دښمن مو د وېشلو او وژلو هڅه کوي/ اېمل پیاوړی

0 542

نن سبا افغانستان له حساس او نازک پړاو څخه تېرېږي، حساس په دې مانا چې لا هم تروریستي بریدونه او پر افغانانو تپل شوې جګړه په شدت دوام لري او زموږ هېوادوال په جنګ، ناامنۍ، فقر او غربت کې ژوند کوي، مګر په همدغه حساس پړاو کې یو شمېر هغه افراد او اشخاص چې تل یې د افغان په نوم امتیاز، منصب او مقام ترلاسه کړی ، مګر په عین وخت کې له خپل هویت، افغانیت او نورو ارزښتونو څخه منکر دی او په اړه یې د هېواد د اساسي قانون د حکمونو خلاف څرګندونې کوي.

په دې برخه کې یوازې حکومت نه، بلکې ملت هم مسوولیت لري او باید د هغو افرادو او اشخاصو پر وړاندې د معافیت او بې تفاوتۍ پرځای چې د افغاني هویت څخه منکر دي راپورته شي او خپل غبرګون وښیي. که چېرې ملت په دې برخه کې بې تفاوتي وکړي، نو باور دی چې د دې بیه به په خپله همدغه ملت پرې کوې.

د تاریخ په دغه حساس پړاو کې موږ تر بل هر وخت یووالي ته ضرورت لرو، ځکه د افغانستان دښمنان تیار ګوته په ماشه د وحشت او افغان ضد دښمنۍ په سنګرونو کې ناست دي هم په خپله زموږ د بدمرغه کولو ناوړه هڅې کوي او هم زموږ له داخلي اختلافونو او کشمکشونو څخه د ځان په ګټه استفاده کوي.

په دې کې شک نشته چې دغه افراد او اشخاص چې داخلي مسایلو، نفاق او د واحد ملت بېلولو ته لمن وهي، دوی هم د بهرنیو لاسپوڅي دي ، هغوی راپورته کړي او ځینې یې چې د ټاکنو په موسم کې د خلکو د راټولولو او ځان ته د هغوی د پام ور اړولو لپاره کومه انګېزه نه لري، نو بیا له دغسې مسایلو څخه په استفادې کوښښ کوي چې د خلکو پاکو احساساتو څخه د سیاسي سوداګرۍ لپاره ګټه واخلي.

په هېواد کې وروستیو تروریستي بریدونو ټول هېوادوال غمجن کړي، ځکه دغه حملې په کوم مشخص فرد، ډلې، قوم، مذهب او قشر بریدونه نه دي، بلکې دا د افغانانو پرخپلواکۍ، ولسواکۍ او آزادۍ باندې حملې دي. دښمن زموږ تفکیک نه کوي له مخې مو وژني، نو هغوی چې نفاق او د قومونو وېشلو او بېلوالي ته لمن وهي، هغوی دې پوه شي چې د دوی دغه چلند او اقدام د افغانستان د دښمنانو له کردار څخه کم نه دی او حکومت ته ښایي چې له دوی سره د مجرم او خاین په توګه چلند وکړي او د خپلې دغې بدرنګه کړنې سزا ورکړي.

د افغانستان دښمنان غواړي زموږ د هېواد څلوېښت کالو بې ثباتي دوامداره وساتي، مګر که ولسونه په دې برخه کې له هوښیارۍ کار وانخلي او د هغوی پر وړاندې غبرګون ونه ښیي، نو باور دی چې دوی به همداسې په جنګ، ورانۍ او دربدرۍ کې پاتې شي، ځکه د افغانستان دښمنان د افغانستان د ثبات، پراختیا او د ودې دښمنان دي.

دا یو خاص افغان سره جګړه نه لري، افغان ولس سره جګړه لري، د افغانستان له حقوقو سره جګړه لري او د افغانستان له آزادی سره جګړه لري. دا حملې هغه خلک کوي چې د دې هیواد راتلونکي ته هیڅ مثبته مفکوره نه لري.

د خلکو وژل او بربادي مسوولیت نه، بلکې وحشت دی، د بې مسوولیتي او فتنې نمونې دي. زموږ په اسلامي فرهنګ کې فتنه خاصه مانا لري او فتنه موجب د بې ثباتۍ ده او څوک چې په فتنې باندې مشغول دي، د ټول امت او د ټول ولس دښمنان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply