د یو ناورین مخه مې ونیوله، خو څنګه؟

اېمل پیاوړی

0 683

ښاغلی محمدانور[البته دا مستعار نوم دی] د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی او د همدغې ولسوالۍ اړوند د یو لومړني ښوونځي ښوونکی دی. هغه وایي د رایو ورکولو له ورځې یوه ورځ دمخه یانې د شنبې ماښام چې له جومات څخه کورته راستنېدم، نو د ښوونځي ترڅنګ مې دوه نابلده کسان ولیدل. نابلده په دې مانا چې زموږ د کلي نه وو.

زما په لیدو یو څه ټوغ او وارخطا غوندې شول، حتی لاره یې بدله کړه. دې حالت یې زه لا مشکوک کړم، ځکه بېخي یې لاره او مخه چپه کړه، په چټکو ګامونو د ښوونځي د چاردېوالۍ لورته پناه شول. د دوی حالت عادي نه راته ښکارېدل.

بې له هغې سبا په همدې ښوونځي کې خلک رایو ته راتلل، ما ویل چې دا خلک کوم فساد ونه کړي او خدای مکړه لوی ناورین به رامنځته شي. د شپې تر شپې باید د دوی چاره وشي. توکل مې په خدای کړ او ۱۰۰۱ شمېرې سره مې په دې شرط اړیکه ونیوله چې ما به چاته نه ورښیئ ځکه چې غریب او بې غرضه سړی یم. ټوله کیسه مې ورته تېره کړه او دقیق ادرس مې ورکړ.

کور یې اباد چې هم یې زما هویت وساته او هم دوی هوښیاري وکړه، په پټو څراغونو یې موټر زموږ د کلي تر برسر راوستلی او بیا له هغه ځایه را پیاده شوي وو، چې د ښوونځي د لویدیځ لور کنج ته راسېدلي وو، ګوري چې همغه کسان د ځمکې په غوچولو بوخت دي، لاس په لاس یې ونیول. له دوی سره یې چاودېدونکي توکي، زېړه بوشکه، دوه مله وسله او ځینې نور شیان هم نیولي وو.

د سهار له لمانځه چې فارغ شو، نو په جومات کې کلیوالو غږ وکړ، چې نن احتیاط وکړئ، ځکه چې بېګاه زموږ د ښوونځي ترڅنګ دغسې کسان له چاودېدونکو توکو سره نیول شوي دي. له جوماته چې را وګرځېدو، نو ورغلو چې کتل مو نیم متر هومره ځمکه یې غوچه کړې وه، نو شکر مې وېست او داسې راته ښکارېده، لکه د ټول کلي ژوند مې چې ژغورلی وي.

نو اوس مې ټولو هیوادوالو ته همدا پیغام دی چې که په خپل خواو شا او کلي کې مو دغسې مشکوک کسان او موارد ولیدل، نو له کوم ځنډ پرته له اړوندو شمېرو سره اړیکه وکړئ. په دې ډول د نورو ژوند وژغورئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply