که ټول سوله غواړي، نو سوله راځي ولې نه؟

0 689

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې په پنټاګان کې خبريالانو ته د سولې له هغو خبرو پرده پورته کړه چې طالبانو په پټه له حکومت او امريکايانو سره پيل کړې دي.
د طالبانو ځينې باوري سرچينې هم د ښاغلي نيکلسن څرګندونې تاييدوي او زياتوي چې ډېرو طالب مشرانو په پټه له حکومت او امريکايانو سره د سولې خبرې پيل کړې دي او د طالبانو په ليکو کې اوس د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه سلا مشورې روانې وي چې څنګه او له کومه ځايه بايد نور کسان هم په دغو خبرو ور ګډ کړل شي.
هلته د حزب اسلامي مشران چې په وروستيو کې يې سوله وکړه او له جګړې يې لاس واخيست، وايي، دوی هم خبر دي چې طالبان سولې ته راځي او خبرې يې روانې کړې دي.

د حزب اسلامي مشران وايي، دا خبرې د دوی د مشر د هغه وړانديز ثمره ده چې څه موده وړاندې يې حکومت ته کړی و چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې غاړه نرمه کړي، ځينې سيمې ورته وټاکي چې هلته دوی ځانونه او کورنۍ خوندي احساس کړي او په دې سربېره، په کابل کې د طالبانو لپاره د يوه دفتر پرانيستو ته اجازه ورکړي.
په دې سربېره، د سولې شورا هم وايي چې په طالبانو کې سولې ته لېوالتيا زياته ده، ډېری کسان يې د سولې لپاره د ولسمشر غني وروستی وړانديز مني او او زړه يې ښه کړی دی چې له جګړې لاس واخلي.

دا هغه بېلابېل اړخونه شول چې ټول په دې باور دي چې طالبان سوله کوي او ځينې يې وايي چې په دې اړه خبرې هم ښې روانې دي، خو سوال دا دی د طالبانو له ځينو مشرانو نيولې، تر حکومت، سولې شورا، امريکايانو او حزب اسلامي پورې ټول په دې باور دي چې طالبان سوله کوي، نو دا سوله کېږې ولې نه؟
يوه نيمه لسيزه وشوه چې په هېواد کې همدا د سولې يوه بېخونده ډرامه په تکراري ډول نمایش ته وړاندې ده، خو نه لاس ته راوړنه لري او نه يې کومه بله ګټه چا وليدله.
د سولې لپاره شورا جوړه ده، شورا په ولايتونو کې دفترونه لري، په نورو هېوادونو کې يې کنفرانسونه او غونډې وکړې، خو لاس ته راوړنه صفر.

کله يې ماشومانو ته چپنې ور په اوږو کړې وې، تر هغوی اوږده توپکونه يې په لاس ورکړي وي او اعلانونه کوي چې دا دی خونړيو طالبانو سوله وکړه.
کله يې غله او لنډه‌غر راټول کړي وي، مولونه يې ور تړلي وي او د طالبانو په نوم يې تېروي.
کله يې بيا له چوک څخه مزدوران راوستي وي، د تسليم شويو طالبانو په نامه يې عکسونه اخلي او د خپلو لاسته راوړنو په نوم يې په ټولنيزو رسنيو کې کښته پورته کوي.
د ننګرهار نوي والي حيات الله حيات ته هم تنور تود ښکاره شو، وړمه ورځ يې څو خواران او بېچاره ګان راټول کړي ول او عکسونه يې ورسره اخيستل چې دا دی طالبان يې سولې ته راوستل.

په ننګرهار کې د حيات اوونۍ نه ده پوره شوې او هغه يوه اوونۍ يې هم له ماشومانو سره په روژه ماتونو تېره کړه، خو په عين حال کې يې بيا دومره پرمختګ کړی دی چې د ننګرهار طالبان يې هم پېژندلي، د هغوی موخې، کمزورۍ او اړتياوې يې هم مالومې کړې دي، خبرې يې هم ورسره کړې، د هغوی فکر يې هم پسې ور اړولی دی او دې ته يې اماده کړي دي چې توپک کېږدي او په ولایت مقام کې له حيات الله جان سره سلفي عکسونه واخلي.
دا په لوی لاس د سولې پر پروسه ملنډې او رشخند وهل دي چې تهداب يې د سولې شورا ايښی دی.
که د افغان حکومت، امريکا، حزب اسلامي او د طالب مشرانو دا خبرې رښتيا وي چې طالبان سولې ته لېوالتيا لري، بيا نو دا سوله کول د سولې شورا د وس خبره نه ده، بايد په جدي سترګه ورته وکتل شي او کوټلي ګامونه واخيستل شي.
موږ په دې باور يوو چې سوله يو ذبيح الله مجاهد نه کوي، او بل يې په حکومت کې دننه جګړه‌مارې ډلې نه کوي.

مجاهد به بيا هم د امتيازاتو لپاره د سولې په ملاتړ اعلاميه خپره کړي، خو په کابل کې په مرمۍ ضد موټرو کې سپاره زورور به کله هم طالب پرې نه ږدي چې سولې ته غاړه کېږدي.
په سوله کې د دغو زورورو، لنډه‌غرو او د سولې شورا د بړېڅو ګټې پټې دي. که سوله وشي دوی به سوال ته کښېني او چې دوی ژوندي وي، په هيڅ صورت به پرې نه ږدي چې سوله وشي.
حکومت او امريکايان دې، لومړی له دغو داخلي ښکرورو سره يا سوله وکړي، يا دې ورسره حساب تصفيه کړي، د طالب لپاره بيا لاره پاکېږي، يا به سوله کوي، يا به مري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply