برېښنایي تذکرې به د ډېرو چغل له اوبو راوباسي / ودان روښان

0 822

 

له هغې ورځې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني  په رسمي توګه د برېښنایي تذکرو ویش اعلان کړی د دغه بهیر مخالفینو او پلویانو تر منځ ناندیو زور اخیستی. په تذکره کې د ملت په توګه د افغان کلمې او د هرتوکم نوم لیکل د مخالفینو د اعتراض زړی جوړوي. دغه خلک وایي چې افغان د پښتون بل نوم او پښتون ځانګړی قوم او خپل پېژند لري او ځینې کسان  چې په هېواد کې د نفاق او کرکې خپرولو له پاره روزل شوي او ډېر پخوا یې په افغانستان کې د قومي نفاق دنده اخیستې همدا مسله پورته کوي  او وایي چې د یو قوم پېژند باید پر نورو تحمیل نه شي. په داسې حال کې چې د افغانستان ټول او سیدونکي قوم، ژبې، توکم او مذهب ته له کتو پرته له اوږدې مودې راهیسې په کور دننه او بهر کې د افغان په نوم یاد شوي او یادېږي. خو ددغو کسانو چرګ یوه پښه لري او همدا یوه بدله د اباد او د ادې په واده کې زمزمه کوي.

خو داسې ښکاري چې هغه د سترلیکوال خدای بښلي ډاکتر محمد اکرم عثمان په وینا د دغو خلکو د طالع لمر« درمحاق بدبختي رنګ باخت» په دې مانا چې دغه خلک یوازې او ګوښي پاتې شول. که له توکمیز پلوه وکتل شي اوزبیک افغانان ټول پر دې خوښ دي چې په تذکرو کې دې  د ملت افغان  او ورسره د هر قوم نوم له هغې جملې د اوزبیک نوم ولیکل شي. وګورﺉ! سره له دې چې دوستم همدا اوس د ولسمشر غني د مخالفینو په لیکه کې ولاړ او د جنایي دوسیې له امله ترکیه کې پروت دی خو زوی یې (باتور دوستم) د برېښنایي تذکرو ویش پیل د لومړۍ ورځې مراسمو کې له ولسمشر غني سره په ارګ کې برېښنایي تذکره اخیستې او هم په ولسي جرګې کې د اوزبیک توکمه او سید وکیلانو دریځ هم په پیل شوې اوسنۍ بڼه د تذکرو ویش په  پلوي دی. اوزبیکان یا په ټوله کې ترک توکمي چې د افغانستان د نفوسو غوښنه برخه جوړوي پردې پوهېږي چې ددوی ژبه او پېژند چا ترې تروړلی او همدا اوس  ولې د دوی په سیمو کې په  مورنیو ژبو ښوونځي نه شته او دغه حق یې د چا په تله کې تلل کېږي؟ دوی حق لري چې پېژند یې په برېښنایي تذکره کې ولیکل شي، په سیمو کې یې باید د پوهنتون تر کچې زده کړې پر خپله ژبه وي او دې ورته نور فرهنګي فعالیتونه. ترک توکمي غواړي پوه شي چې دوی په دغه هېواد کې څومره او ایا د نفوسو شمېر په پرتله له سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، تولنیز او نورو خدمتونو برخمن دي که نه؟ د ورکړل شوې دندې تر څنګ د افغان کلمي مخالفینو اصلي وېره هم له همدغه ځایه ده چې وروسته به تفصیلي خبرې پرې وشي. له بله پلوه سیدان چې د افغانستان هرې ژبې او ان مذهب لارویانو کې دي او د پام وړ شمېر دي ځکه په پښتو ژبو، دري ژبو، اوزبیکي او نورو ژبو ویونکو سر بېره په شیعه مذهبو کې زیات شمېر سیدان شته چې ځینو خلکو په ناخبري یا هم لوی لاس هزاره توکمي ګڼل خو اوس شیعه مذهبه سیدان  غواړي د سید په نوم یې پېژند ثبت شي په دې مانان چې اوس سیدان له ژبني او مذهبي توپیر پرته د سادات په نوم د خپل پېژند ثبتلو غواړي. په داسې حال کې چې د سیدانو ډېر ښایي دري ژبي وي نو هغې ډلې چې د سیدانو په حساب یې خپله پله درنوله، نور له دغه امتیازه بې برخې شول.

دغه راز، قزلباشان چې په پخوا کې او هم اوس د افغانستان  له اغیزمنو  لږکیو دي، دري ژبي او په مذهب شیعه دي چې له شاوخوا درې پېړیو راهیسې یې لومړی د افغانستان دفترونه، اقتصادي رښتې او ورسته طبابت نږدې انحصار کړی و اوس غواړي چې پېژند یې په برېښنایي تذکرو کې ولیکل شي. له شاوخوا لسو ولسوالیو پرته ټول افغان قومونه که نورستانیان، بلوڅان، ایماق، قرلق په لنډه کې د کثریت تاجکو په شمول نږدې ټول افغانان په برېښنایي تذکرو کې د افغان کلمې او هرقوم لیکنې سره موافق دي.

رښتیا دغه کسان چې د ښکاره مخالفت او پردې پر مخ د بلخ مولوي( مولانا جلال الدین بلخي) په وینا له لرګي تراشلي منطق(پښتون د افغان دویم نوم دی) تر شا ځینې داسې دلایل هم شته چې دوی د کلمې په رښتینې مانا په برېښنایي تذکرو کې د هر قوم له لیکنې وېرېږي.

اوس نو که د هر چا په برېښنایي تذکره کې د هغه قوم ولیکل شي نو دلته خو لکه لمر روښانه کېږي چې په دولتي اډانه په تېره امنیتي بنسټونو او اقتصادي یا د ګټو څانګو کې له ۷۰ سلنه زیاته ونډه پنجشیر، اندراب، د تخار او بدخشان شاوخوا لسو ولسوالیو اوسېدونکو قبضه کړې په داسې حال کې پاتې دېرش سلنه ونډه نور ټول مملکت ته رسېدلې په داسې حال کې چې د هېواد ټول نفوس بیخي لږ سلنه خلک  یادو سیمو کې اوسېږي . هغه چې وایي د ټولې ارپا له جنرالانو د پنجشیري جنرالانو شمېر زیات دی بیخي پرځای دي، دا خو لا پرځای پرېږده چې له هېواده بهر سیاسي څانګو کې یې څومره څوکۍ قبضه کړي په بهرنیو چارو وزارت کې یې څومره څوکۍ نیولي؟ نو کله چې د دوی رښتینی شمېر مالوم شي او هغه د چا خبره چغل یې له اوبو راووځي بیا د استحقاق خلاف دومره ونډه څوک  کله ورسره مني، نو ځکه خو دوی پر خپل ټول توان هڅه کوي چې ددغه بهیر مخه ونیسي. په دغه ځای کې ډېر د خندا وړ ګواښ بیا یو معلومالحاله ستمي لطیف پدرام کړی چې وایي:«توزیع تذکره رامتوقف کنید درغیر آن ما به زور متوقف میکنیم» لومړی خو د زور او ټوپک منطق که مسله حلولی شوای دا څلویښت کاله به یې حل کړې وای او دویم دا چې تاسې( پدرام پلوو) خو یو وخت د سیاسي قدرت دانحصار له پاره وسله هم وکاروله خو سرحد مو تر کولیابه ورسېد او که د سپتمبر ۱۱ مې پېښه نه وای شوې اوس به ټولو جنګسالارانو او د پدرام په شان د هغوی مرزایانو د مسکو په رینک بازار کې د ورځې مزدوري کوله. بله دا چې که ښاغلی پدرام دومره د زور خبرې کوي او په ځان کې د جګړې متره ویني نو مهرباني دې وکړي د بدخشان هغه مظلوم اوسېدونکي چې د طالب د وحشت د اور په لمبو کې سوزي هغوی دې وژغوري، خو مالومه خبره ده چې هیڅ یې هم له لاسه نه کېږي، هسې د خلکو ترمنځ د کرکې او کینې زړي شیندي چې له مخ توري پرته بل هیڅ ګټه هم نه شي کولی. په دغه ځای کې د عبدالله عبدالله منطق هم عجیب ښکاري، دی وایي:« وقتیکه یک بخش مردم ولو اگر کم هم باشد از یک امر ملي ناراضِي باشد باید به انها توجه شود» دده په اند که دوی لږ هم دي باید خبره یې ومنل شي، خو ده له یاده ایستلي که ډېر خلک بیا یو څه غواړي خو که غوښتنه یې له پامه وغورځول شي باید توجه ورته ونه شي که څه ډول؟ اوس چې د ملت غوڅ اکثریت په برېښنایي تذکرو کې د افغان او هر قوم نوم لیکنې غوښتونکی دی ښه خبره داده چې موږ ټول د ورونو په شان که رښتیا وروري غواړو او کوو یې نور د کړېدلي ملت ترمنځ د کرکې او نفرت خپرولو پر ځای د سترو هېوادنیو مسلو په اړه فکر وکړو، چې څه ډول د جګړې لعنتي لمن له هېواده ټوله کړو؟ څه ډول هېواد د پرمختګ او ښېرازي پر لور وخوځوو؟ څه ډول د جهل او تورتم ټغر له هېواده ټول او خپله  سیالي له سیالانو سره برابره کړو؟ نه داچې د پردیو په لمسون په نه خبره او د خپلو جیبونو په خاطر د خلکو ترمنځ د کرکې او کینې تخم وشیندو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply