په خارجه وزارت کي د (من افغان نیستم) شبکې رسوا کیدل

0 625
عبدالقیوم رووفي
د افغانستان د خارجه چارو وزارت تیره اوونۍ د لا زیاتي رسوایی د مخنیوی او د عامه ذهنیت د غولولو په خاطر په دې وزارت کې د انترنټ په کارولو بندیز ولګاوو.
خارجه وزارت په ډیرې وارخطایی دا پریکړه هغه وخت وکړه چې په دې وزارت کې د (من افغان نیستم) متعصبه ډله افشا شوه او د افغانستان د حکومت کشفي ارګانونه پري خبر شول.
ویل کیږي په خارجه وزارت کې د دې ډول انترنټي شبکې د ایجاد هدایت یو کال مخکي د دی وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ورکړی و او هغه وخت یی چاري په مستقیم ډول د وزارت اداری معین نصیر احمد اندیشه په خارج کي د ځینو سفارتونو په مرسته پرمخ وړلې. خو په وروستیو کې چې دا موضوعات تاوده شول دا شبکه پراخه شوه او چارې یی د اندیشه تر نظر لاندې د خارجه وزارت د فرهنګي بخش رییس توریالي غیاثي او د رباني او اندیشه خاصې اسنازې فریبا نوابی ته وسپارل شوي.
د [من افغان نیستم[ فاشیستي ډلی غړي زیات شول د اداری معین  د دفتر په غړو او د وزارت د ځینو کارکوونکو علاوه له خارجه وزارت څخه بهر څو متعصب کسان هم پکې شامل شول خو چاري به یی د خارجه وزارت د فرهنګی ریاست له خوا پر مخ وړل کیدلې.
دغي ډلی په اوونۍ کی دوه ځله د فرهنګ د پنجشیري ریس توریالی غیاثی په دفتر کی غونډي کولي همدلته به یی د خپریدو وړ موضوعات تصویب او تاییدول بیا به یی د دغي شبکې نورو غړو ته استول.  د شبکې زیاتره برخی هغه وخت هم په خارج کی د افغانستان په سفارتونو کي وې.
د من افغان نیستم فاشیستی شبکی د رهبری شورا د غونډو پریکړی به په خارج کې د افغان سفارتونو متعصیبو کارمندانو ته د فریبا نوابی له خوا او په کابل کې له خارجه وزارت دباندی د فیسبوک متعیبو کارونکو او د رسنیو کارکوونکو ته د ماندګار ورځپاڼی د مسول مدیر نظری پریانی او د یک تلویزیون د یوه کارکونکی له خوا په مستعار نوم انتقالیدلي.
په خارج او داخل کی به د شبکی غړو په منظم ډول په فیسبوک کی خپرولې او تلویزیونونو کي به یی پروګرامونه او ګردي میزونه جوړول.
کله چی په خارجه وزارت کي د دغی متعصیبی ډلی رهبري افشا شوه نو وزارت نه یوازي په دی وزارت کی د انترنټ کارول بند کړل بلکی د شبکي زیاتره چارې یی په خارج کي د افغانستان سفارتونو ته چي ډیری او په ځینو سفارتو کی ټول کارکوونکی یی د یوی ډلي او یوي سیمې دي ولیږدول شوي.
اوس د من افغان نیستم فاشیستی ډلی زیاتره کارونه په سفارتونو کي کیږي خو رهبري یی اوس هم د وزارت له فرهنګی ریس توریالی غیاثی سره ده چی په مستعار نوم ددی متتعصیبی شبکی چارې په مخ وړي او په منظم ډول صلاح الدین ربانی او نصیر احمداندیشه ته راپور ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply