په هیواد کې د ولسواکۍ وروستۍ آزموینه

اسدالله ولي

0 802

د تلې په شپږمه افغانان د څلورم ځل لپاره د ډیرو امنیتي ستونزو او ګواښونو سربیره، د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره راووتل او د خپلې خوښې کاندید ته یې د یو پرمختللې او هوسا افغانستان په تمه خپله رایه وکاروله.

دا ټاکنې په داسې شرایطو کې ترسره شوې چې د هیواد په دننه او بهر کې ذهنیتونه داسې جوړ شوي وو چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ټاکنې ترسره کول ناشوني دې او دولت نشي کولای دی دروند بار ته اوږه ورکړي. د هیواد په دننه او بهر کې د ځینو سیاسیونو او کړیو لخوا د موقتې یا سرپرستې ادارې ګونګوسې اوریدل کیدې او تر وروستۍ لحظې پورې یې د ټاکنو پرضد تبلیغات کول او هڅه یې دا وه چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او پر ټاکنو یې بې باوره کړي.

دی وضعیت حتې د ولسمشرۍ په نوماندانو هم اغیز کړې وو او د ټرمپ د وروستي ټویټ پورې یې خپل ټاکنیز کمپاینونه نه وو پیل کړي، یانې دوی هم د ټاکنو په ترسره کیدو باور نه درلود.

خو ددولت کلک عزم او اراده او د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنه او میړانه، او له هیواد، ولسواکۍ او نظام سره د خلکو لیونۍ مینه وه چې دا ټاکنې یې بریالۍ کړې. او د هیواد د مخالفینو او هغو سیاسيونو او کړیو چې، نه یې غوښتل دا ټاکنې ترسره شي او هیواد کې بیا د موقت یا سرپرست حکومت پنوم د خپلو شخصي ګټو لپاره یو بل جنجال رامنځ ته کړي، خوبونه له خاورو سره خاورې کړل.

د ټاکنو په ورځ که څه هم د خلکو ګډون د پخوا په پرتله یو څه کمرنګه وو او د ځینو لاملونو له امله لکه:

  • امنیتي ستونزې
  • په ټاکنیزو کمیسیونونو د خلکو بې باوري
  • د ټاکنو پرضد د ځینو سیاسیونو او کړیو منفي تبلیغات
  • د ولسمشرۍ د ځینو نوماندانو کمزورې کمپاینونه
  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د عامه پوهاوی پروګرامونو نه ترسره کول

هغه ستر لاملونه وو چې د خلکو ګډون یې کمرنګه کړ خو بیا هم د ځینو د تمې خلاف د هیواد په ګوټ ګوټ کې نر او ښځې، ځوانان او بوډاګان او حتی معیوبین راووتل او دایې ثابته کړه چې افغانان اوس دا جراات او ځواک لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي او چاته اجازه نه ورکوي چې ددوی د برخلیک او راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.

د ټاکنو په ورځ؛ که څه هم ځنې وړې تخنیکې ستونزې وی، خو د افغانستان په شان یو هیواد کې هیڅوک دا تضمین نشي ورکولای چې دومره یوه لویه او جنجالي پروسه سل په سلو کې پرته له کومې ستونزي سرته ورسوي، خو بیا هم د تیرو ټاکنو په پرتله دا ځل ستونزې یو څه کمې وي.

خو اوس؛ ټول ټاکنیز ټیمونو (په ځانګړې ډول دوه ټیمونه چې ځانونه مخکښ او بریالي ګڼي) ته پکار ده چې د خلکو رایو ته درناوې وکړي او د کمیسیونونو پریکړو ته صبر وکړي، ددوی ځنې ملاتړي سرله اوسه په ټولنیزو رسنیو کې د دروغو او جعلي ارقامو په خپرولو خپل ځانونه بریالي اعلانوي، د تقلب جعلي ویدیو ګانو او ځینو بې سنده ادعاوو په خپرولو سره غواړي خلکو ته تشویش پیدا کړي، او د ټاکنو په پروسې د خلکو باور زیانمن کړي.

له دی کار څخه ددوی موخه څه ده؟ دوی غواړي چې د هیواد په هر ګوټ کې بیا یو ځانته حکومت رامنځ ته شي؟ اویا دا چې د نه بریالیتوب په صورت کې د خپلو پلویانو ‌ذهنونه دی ته تیار کړي چې ددوی لپاره بیا سرکونو ته راووځي او یو نوی بحران رامنځ ته کړي، او د جنجال جوړولو په پایله کې بیا ځان ته یو څه امتیازات ترلاسه کړي.

چې دا عملونه د ټاکنو له قانون څخه ښکاره سرغړوای، د هیواد او خلکو سره ستره جفا، او له اخلاقې پلوه یو ډیر پست او لویدلې کار دی. که دوی په رښتیا هم خپل هیواد او خلکو ته ژمن وي او هغه شعارونه چې یې په کمپاینونو کې ورکول دروغ نه وي نو صبر دی وکړي چې د خلکو پریکړه ددوی په اړه څه ده، او د ټاکنو کمیسیونونه دی پریږدي چې رسمي پایلې اعلان کړي، او که دوی په رښتیا هم د درغلۍ په اړه رښتینې اسناد ولري هغه دې د شکایاتو کمیسیون ته وسپاري چې په اړه یې پریکړه وکړي.

او د ولسمشرۍ نوماندانو رښتیني میړانه به دا وي چې هرڅوک د ټاکنو کمیسیون لخوا ګټونکې اعلان شو په اخلاقي جراات او میړانې ورته مبارکي ورکړي او په راتلونکې حکومت یې ملاتړ وکړي. او له ټاکنو وروسته ټول په ګډه په هیواد کې د رښتینې سولې د راتلو لپاره کار وکړي.

د ټاکنو له کمیسیونو مو هیله ده چې د ټاکنو په ملي پروسه د خلکو تللې باور بیرته ترلاسه کړي، او خلک پردې ډاډه کړي چې ددوی رایه برخلیک ټاکونکې ده، تر څو په هیواد کې ټاکنیز بنسټونه پیاوړي شي، ولسواکي وده وکړي او د زور او زر سیاست ته د پای ټکې کیښودل شي.

دا په یاد ولرۍ؛ دا ټاکنې په هیواد کې د ولسواکۍ د بریالیتوب وروستۍ آزموینه ده خدای مکړه که دا ځل هم بریالي نشو نو بیا په افغانستان کې د ټاکنو، ولسواکۍ او جمهوریت خوبونه له سره وباسئ او یو نوی بحران ته تیار شئ، چې بیا به یې هم تاوان د هیواد غریب او بیچاره ولس پریکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply