په ځاځي اریوب ولسوالي کې د ګل غونډۍ نجونو عالي لیسې لپاره ودانۍ جوړیږي

0 1,663

پکتیا: په ځاځي اریوب ولسوالي کې د ګل غونډۍ نجونو عالي لیسې لپاره د یوه خیریه بنسټ له لوري ودانۍ جوړیږي.

۱۳۹۷/۳/ ۴ جمعه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست او سیمې قومي مخورو سره په ګډې همکارۍ د اریوب خیریه انکشافي بنسټ په مالي ملاتړ د پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت د ځاځي اریوب ولسوالۍ ګل غونډۍ سیمې کې د نجونو عالي لیسې ته وداني جوړیږي. یاده ودانۍ په دوه پوړونو کې طرحه شوې چې ۱۳ خونې به لري، چې په لس خونو کې به یې درسي او دریو نورو خونو کې به یې اداري چارې پر مخ وړل کیږي. چې ټولټال به شاوخوا پنځه سوه زده کوونکې په کې په یو وخت خپلې زده کړې پر مخ وړلی شي.

د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځي چې د پنجشنبې په ورځ د همدې لیسې د ودانۍ د جوړیدو چارو څخه د نږدې کتلو په هدف ځاځي اریوب ته تللی وو وویل:

(( زه لومړی د اریوب خیریه انکشافي بنسټ څخه مننه کوم چې دوی دې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي، او بیا ددې سیمې له قومي مخورو، ځوانانو ډیر منندوي یم چې دوي د پوهنې په برخه کې زمونږ سره همکار دي))

د پوهنې رئیس وړاندې وویل چې له همدې ځایه په نورو پکتیاوالو هم غږ کوم چې د پوهنې په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي، تر څو په پوهنییزه برخه کې زیاتې ستونزې له منځه لاړې شي.

د همدې لیسې آمر محمد طاهر اصولي زیاته کړه چې ددې سیمې ټولې زده کوونکې چې شمیر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسیږي د ودانې نه موجودیت له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ وې، خو ددې ودانۍ د جوړیدو سره به ددي زیاتې ستونزې لمنځه لاړې شي.

نوموړي د پوهنې ریاست چارې وستایلې او د یاد ریاست له رهبري څخه یې هیله وکړه چې دې لیسې ته دې په راتلونکي کې خاصه پاملرنه وکړي.

دا لومړی ځل نه دې چې د پوهنې ریاست په هلو ځلو د سیمې اوسیدونکي پخپله په خپلو سیمو کې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي بلکې له دې وړاندې هم د زرمت ولسوالۍ یو تن قومي مشر حضرت محمد ددې ولسوالۍ د تروې لومړني ښوونځي ته د پوهنې وزارت د نقشې مطابق نوې ودانۍ جوړه کړې، چې شپږ درسي خونې لري او ودانۍ یې په یونیم جریب ځمکه باندې جوړه شوې. چې شاوخوا یو عشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی وو.

واحد ګل هاشمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply