د کنړ ځنګلونه، له منځه تلونکې شتمني (لومړۍ برخه) – اسدالله ولي/یما هوتک

0 1,737

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دې چې یوه لویه برخه یې غرونو نیولې، پرتې او هوارې ځمکي او ځنګلونه پکې ډیر کم دي، هغه سیمې چې په هواره ځمکه کې پرتې دي تر ډېره بریده خلک ترې د کرکیلې په موخه ګټه اخلي، خو سربیره پر دې د افغانستان په ختیځو او سهیلي سیمو کې د ځنګلونو د روزنې مناسبې ځمکې شته، ځکه دا سیمې د هند له مرطوبې هوا څخه اغیزمنې کیږي، په ټولیز ډول د هند د سمندربارانونه او لندبله یا مرطوبه هوا د دې لامل کیږي چې په دې سیمو کې ځنګلونه په طبیعي ډول سره رامنځ ته شي، د هیواد د وګړو شمیر او د دې ځنګلونو پراختیا ته په کتو سره که له دغه ظرفیت څخه په بشپړه توګه ګټه واخیستلای شي، دغه ځنګلونو د لرګیو په برخه کې د هیواد اړتیا پوره کولای شي. د شلمې پیړۍ په نيمايي کې د افغانستان د حکومتي اندازې له مخې د دې د خاورې په سلو کې درې برخې زمکه کې ځنگلونه وو، په دې کې هم درې برخې په کونړ او په نورستان کې وو.

د کونړ او نورستان په ځنگلونو کې ليوه، پړانگ، هوسۍ، سوې، شکوڼ، گيدړې، سورلنډې پيدا کيږي. په مارغانو کې غرنۍ چرگان، بازان، کوترې،زرکان، کارغان، مرغ زرين يا ډينگ پیداکیږي. د څیړۍ، ښوون او د نښترو ونې پکې ډيرې دي. له ۱۳۵۸هـ ل کال نه وړاندې په کونړ کې شاو خوا ۳۳۲۵۰۰درې دريش لکه، دوه زره او پنځه سوه جريبه زمکه په ځنگلونو پټه وه. د ۲۹ ميليونه مربع متره صنعتي لرگيو نه ۲۵ ميليونه يواځې په کونړ کې وو، د ۱۹۸۳ م کال نه وړاندې د دې ځنگلونوتجارتي توان ۸۶ زره مکعب متره لرگي وو.

ځنګلونه د هیواد په اقتصاد کې رغنده رول لوبوي، ځکه همدا ځنګلونه دي چې په ژمې کې وریدونکې واورې او اوبه ذخیره کوي، چې بیا په اوړي کې په تدریجې ډول خوړونو او سیندونو ته بهیږي او د ځمکو او فصلونو د خړوبولو لپاره ترې کار اخستل کیږي، ځنګلونه د څارویو لپاره ښه څړځایونه دي چې په کنړ او نورستان کې شپونکې خپل څاوري په دوبي کې لوړو ځنګلونو ته بیایې تر څو هلته یې په راشنه شویو وښو کې يې وڅروي او په ژمي کې یې ګرمو سیمو ته بیایې او هلته ورته د څیړیو(بلوط) او ښوونو(زیتون) د ونو ښاخونه پرې کوي او خپل څاروي پرې مړوي. له بل پلوه د کنړ او نورستان په ځنګلونو کې مرخیړي او نور ارزښتمن او طبي بوټي راټوکیږي چې د پسرلي په موسم کې خلک ځنګلونو ته ځي او هلته دا بوټي راټولوي او په ښه بیه یې پلوري. او همدا ځنګلونه دي چې د کنړ او نورستان غرونو ته یې ښکلا وربښلې، او پاکه او تازه هوا، ښکلی او زړه راښکونکې منظري لري، چې که خدای وکړي او په هیواد کې سوله راشي نو د سیلانیانو لپاره ښایسته د سیاحت او تفریح ځایونه دي.

د تیرو څو لسیزو جګړو په پایله کې د هیواد د نورو ملي شتمنیو تر څنګ ځنګلونه هم زمونږ د بهرنیو دښمنانو او داخلي خاینینو او قاچاقبرو څخه روغ پاتې نشول، او د تیرو ۴۰ کلو په اوږدو کې په رحمۍ سره ووهل شول او قاچاق شول، چې له بده مرغه د هیواد د صنعتي ونو بې مخه پرېکول او قاچاق د دې سبب شوی چې دغه ځنګلونه له منځه تلو سره مخ شي، د هیواد په زرګونو هکتاره ځنګلونه له لاسه تللي، له دې پرته چې بیا د هغو پر ځای نور نیالګي کینول شي.

 

د روسانو له ماتې وروسته کله چې د کنړ او نورستان سیمې د مجاهدینو لاسته ورغلې نو د ځنګلونو پريکول او وهل پیل شول، چې د ځایې ټوپکمارو لپاره یوه ښه عایداتي سرچینه وه، د یو منظم او قانوني دولت نشتوالي دوی ته دا زمینه برابر کړې وه تر څو دا ملي شتمني هم خپل شخصي ملکیت وګڼي او څرنګه چې یې زړه وغواړي لوټ او تالا یې کړي. له روسانو سره په جنگ کې د کنړ او نورستان ځنگلونو ته دومره زیان نه وو رسیدلی څومره چې د لاقانونيت او د حکومت د نشتوالي له امله ووهل شول او لرګي یې غلا او قاچاق کیدل، د دې ځنگلونو لرگي په بیلا بیلو لارو پاکستان ته وړل کیدل، چترال، دېر او باجوړ د قاچاق وړونکو مهمې لارې وي.

 

ددې ځنګلونو له ونو څخه هغه صنعتي لرګي چې د ( چهار تراش ) په نامه مشهور دي لاس ته راځي او ډېره لوړه بیه لري، د کونړ ۴ فوټه لرګي یا په ځانګړي ډول چار تراش، چې په خلیج کې زیات بازار لري چې په سیمه کې تر لسو ډالرو پلورل کیږي او کله چې دغه لرګي د کراچۍ بندر ته رسیږي، بیه يې ۱۵۰ او په دوبۍ او قطر کې بیا ان ۳۰۰ ډالرو ته رسیږي، چې لویه برخه ګټه یې د ځایې قاچاقبرانو پرځای پنجابیانو او پاکستان ته رسیدله، ځکه کله به چې چارتراش له سرحد څخه واوښتل نو هلته به په پنجابي قاچاقبرو خرڅیدل او هغوی به د کراچۍ بندر ته رسول او د پاکستان په نوم به یې بهر ته لیږدول.

بې رحمه قاچاقبرو او مافیایې کړیو د ونو د ریبلو لپاره پرمختللې برقي اری اونور توکې راوړل چې په ډیره بې رحمۍ سره ځنګلونه له یو مخې پرې کوي او لويې او وړې ونې له منځه وړي، بیا یوازې د ونې دتنې د منځ لرګي چې روغ پاتې وي په تبرونو او ارو سره توږي او چارتراش ترینه جوړوي، کوچنۍ نیالګي، دونو ښاخونه، ماتې شوی ونې او د ونو له تنو څخه توږل شوي لرګي په ځنګل کې پاتې کیږي، چي

له یوې خوا پرته له ګټې اخیستنې ورستیږي اولمنځه ځي او له بلي خوا د ځنګلونو خاوره پوښي او د نورو نیالګیو او وښو د راشنه کیدو مخه نیسي. لاسته راغلي چارتراش د کچرو په واسطه له ځنګل څخه راکښته کوي او د موټرو سرک پورې یې رسوي. چې پدې توګه د چپه شوې ونې څخه ۵۰په سلو هم ګټه نه اخستل کیږي او پاتې لرګي د خاورو خوراک شي.

د طالبانو رژیم هم پر ځنګلونو رحم ونکړ او هغوی چې نورې عایداتي سرچیني یې ډیرې کمې وي د کنړ او نورستان ځنګلونه ورته ښه عایداتي سرچینه وه ددوی د رژیم پروخت هم د ځنګلونو وهل ښه په درز کې روان وو او لرګي یې له هیواد څخه د باندې قاچاق کیدل.

په ۲۰۰۱ کال کې د نوی ادارې په رامنځ ت

ه کیدو سره نه یوازې دا چې د ځنګلونو د وهنې مخنیوی لپاره کوم ګام وانخستل شو، په خواشینۍ سره ددې ادارې په لمړیو کې په بې رحمۍ سره د ځنګلونو وهلو او قاچاق دوام پیدا کړ او د ورځی به په سلګونو لارۍ د چارتراشو لرګي د اسمار له لارې پاکستان ته وړل کیدل او لاس ته راغلې پیسې به یی د څو تنو زورواکو جیبونو ته تللې.

که څه هم ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۶ کال د طبعي ځنګلونو د وهلو او د چار تراش  لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه فرمان صادر کړ او د دغه فرمان وروسته د ځنګلونو وهل او نورو هېوادونو ته د چار تراش لرګيو وړل قانوني جرم وګڼل شو. خو بیا هم په هغو سیمو کې چې دولت پوره واک نلرې او د وسلوالو مخالفینو تر کنترول لاندې دي اوس هم ځنګلونه په بې رحمۍ سره قطع کیږي او له قاچاقي لارو پاکستان ته رسیږي، چې له دې لارې وسلوال مخالفین لوې عاید هم لاسته راوړي، چې په دی کار کې د سیمه ایزو چارواکو او زورواکو له ښکیلتیا هم سترګې نشو پټولای.

که څه هم اوس پاکستان ته دلرګیو په قاچاق کې د پام وړ کموالې راغلې او دتیرو کلونو غوندې په ښکاره ډول ډیر کم وړل کیږي خو بیا هم هغه ولسوالۍ(سرکاڼو، مروره، اسمار، دانګام او ناړۍ) چې د ډیورنډ پولې ته څیرمه پرتې دي ځنګلونه یې اوس هم وهل کیږي او پاکستان ته وړل کیږي خو فکر نکوم چې ددې ولسوالیو په ځنګلونو کې به نور څه پاتې وي، او تقریباً ۹۰ سلنه ځنګلونه یې له منځه تللي.

نور بیا……

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply