كوم هېواد څو ساعتونه روژه نيسي؟

0 784
په نړۍ كې د شمسي نظام د دايروي ګرځېدلو له امله د روژې په مياشت كې د هېوادونو ترمېنځ د روژې د نيولو ساعتونه هم يو بل سره توپير لري.

پدې ډول په افغانستان كې په اوسط ډول خلك ۱۶ نيم ساعتونه روژه نيسي. په تركيه كې بيا په اوسط ډول ۱۷ ساعته او ۱۵ دقيقې روژه نيول كيږي.

په نړۍ كې د روژې له پلوه تر ټولو اوږده ورځ د آيسلنډ د هېواد ده چې ۲۱ ساعتونه او ۵۱ دقيقې دي. يعنې پدې هېواد كې پیشمنى د شپې په دوه بجو كيږي او روژه ماتۍ په ۱۰ كم ۱۲ بجو.  تر آيسلنډ وروسته د ناروې په هېواد كې د روژې وخت ۲۰ ساعتونه او ۲۰ دقيقې دي.  په ترتيب سره په روسيه، هالنډ، ډنمارك، جرمني او انګلستان كې تر ټولو اوږدې روژې نيول كيږي.

د بله پلوه په نړۍ كې تر ټولو لنډه روژه يواځې ۱۱ ساعتونه او ۸ ثانيې ده چې په ارجنټاين كې نيول كيږي. پدې هېواد كې پيشنمى په ۶ بجو او ۸ دقيقو كيږي او روژه ماتى په ۴ كم شپږ بجو كيږي. تر ارجنټاين وروسته د نيو زيلاند په هېواد كې د روژې موده ۱۱ ساعتونه او ۲۱ دقيقې دي.  بيا په ترتيب سره د آستراليا، چيلي، برازيل، اندونيزيا او جنوبي افريقا په هېوادونو كې تر ټولو لنډه روژه نيول كيږي.

TRT PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply