پټان نه ویښېږي/عبدالباري جهاني

0 932

په وطن د کلکته کي یو مالدار وو
له نیکونو سوداګر وو لوی تجار وو
په مالت کي له هر چا سره پر لار وو
ټینګ ملګری د قاضي او د سر کار وو
خو له غلو او داړه مارو په زحمت وو
مځکه سره د ده پر شپه وه تل قیامت وو
یوه ورځ وو یو پټان ورته راغلی
ډېر له لیري په خواري پسي وتلی
په ځان غټ پراخه سینه لوی مړوندونه
د چنار په شاني لوړ، ببر برېتونه
خان د کور په دروازه کي مقرر کړ
په قلا کي یې تر نورو معتبر کړ
څوک له وهمه د سرای خواته نه سو تللای
چا له وېري د غلا زړه نه سو کولای
خان بېغمه سو له غله او داړه ماره
هره شپه بېغمه پروت وو تر سهاره
یوه شپه پټان ویده وو غله راغلي
غټي پلنډي د مالونو یې تړلي
که هر څو د پښو دربی وو کړپهار وو
پټان وازه خوله ویده وو خورهار وو
یوه غله یې لوبي وکړې په برېتونو
بل یې ګوته دننه کړه په غوږونو
هغه بل یې په خوله لاس کړ وردننه
په کښېکښلو یې کړه پزه ورته پلنه
غلو ته جوړه په دې شپه کي ننداره سوه
د پټان درانه خوبونه مسخره سوه
یوه غله یې پرتوګاښ وو راکش کړی
ورشلولی یې له ملا د شرم پړی
لا په لوڅ وجود یې غلو لوبي کولې
په خندا کي یې لا ناړي پر توکلې
چي یوه نصوار له جيبه را بهر کړل
لوڅ بدن ته د پټان یې برابر کړل
په مقعد کي ورتخته چي یې نصوار کړه
نو ایله یې غوسه ویښه د ښامار کړه
پټان سمدستي له مځکي په هوا سو
سړی نه وو یو تور دېب سو یو اشا سو
هر یو غل چي به یې وویشتی له مځکي
تر اسمانه به یې پورته سولې کړیکي
په واښکي یې ورتړل پښې او لاسونه
ورکول یې د لرګیو ګوزارونه
د پټان د زړه غوسه نه وه قیامت وو
پر هر غله د زکندن په شان ساعت وو
پړسېدلي یې مخونه مات سرونه
سر تر نوکه یې زخمي وه اندامونه

کرۍ شپه یې کړله تېره په وهلو
رسولي یې وه غله د مرګ تر پولو
د دوږخ شپه وه پر غلو باندي سهار سو
خان را کښېنستی وتلو ته تیار سو
د کور مخي ته پراته یې وه مالونه
سرې قالیني ډک له ماله صندوقونه
چي یې وکتل د غلو پښې او لاسونه
هم تړلي هم له درده فریادونه
بهېدلې یې سرې ویني له مخونو
خولې یې ماتي ټولي ډکي له غاښونو
خان له ډېري خوشالیه هک حیران سو
سم په زړه کي پوروړی د پټان سو
لاس تړلي یې غله وسپارل سرکار ته
پټان ټوله کیسه تېره کړه بادار ته
خان را وایستې پیسې ويل پټانه
یو کلنه تنخوا واخله پهلوانه
ستا د تېري شپې خدمت راته منلی
ځه روان سه پر لوی خدای مي یې سپارلی
پټان وازه خوله سو پاته ویل خانه
څه ګناه دي له ما ولیده ناځوانه
څوک به بل تر ما پیدا کړې ایمانداره
هم غښتلی هم له بدو یم بېزاره

خان موسکی سو ویل ستا خبر منمه
خو دلیل لرم چي تا رخصتومه
بیا بل داسي حرامي غل نه پېښېږي
ستا په بېخ کي چي نصوار ته یې زړه کېږي
ته په هغه شپه ويښېږي چي قیامت وي
یا دي داسي حرامي غله په قسمت وي
چي د کور مخ ته مي ویښ څوک تر سهار دی
که هر څونه وي کمزوری زما په کار دی.

عبدالباري جهاني
۲۰۱۸ د مې شپاړسمه ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply