ځنډن خو سم او پرځای ګام / ودان روښان

0 738

 

سره له دې چې د برېښنایي تذکرو ویش په اړه ډېر پخوا پرېکړه شوې وه او باید دغه بهیر څو کاله مخکې پیل شوی وای چې په دې سره په ډېرو لکه اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې ستونزې لرې کېدې خو ځینو کسانو او ډلو هڅه کوله ددغه بهیر مخه ونیسي.  د دوی استدلال دا و چې په برېښنایي تذکرو کې دې د افغان کلمه نه لیکل کېږي نو ځکه خو دغه بهیر د څو کسانو او ډلو د هوسونو ښکار شو. په ښکاره خو دوی ویل چې افغان د پښتون په مانا دی  او نورو قومونو ته باید ونه کارول شي. همدغو کسانو په لومړیو کې ویل چې په برېښنایي تذکرو کې باید د هر وګړي قوم ولیکل شي لکه : تاجیک، ازبیک، هزاره، ترکمن، بلوڅ، سید، پشه یي، نورستاني او نور….

وروسته یې پام شو چې د افغانستان ځینې قومونه خپل تاریخي او توکمیز پېژند لري خو په دري ژبه خبرې کوي که چېرې په برېښنایي تذکرو کې د هر چا قوم ولیکل شي په دې سره به هغه د ژبې امیتاز چې په فرهنګي برخه کې یې تاجیکان د ځان بولي ترې بې برخې شي بیا به هر هغه څوک چې په دري ژبه خبرې کوي تاجیک نه بلل کېږي نو بیا یې بله پاڼه راواړوله چې نه! په تذکره کې دې د هیچا قوم نه لیکل کېږي چېدې  مسلې د ډېرو قومونو حساسیت راپورته کړ چې ولې یې په لوی لاس قومیت مسخ او دوی په جبري توګه په یوبل قوم کې ورمنحل کړی شي چې هیڅ ډول توکمیزه اړیکه نه ورسره د هغوی دااندېښنه پرځای وه. سره له دې چې د برېښنایي تذکرو ویش په اړه  په لومړي ځل وکلسي جرګې  تصویب کړه چې د افغان کلیمه دې د افغانستان ټولو وګړو ته وکارول شي خو کله چې د ولسي جرګې پرېکړه مشرانو جرګې ته لاړه هلته د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار له ناسوبتیا د هغه لومړي نایب محمد علم ایزدیار ګټنه وکړه او په چلوټۍ او دسیسه  یې نصاب مات او په دې اړه پرېکړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې کمیټې ته محول شوه چې په ګډه کمیټه کې بیا د رایو په اتفاق نه، بلکې د رایو په اکثریت وپتېیل شوه چې په تذکره کې د نه د افغان او نه د چا د قوم یادونه وشي چې دا پرېکړه د افغانستان غوڅ اکثریت له کلک غبرګون سره مخ شوه. خلکو ګواښ وکړ چې کله په تذکره کې افغان کلمه ځای نه شي دوی تذکرې نه اخلي او دا داسې مهال و چې ټاکنې په مخکې  وې او په ټاکنو کې د رڼښت له پاره تر ټولو غوره لار همدا برېښنایي تذکرې وې نو ځکه خو ولسمشر اړ شو چې د یو تقنیني فرمان په ترڅ کې دا مسله په داسې بڼه حل کړي چې د افغانستان تابعیت تذکره کې د افغانستان هر وکړي پېژند خوندي وي په دې مانا چې په تذکره کې د افغانستان اساسي قانون څلورمې مادې، مادې څلورمې فقرې له مخې چې وایي : « دافغان کلمه د افغانستان ملت پر هر فرد اطلاق کېږي» په برېښنایي تذکرو کې ولیکل شي خو اړینه ده چې د افغانستان هر وګړی په برېښنایي تذکره کې خپل ځانګړی قوم هم  وویني او هیڅوک ځان پردی ونه ګڼي، قومیت یا توکم یې د یو اکتسابي حالت له امله چې ژبه ده مسخ نه شي، د بېلګې په توګه سیدان چې   عرب توکمه خو اوس د سیمې تر اغیز لاندې څوک په پښتو، څوک  دري او څوک ان په ازبیکي او ترکمني ژبو ګړېږي چې که پېژند یې د ژبې پربنست په جبري بڼه وټاکل شي نو دغه خلک خو بیا په هغو قومونو کې منحل کړای شول چې دوی په کې اوسېږي چې په دې کې به پښتانه سیدان، تاجیک سیدان، هزاره سیدان، ازبیک سیدان … سیدان ولرو چې نه د منطق او نه هم د انصاف له مخې سم کار دی. د ولسمشر دغه تقنیني فرمان ولسي جرګې رد کړ دا چې څرنګه؟ دا جلا مسله ده چې ځینې کسان خرڅ شول، ځینو نورو د سیاسي ماملې له مخې ځانونه بې توپیره واچول، لنډه دا چې ولسي جرګې دغه فرمان رد کړ خو خبره په دې ځای پای ته ونه رسېده بلکې د قانون له مخې فرمان مشرانو جرګې ته لاړ چې دا ځل د ایزدیار منتر ونه چلید بلکې مشرانو جرګې درایو په اتفاق تصویب کړ خو څرنګه چې ولسي جرګې رد کړی و نو اړینه وه چې په اړه یې د دواړو (مشرانو جرګې او ولسي جرګې) ګډه کمیټه پرېکړه وکړي چې ګډې کمیټې ته له دواړو جرګو( ۸ – ۸) کسان ور وپېژندل شول، په ګډه کمیټه کې د رایو په اکثریت وپتېیل شوه چې په تذکره کې دې افغان کلمه یاده او هم دې دهر وګړي قومي پېژند ولیکل شي. خو ځینو کړیو شور ماشور جوړ کړ چې نه دا مسله خو په ګډه کمیټه کې د رایو په اتفاق نه بلکې د رایو په اکثریت تصویب شوې او قانوني نه ده، په داسې حال کې چې ګډې کمیټې ښایي هیڅ اختلافي مسله  د رایو په اتفاق ځکه نه وي تصویب کړې چې په خپله نفس د موضوع همداسې دی یانې کومه مسله چې په دواړو خونو کې د اخلاف له امله ګډې کمیټې ته محول کېږي چې د ګډې کمیتې غړي هم له دواړو خونو غوره کېږي نو ځکه خو  اختلاف په کې یو طبیعي مسله ده چې له اکثریت پرته بله لار نه لري خو په چا یې منې؟ دوی ګواښونه وکړل ځینې سیاسي دلالانو ته چې غواړي یوازې له همدې لارې ځانونه مطرح کړي دا ښه پلمه په لاس ورغله او له دې مسلې یې هغه د یو پخواني سندرغاړي مالک جانه مالک جانه سندره جوړه کړه چې په څلویښتو کالو کې یې په هر هغه واده کې بللې وه چې دده ډله د ساز له پاره وربلل شوې وه. دوی همدا یوه خبره کوله چې افغان مانا پښتون نو ځکه خو باید د نورو قومونو له پاره ونه کارول شي په داسې حال کې چې دا سمه نه ده ځکه چې له سلګونو کلونو راهیسې افغان یوازې پښتون ته نه بلکې د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته اطلاق شوې د بېلګې په توګه افغان کډوال، افغان محصلین، افغان های مقیم امریکا واروپا او په لسګونو داسې نورې اصطلاح ګانې نو که داسې وي نو ټول افغان کډوال خو پښتانه نه دي، یا په بهر کې ټول افغان محصلین خو پښتانه، نه دي او یا په اروپا او امریکا کې ټول میشت افغانان خو پښتانه نه دي بلکې د افغانستان ټولو قومونو اړوندان په کډوالو، محصلینو یا بهر کې میشتو کې شته چې د افغان په نوم یادېږي. لرې نه همدا څو روځې مخکې د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني د بن کنفرانس په اړه یوه غونډه کې څو ځله وویل چې د بن کنفرانس کې افغانانو دا نظر درلود یا په لومړي ځل افغانان د مهمې مسلې پر سر جرګه شوي … همدا ډول د اجرایه رییس دویم مرستیال حاجي محمد محقق په دې نږدې ورځو کې یوې سترې غونډې ته وویل چې ما افغان ها عادت داریم که…. دا په دې مانا ده چې دا مسله اوس د هر هغه وګړي په ذهن کې حک شوې چې په افغانستان زېږېدلی یا په یو نه یو ډول له افغانستان سره تړاو لري.

که له حقوقي پلوه هم دې مسلې ته وکتل شي نو له افغان کلیمې انکار ستونزې راپیدا کوي لومړی خو هغه څوک چې ځان افغان نه ګڼي د افغانستان اساسي قانون له مخې خپل تابعیت تر پوښتنې لاندې راولي او بله دا چې د افغانستان اساسي قانون دوه شپیتمې مادې لومړۍ فقرې له مخې د افغانستان ولسمشري ټاکنو کې د نورو قومونو یا هغو کسانو نوماندي تر پوښتنې لاندې راولي چې د افغان کلمې مخالف دي، په دې مانا چې د دوه شپیتمې ماندې لومړۍ فقرې له مخې د ولسمشري کاندیدو لومړي شرط  کې راغلي:             « دافغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار  زېږدلی وي او د بل هېواد تابعیت ونه لري» اوس نو که څوک له افغانېته انکار کوي نو بیا د ولسمشري نوماندي حق هم له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې د افغانستان هر وګړی د قانون له مخې دا حق لري چې له شرایطو سره سم ځان یا هم بل څوک کاندید کړي.  په لنډو کې ولسمشر سره له دې چې د برېښنایي تذکرو ویش بهیر په اړه په ځنډ  پرېکړه وکړه خو په ټوله کې یې د خپلې واکمنۍ په پیر د ښو کړنو په کتار کې دا هم راځي چې په لومړي ځل یې  افغانان    په پرمختللي سیستم سمبال د تابعیت او پېژند له سنده برخمن کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply