ترهګر سوله څه چې ان د سوله غوښتنې غږ لا خپکۍ کوي / ودان روښان

0 712

وایي چې څوک  په منطق کې پاتې راشي نو بیا جنګ جګړې ته مخه کوي یانې جنګ جګړې تل هله رامنځته کېږي چې منطق نه منل کېږي یا هم نه اورېدل کېږي. هسې خو د جګړه مارو منطق ډېر پخوا مالوم و خو په کابل کې د شا وخوا ۲۰۰۰ دیني عالمانو په نښه کول یې ښکاره ثبوت دی. دغه ۲۰۰۰ دیني عالمان نه د امریکا او نه هم د افغان دولت غلامان دي، په دوی کې ډېر د طالب مشرانو د مرشدانو لا استادان دي چې اوسنیو طالب مشرانو ته خو لس کاله د دین لوست ورکوي. په دغه برید کې چې د کابل پولیتخنیک ته څېرمه د لویې جرګې تاریخي خیمه کې د ټول افغانستان په کچه ددیني عالمانو جوړه شوې غونډه وه، اصلي موخه دې غونډې ته ورغلي دیني عالمان وو. د رپوټونو له مخې دغه برید د ځینو دیني عالمانو په ګډون د روژې مبارکې میاشتې په دویمه نیمایي کې ۱۴ کسان په شهادت ورسول او له دې شمېرې ډېر نور یې ټپیان کړل. پوښتنه داده چې که طالب بهرنی په نښه کوي خو نوم پرې جهاد ږدي، که افغان دولتي کارکونکي او د وسله وال پوځ اړوندانو سره جګړه کوي نو هغه د نظر اختلاف او د دوی د فکر نه منل ګڼي خو که طالب دیني عالمان په نښه کوي او هغه هم داسې دیني عالمان چې د دوی د استادانو لا استادان دي نو دلیل یې څه شی ګڼل کېدی شي زما په اند خو له خوارج پرته بل نوم نه پرې جوړېږي. خوارج هم هغه بې علمه او جاهله ډله وه او ده چې ان د حضرت نبي کریم(ص)د تره پر زوی، زوم، د هغه مبارک څلورم یار د اسلام څلورم خلیفه او لومړني ماشوم چې پر انحضرت(ص) یې ایمان راوړی و(حضرت علي کرم الله وجهه) ایله ونه کړه او په شهادت یې ورساوه، نو افغان دیني عالمان خو یې هغه د چا خبره نصوار هم نه دي په تېره چې فتوا یې هم د طالبانو ولینعمت او بادار(ای اس ای) د ګټو خلاف وي. داسې فتوا چې د ای اس ای د ارادې خلاف په افغانستان کې امن او سوله غواړي نو ای اس ای او د هغه بړیڅي خوارج کله دا زغملی شي. غوره به وي د موضو ښې روښانولو په موخه کابل کې د دیني عالمانو فتوا ځینې غټ ټکي راواخلو چې کوم یو ټکی یې د محمدي غرا شریعت مخالف دی چې طالبانو یې د مرګ فتوا صادره کړې ده؟

په کابل کې د د شاوخوا ۲۰۰۰ دیني عامانو د فتوا غټ ټکي:

«په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ راز شرعي جواز نه لري.»

«د شریعت او اسلامي قوانینو له نظره هر ډول جنګ ناروا او د مسلمانانو د وینو له بهیولو پرته بل شی نه دی.»

«انتحاري حملې، د خلکو د وژلو له پاره چاودنې، وسله وال مخالفتونه، راز راز فساد، غلاوې، یرغمل نیونې او هر ډول تشدد په اسلام کې لویه ګناه شمېرل کېږي او دا ډول کارونه د خدای تعالي له حکمونو سره په ټکر کې دي.»

د افغانستان دغو زرګونو عالمانو همداراز ویلي چې د قرانکریم پر اساس د مسلمانانو وژل حرام او ناروا دي.

دوی په عین حال کې پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.

دیني عالمانو د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پاره منځکړتوب ته تیاري هم ښودلې ده.

دغو دیني عالمانو د حضرت نبي کریم سیرت او سنت ته په نغوتې وویل چې دواړه لوري (دولت او طالبان) لږ تر لږه په روژې میاشت یا د روژې میاشتې په دې متبرکو پاتې شپو ورځو کې جګړه ودروي او د مسلمانانو وینه تویول دې بند کړي.

یو ځل بیا وایم چې دا ساده او د ملا عمر په شان جاهل او بې علمه ملایان نه دي چې نه پر دین خبر او نه پر دنیا، بلکې دې غونډې ته ورغلی هر دیني عالم په ټوله مانا له طالب مشرانو پر دین ښه پوهېږي او په بشپړه توګه ترې خبر دی او هیڅ داسې فتوا په هیڅ قیمت او هیڅوک نه شي پرې منلی چې هغه دې د ین خلاف وي. دوی هر یو د خپلې فتوا له پاره داسې پاخه او نه ماتېدونکي دلایل لرل چې هم خدای(ج)، د هغه پیغمبر او هم هر بل رښتیني دیني عالم ته د منلو دي. زه باوري یم چې که په دې فتوا کې د دین خلاف ډېر لږ څه هم وای د دغو عالمانو له ۹۹ سلنې زیاتو عالمانو له غوڅ منفي غبرګون سره مخ کېدل. دا هم یقیني ده چې په دې غونډه کې به ډېر داسې دیني عالمان هم وو چې له طالبانو سره د زړه له تله خوا خوږي لري نو که هغوی په دې فتوا کې داسې څه موندلي وی چې که پر کوم کمزوري دلیل یې هم ددین خلاف ثابتولی شوی له تردید پرته چې چپ نه کیناستل او د خپل ځان ښودلو له پاره یې هم د اعتراض غږ پورته کاوه خو داسې څه پېښ نه شول، له دې ښکاري چې ددیني عالمانو فتوا د قران او سنت پر پخو دلایلو ولاړه ده، نو ځکه خو له طالانو او د هغوی بادارانو او ولینعمتانو ته د خپلې ناروا جګړې توجیه بله کومه چاره نه وه پاتې، پرته له دې چې خپل غصه پر بې ګنا مسلمانانو سړه کړي او هغه هم د روژې په دې مبارکه میاشت کې.

په دغه ترهګریز برید کې په نښه شویو کسانو بله هیڅ ګناه نه درلوده، دوی د چا کور نه و سوځولی، دوی د چا زوی او پلار نه و وژلی، دوی ښوونځی، کلینیک، پل او سرک نه و وران کړی، دوی یواځې د حق ناره پورته کړې وه، دوی د ناروا جګړې او د مسلمانانو وینې توییدو بندېدو غوښتنه کړې وه هغه هم په عرفي دلایلو نه، بلکې په شرعي دلایلو!

نو ځکه خو ترهګرو ته د منلو نه وه پر همدغه دلیل ویلی شو چې ترهګر نه یوازې د سولې دوښمنان دي بلکې غواړي د سولې غږ لا خپکۍ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply