړو له زایات ضرورت پرته څاروي مه ذبحه کوئ، خو طالبانو په بدخشان کې پر غواګانو جنسي تیري وکړل، د خلکو مالونه یې د عشر او ذکات په پلمه په زوره واخیستل او د خلکو مالونه یې په برمته کې ونیول او ویې خوړل.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
له سفیر او نماینده سره بد سلوک مه کوئ، هغوی مه وژنئ، خو طالبانو په غزني کې هغه مشران ووژل چې په جرګه ورغلي وو، نورې داسې زرګونه پېښې شته چې د رسول الله ص ددې حدیث سره په ټکر کې دي.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
څوک په زور او جبر مه مسلمانوئ، خو طالبان او داعش پر مسلمانانو جبر کوي پاتې شو کافر. دوی بې ګناه مسلمانان په دې جرم زوروي چې ګواکې د حکومت ننګه کوي کفر خو لرې خبره ده.
محمد ص خپلو ملګرو ته امر کړی و:
د اجسادو بې عزتي مه کوئ، خو طالبانو او داعش ډلې بې شمېره جسدونه وسوځول او په مړینه یې په ګولیو وویشتل چې مړی یې بدرنګه شي. اندامونه یې ترې غوڅ کړل، سرونه یې غوڅ کړل او بیا یې سوځولي، أن اوس یې په لوګر کې خلکو ته ویلي، که چا په ټاکنو کې ګډون وکړ، تناسلي الې به یې ترې غوڅې کړي.
قرآنکریم فرمایي:
ژباړه: چاچې یو بې ګناه مسلمان قصداً وواژه ځای به یې ابدي جهنم وي. که د اسلام سیاسي تاریخ وکتل شي هیڅ داسې لاسوند به ونه مومئ چې پکې د انساني تاریخ بدرنګي راغلې وي.
اسلام د امن دین دی او دا اوس چې د خندق په نامه طالبانو کوم مسلمان ضد عملیات اعلان کړي، نوم یې ښایي د رسول الله ص د مشهورې غزا خندق څخه په الهام اخیستل شوی وي، خو رسول اکرم ص په خندق غزا کې د مسلمانانو د وژلو پیل نه و کړی، طالبانو د خندق عملیات د پوهنتون د یوه استاد په وژلو پیل کړل.
نو پردې اساس د طالب او د طالب د نوي ويرژن داعش جګړه د اسلام پرضد د مسلمان پرضد او د افغان پرضد ده که چرته افغان ولس ددغو شرخوښو پرخلاف یو موټی نه شي او په وړاندې د جهاد اعلان ونه کړي همداسې به کله په جومات کې کله په حجره کې کله په مدرسه کې وژل کیږي.
په لاهور کې هیرامنډۍ ته ورته په سلګونو زنا خونې شراب خونې په امن کې دي یو ځانمرګی په کې ونه شو خو په پښتونخوا او په افغانستان کې جوماتونه په امن کې نه دي چاودنې په کې کيږي نو خبره د جهاد نه د فساد ده دوی غواړي چې په افغان خاوره تل فساد خپرو وي الله ج په قران کې فرمایي هغه څوک قتل کړئ چې په ځمکه فساد خپروي نو موږ ته قران حکم کوي موږ ته الله ج حکم کوي چې دې شرخوښو پرخلاف جهاد وکړو خودوی ته یوازې تور پنجاب وايي چې ورشه افغان ووژنه پنجاب کې دې ډم خانې وي خو د لراوبر افغان جوماتونه او ښوونځي وران کړه.
لنډه دا چې یوه د حل لار لرو هغه دا چې هر افغان باید د ملي امنیتي ځواکونو په څېر ددې هېواد ساتنه خپل فرض وګڼي هر افغان باید خپل ځان لکه د ملي امنیتي سرتیری داسې احساس د مسولیت وکړي کنه ورکیږو تبا کیږو.
د ښمن ته موږ تر ننه د د ښمن په سترګه نه دي کتلي او نه مو ورسره چلند داسې کړی دی او نه د دښمن په وړاندې یو موټي شوي یو خو د ښمن زموږ برعکس موږ یې واجب القتل ګڼلي یو موږ وژني زموږ په وړاندې که د ښمن اقلیت دی خو یو موټي دی هدف یې زه یم لر هم ما وژني او بر هم ما وژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply