هند وايي چابهار به د امریکا له بندیزونو سره پرانیستی وي

0 542

نوي ډیلي ته د ایران د بهرنیو چارو وزیرد سفر په لړ کې هندي چارواکيو په ډاګه کړه چې د دوی او ایران تر منځ به اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پخوا په څېر روانې وي او په باور یې له اټومي تړونه د امریکا وتل او د بندیزونو ګواښونه د دوی پر اړیکو اغیز نه‌شي کولای، خو دا خبره په عمل کې ډېرو ته ناشونې برېښي او ان داسې راپورونه هم ورکول شوي چې په چابهار کې بوختې هندي کمپنۍ د دغه بندر په پراختیا د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو پروژې کارونه ځنډولي دي او د ایران د نفتو په صنعت کې بوختې کمپنۍ هم په ایران کې د خپل کاروبار د بندولو اعلان کړی دی.

خو ایران چټکې هڅې پیل کړې چې چین او هند ته د اروپايي کمپنیو له وتلو وروسته نوي امتیازات وړاندې کړي. په دې ډله کې ایران د فرانسې ټوټال شرکت ته خبرداری ورکړ چې په ایران کې د فعالیت د دوام په موخه له امریکا سره د خبرو لپاره ۶۰ ورځې وخت لري. د ایران د تېلو وزیر ویلي که ټوټال خپل فعالیت بندوي، د چین سي‌ان‌پي‌سي کمپنۍ ته به یې استخراجي او اکتشافي فعالیتونه ور حواله کړي. ایران هند ته هم ورته وړاندیزونه رامخې ته کړي دي او هڅه کوي د چابهار په ګډون په ایران کې روانه هندي پانګونه او له نوي ډیلي سره تجارت جاري پاتې شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي چې یوازې د ملګرو ملتونو بندیزونو کولای شي د تهران او ډیلي راکړه ورکړه بنده کړي، نه د بل هېواد فشار او دوه اړخیز عمل او ګواښونه.

هندوستان له ایران سره په ۲۰۱۷ کال کې نږدې ۱۴ میلیارډه ډالره راکړه ورکړه درلوده او غواړي چې د دغه هېواد له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته خپل تجارت د ایران د چابهار په مټ تر سره کړي. له سعودي او عراقه وروسته ایران د هند د تېلو درېیم ستر واردونکی هېواد دی او هره ورځ ۴۲۵ زره بېرله تېل ترې اخلي. په دې سربېره هند د ایران د تېلو او ګازو په صنعت کې یو له سترو بهرنیو پانګوالو دی.
تر دې وړاندې په نوي‌ډیلي کې د ایران سفیر ویلي چې د تهران او واشنګټن تر منځ د اړیکو په خرابوالي کې به د هند او ایران په ګډو پروژو لکه چابهار بندر باندې هیڅ ډول اغېز نه غورځي. هند چابهار ته د یوې داسې دروازې یا ګیټوې په سترګه ګوري چې منځنۍ اسیا او بیا روسیې ته ترې راکړه ورکړه وکړي.
چین بیا په دې لړ کې ایران ته وړانديز کړی چې که هندوستان له چابهاره په شا کېږي؛ نو دوی پکې پانګونه کوي چې دا به نوي ډیلي ته نور ټکان او سرخوږی او پاکستان ته ښه زېری وي.

هند په عین وخت کې له ریاض، تل‌ابیب او واشنګټن سره پراخېدونکې اړیکې لري چې د ایران پرتله یې راکړه ورکړه څو برابره ته رسېږي. په ۲۰۱۷ کال کې هند له سعودي سره د نږدې ۲۷ میلیارډه ډالره تجارت درلود او څلورم ستر سوداګریز ملګری یې و. په دې توګه که د هند لپاره د انتخاب مساله مطرح شي، کېدای شي نوی‌ډیلی د سعودي، اسراییلو او امریکا اړخ ونیسي، خو هند د انرژۍ د لارو او منابعو د تنوع لپاره دواړو اړخونو کې خپلې ګټې پالي.
هند دا رنګه منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره یوازې ایران په واک کې لري او هڅه کوي چې پر دغه لاره د چین د سیال په توګه واک له لاسه ور نه کړي.
بل خوا ۲ هندي بانکونوIndusInd او UCO خپلو کاروباریانو ته خبرداری ورکړی چې د اګسټ تر ۶مې خپلې ټولې راکړې ورکړې له ایران سره پای ته ورسوي. هندي سوداګرو د دغو بانکونو په مټ ایران ته د صادراتو چارې تر سره کولې.

پر ایران د واشنګټن د ۷ کاله وړاندې بندیزونو په لړ کې هند ته اجازه ورکړل شوې وه چې له ایران سره راکړه ورکړه د ډالر پر ځای په هندي کالدارو او خوراکي توکيو تر سره کولای شي. ایران هند ته تېل ورکول او هندیانو یې په مقابل کې وریزې او غنم ورکول. بل خوا به ایران د هندي توکيو د تر لاسه کولو پر وړاندې نوي‌ډیلي ته کالدارې ورکولې. هند تمه کوي چې داځل هم د واشنګټن له خوا ورته معافیت او امتیاز تر لاسه کړي، خو ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ اداره د اوباما پرتله ډېره ایران ته غوسه ده، په ښکاره يې پر تهران د پراخو او بې‌سارو بندیزونو عملي کولو ته ملا تړلې. ان داسې راپورونه هم ورکول شوي چې ممکن امریکا ژر پر ایراني بانکونو باندې د پیسو د راکړې ورکړې نړیوال سیسټم سویفټ ته لاس‌رسی بند کړي چې په دې توګه به په هیڅ بهرنۍ کرنسۍ راکړه ورکړه نه‌شي کولای.

که امریکا داسې وکړي له شکه پرته به په چابهار کې هند ته لوی سرخوږی جوړ کړي او د افغانستان او هند نېغ تجارت ته به زیان ورسېږي، خو هند وايي چې له امریکا سره د دوی د دوستۍ کچې ته په کتو سره به دوی له دغه اړخه مستثنا کړي او د څو کاله پخوا چمونه به پیل کړي.
په دغه ډول په یوه لوبه کې ایران مجبوره کېږي چې د افغانستان او ایران د راکړې ورکړې د پراختیا لپاره نور امتیازونه هم وړاندې کړي، خو که امریکا هند ته هم حالات سخت کړل، بیا افغانستان بېرته د کراچۍ لارې ته مجبورېږي چې کېدای شي د کابل او ډیلي تر منځ ځمکنۍ راکړه ورکړه له هره اړخه اغېزمنه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply