شاه محمود هوتک/ همایون دوست

0 1,415

د اصفهان کلابندی د سرکی ګیلاني پیښلیکنه
پیتر دسرکی ګیلاني : دا اثر د ارمني سوداګر او پیښلیکوونکی په ۱۷۲۲-۱۷۲۳ کالونو بهیر کې د شاه محمود هوتک په لاس د اصفهان کلابندی او فتح یاداشتونه دې، چې د روسانو پوځې څارګرو سره د مرستې په موخه په ارمني ژبه کښلي، بیا روسی ژبی ته اړول شوی او په ۱۸۶۳م. په روسیه کې چاپ او خپاره شوی. دا د شاه محمود هوتک د سلطنت یو کلن راپور دي.
پیتر ګیلاني: ارمنی ازادی غوښتونکې ؤ، چې غوښتل یی د دین په بڼست، د روسانو پام ارمنستان ته واړوی او له پارس څخه په جلا کیدو کې مرسته ورنه وغواړی.
ده په خپل لګښت ۱۷۲۳م. یو پوځي سوار غڼد جوړ او روسانو سره اوږه په اوږه، په همدی موخه، شخړو کې ښکیل او په همدی کال د ریشت ښار په یوه جګړه ایزه عملیاتوکې د سیدال افغان په لاس ووژل شو .
د ژباړی موخه مه تاریخ پوهنې او څیړنې له پاره د یو معتبر لاسوند نه ګټه پورته کول او عبرت اخستل دي، هر هیواد کې چې دین یا مذهب سیاسي شي، هغه هیواد کرغیړنو ناښوالیو ته ټبل وهی. پارس امپراتوری د پراخو سیمو خاونده وه ، چې د واکمنې بیرغ لاندی یې د مسلمانانو برسیره د نورو دیننو پيراونو، هم خپل روزګار تیراوه، مرکزی کې یی اکثریت سني مذهبه مسلمانان میشت ؤ، ورسته له هغې چې شیعه مذهبه صفویانو واکداری ته ورسیدل، دوی د دوه پیړیو اخ و ډبه په ترڅ کې وتوانیدل چې سنیان په اقلیت تبدل کړی او په ۱۶۹۵م. شاه حصین صفوی، د سلطنت رسمي مذهب «شیعه» اعلام کړ.
دی په وړاندی لومړی ګام کې میرویس «نیکه» په مشری افغانانو توره لغړه او په پایله کې په ۱۷۰۹ کندهار خپواک شو، بیا بلوڅان، کردان، ترکان، د قفقاز او شمالي قفقاز سنیان، غیر مسلمان زردشتیان، ارمنیان او ګرجیانو… ته هم د ازادی منطقی پلمه په لاس ورغله، چې افغانانو نه یی په الهام او همغږی فارس زندۍ او په لسګونو ټوټو دړی وړی کړ.
دا اثر دوه برخی لری چې ما مازي د شاه محمود هوتک په ټړاو برخه ژباړی ده.
٭٭٭٭٭
۱/ زموږ ښار ریشت ته له همدان څخه یوسف د سخي جان زوی په راتلو دا خبرونه له ځان سره لرودل : « میاشت کیږی چې د همدان نه راوتلی یم، کله چې هلته وم، د بغداد نه یو ارمنی راغی او ما ته یی وویل چې د قستنطنیه نه زښته ډیره وسله او مهمات پرته له پوځیانو بغداد ته راوړل شوه، د بغداد واکدار اوریدلی چې ګیلان روسانو ولکه کړی، نو په بیړه یی بغداد د حصار ویجاړیو بیرته جوړونی امر وکړ، هغه سخت په ویره کې دي .

۲/ یوسف کسیه کوله، په لاره قزوین کې تم شوم ، وګړی یی وارختا ښکاره کیدل، دوی ورته ویل وو چې، واکدار مو تښتیدلې موږ بي مشره پاتي یوو، هر ګام چې «محمود» راوړاندی کیږی، هومره زموږ د سر خطر ډیریږی، موږ بله لار نه لرو، مجبور یو په ریشت کې د روسانو پوځې مشر نه واغواړو، چې موږ تر خپل پوښښ لاندی، رعیت وګڼی.

۳/ دوه کسانو ریشت ته خبر راوړ، چې واختان خان او محمد قولی خان سره پخلا شوی، دواړو ترکانو ته لاس یو کړی، په ایروان کې چي د ترکانو څلور پاشا یان (سردارانو) وو، په دریو سرونونه مات ، او یو یی خوندی ځای ته پناه وړی چې، لاس رسی ورته نشته.

۴/ په ارزوم کې ما په خپلو سترګو ولیدل، چې مات شوی ترکانو په سل او دوه سوه کسیزو ډلو د تښتی په حال کې وو.

۵/ بل ارمنی، چې په اصفهان کې فرانسوی کمپنی ترجمان ؤ خبر راوړ، چې اصفهان کې اوازه وه، چې میروس خان زوی میرمحمود خان د ۱۲ زره کسیز لښکر سره له کرمان راغلی، په لاره کې وارزن نیولی او مخ په اصفهان روان دي.

۶/ سید عبدالله خان عربی والی، هم په همدی ورځ «پادشاه» ته اصفهان په لور د «محمود» تګ خبرداری ورکړ چې، تیاری ونیسی.

۷/ «پادشاه» ۱۸ زره کسه قرجيان اوغلام بچه ګان په ۲۴ میله توپونو او وسلو سمبال «محمود» سره مقابلی ته تیار کړل.*
٭( صفوی پادشاهانو دوه ډوله لښکر لروده، قرجیان ۳۰ زره ، تورو، تبرګیو، نییزو، په لیندو او غشو سمبال منظم سواره ، د قرجی باشی په قومنده وه . «شاهی ګارد» یا غلام بچه ګان ۱۸ زره چې قفقازیان وو د قولاراغاسی په قومنده.)

۸/ عین مهال یی د شاه او خوا ښارونو نه ۱۲زره نور ټوپکیان اصفهان ته راستول.

۹/ فبروری ۲۰. ۳۰ زره پارسیان په دوه ډلو ګولن اباد، چې اصفهان ته نیژدو کی پروت دي، د افغانانو سره د مقابلې په نیت روان شول.

۱۰/ د ښار نه د لښکرو په وتلو سره «پادشاه» په انګریزی او هالنډی تومانچو سمبال
«جوګ» په قومنده ۳۰۰ ارمنیانو ته د شاهي ماڼي ساتنی ورپه غاړی کړه چې، قزباش په راغلل، دوی ته یی وویل، چې وسلې موږ ته وسپاری او دلته ستاسو د پاتیکیدو کومه اړتیا نشته، که څه خبره وه، بیا مو راغواړو، ارمنیانو ټینګار کولو، چې د «پادشاه» په امر راغلې یو، یواځی د هغه په امر ځو. پایله کې دوی په زور وشړل.

۱۱/ فبروری ۲۴. د قزلباشو ۳۰ زره کسیز منظم لښکر په ۲۴ توپونو سمبال، افغانانو ته مخامخ مواضع ونیوله. ۲۵٭ د فبروری، سهار وختي د «پادشاه» استازی« دولت خان» د یو لیک سره کمپ ته راغلی، په لیک کې کښل شوی ؤ، «څنګه چې زما لیک پرانیزی، همدم په افغانانو ودانګی ، نور دی خدای خیر پیښوی».
*(د اوسنی جنتری په حساب ۸ د مارچ سره سمون خوری)

۱۲/ غرمه کې پارسیانو جګړه پیل کړه، منظره داسی وه : له یوی خوا د تبلیسی «وختان خان»، قولراغاسي «میرزا رستم»، ښي وزر ته د «محمود» په وړاندی؛ منځ «دولت خان» نیولی ؤ، چپ وزر کې قرجی باشی د «محمود» سپاه سالار «سلطان امان الله» په وړاندی مخامخ شول. « دولت خان» او «قرجی باشی» په منډه «سلطان امان الله» په خوا یرغل وکړ، بیخبر چې، له هغه تر شا ۶۰ میله زنبورګ توپونه په اوښانو بار او اوښان یی په ځمکه کینولی. څنګه چې قزلباش په منډه، ښه وړاندی شول، امان الله ناڅاپه خپل لښکر سره په بیړه یوی څنډی ته شو، د توپچیانو مخه یی ازاده کړه او همدم ۶۰ زنبورکانو چې، غرروهل، پارسیانو پرروهل.

۱۳/ بل اړخ ته «میرزا رستم» په میړانه د «محمود» په واړندی جنګیده، چې د امان الله پام ور واوښت، د رستم ځواکونو چې په امان الله نظر ولګید او ویلیدل، چې هغه نور خو یی وځغلول وار زموږ شو، نو دوی هم پښی پسی سپکی کړی. رستم ایله د دوه سوه کسانو سره د افغانانو مینڅ کې ګیر شو، بله چاره یی نه لرله پرته د تښتی، اس یی کړندی ؤ، خو هڅه ناکامه، ووژل شو.

۱۴/ د جنګ په ترڅ کې «محمود» ته خبر ورسید، چې عربي والي سید عبدالله ستا په کمپ چاپه اچولی، د خزانی په لوټولو بوخت دي؛ «محمود» وویل: پریږده یی چې لوټ یی کړی، موږ په میړانه جنګیږو، که مو جګړه وګټله، خزانې برسیره د هغوی خزانه هم زموږ ده، که مو بایلوده، بیا نو خزانه څه په درد خوری.
(عبدالله خزانه لوټ کړه).

۱۵/ دی شخړه کې افغانان ۱۳۰ کسان، پارسیان ۱۷۰۰ کسان ووژل شول، د پارسیانو ۲۴ میله توپونه، اسلحه، مهمات، خواړه، ارزوقه او خزانه هم محمود ته غنیمت پاتی شوه .

۱۶/ جګړی ډګر نه د پارسیانو په سپکه تيښتی، «محمود» ګومان وکړ، چې ګوندی دا پوځی چال نه وی، ښایی پارسیان پټ کمین کې ناست وی، ځکه خو دری ورځی له ځایه نه خوزیده.

۱۷/ دری ورځی پس «محمود» د اصفهان شهرستان دروازی درشل کې لنګر واچوه، اته ورځنیو، واړو او غټو چاپو ورسته ښار ته د ننوتلو تمه یی وشکیده.

۱۸/ د پوځی شورا له خوا ۲۰۰ تنه افغان جنګیالی وګومارل شول چې غاسک، ایروان، جوګ او یا ګجر نه، ښار ته د ننوتلو لاری واڅاری، ورسته له پلټنو، دوې «محمود» ته ډاډ ورکړ، چې ارمنیان میشتو سیمو ګې هیڅ کوم پارسي پوځي تر سترګو نشو نه کوم بل خنډ شته.

۱۹/ مارچ ۱۰. خپله «محمود» بی له کوم مقاومته، فرح اباد باغ ته ځی او همدلته قرارګاه پرانیزی، ځواکونه یی غوراکل، ایروان، ګجر، جوګ تر زاندره سیند پوری، ټولی سیمي ولکی لاندی راولی، هغوی د ترکي ژبو ویجاړ شوی کلیو نه تیریږی، څوک چې به په نظر مشکوک ورته ښکاریدل، وژل به یی.

۲۰/ هم مهاله «محمود» ۷ زره کسان د مارنون پل ساتلو په موخه ولیږل، دوی له قزلباشو نه نیمایی عباس اباد، غټه او واړه چارسو هم ونیوله او ښار ته د ننوتو او وتلو لاری او ګذرونه وتړل.

۲۱/ څلور ورځی پوره شوی چې جولفستان د افغانانو لاس کې ؤ، لاکن جولفیان بعیت ته ورنغلل، «محمود» کسان وګمارل، چې مشران او ملکان یی ورته حاضر کړي، مشران یی راوستل، «محمود» له خوا قاضي محمد هاشم ارمنیانو ته وویل، چې د «محمود» نن څلورمه ورځ ده، چې دلته راغلی، مګر تاسو بعیت ته سر راښکاره نکړ، هغه مو په غوسه کړی دي، تاسو ټول واجب د قتل ګڼی». ارمنیانو ځواب کې وویل: قسم دي که موږ ګررم یاستو، که زموږ د بدبختو خلکو مجبوری درک کړی، زموږ د بې ګناهی په جرم به هغه زموږ خون په غاړه وانخلی، موږ د «پادشاه» رعیت یاستو، د هغه په امر زموږ د ښار نارینو او ښځینو نیمایی وګړو، باج پلازمینی اصفهان ته وړی. که موږ پرته د «پادشاه» اجازی یا پرته له ستاسو غوښتنی، په خپل سر بعیت ته راغلی وای، دا خبر هرومرو «پادشاه» یا نورو اشرافیانو ته رسیده، بیا به هغوی زموږ هغه خپلوان چې لا هلته دي سخت مجازات کړی وای. نور نو قضاوت ستاسو وکړی څه مو چې خوښه وی.قاضي منځګړی ؤ، د دلایلو په اوریدو سره د «محمود» خیمې خوا ته لاړ. نیم ساعت ورسته راوګرځید او وویل چې «محمود» وایی چې تاسو ته ژوند بخښم، خو۱۲۰ زره تومان جزیه درنه غواړم، څومره چې ژر کیږی دا راوړئ، نور یی رخصت یاست ».
د خبر په اوریدو سره ارمنیانو په ژړا، د قاضي هاشم پښو ته پریوتل « نه یی لرو له کومه کړو دومره روپی ؟ تاسو خپله زموږ کورونه ولټوی، څه مو چې مندل هغه یوسی». د اوږدو خبرو ږرویدنو ورسته قاضي هاشم بیا «محمود» خیمې ته وګرځید چې د جزیی مبلغ ۷۰ زره تومان ته په ټیټ کړ او جولفیانوهم په لیکلی بڼه ورته لاسلیک کړه، په هم دغه شیبه د «محمود» یوه ډله او جولفیانو مشران، د پیسو ټولوونه ته وټاکل شول، چې دوی کور په کور وګرځیدل او د خلکو نه یی ، زیوراتو، ګران بیه غمیو، مرغلرو، ریښمنو اتلس ټوټو، سرو او سپینو زرو یو لوی انبار راټول کړ؛ د اتلس ټوټی او سپین زر د بازار له نرخه په څلورمه برخه ، غمي ، مرغلری، اوربشو دانو په توله، سره زر په مثقال ، چې هر مثقال په زر پوله . ټوله کې شل زرو تومانو په ارزښت توکې، په نهه زره تومانه محاسبه کړای شول، نور نو جولفیانو بخښنه وغوښته چې هر وخت اصفهان ته لار خلاصه شي، پاتي پیسی به ورکړی. برسیره په دی افغانانو له خوا پنځه زره دانی د وریښمنو ټوټی، شالونه، رنګارنګ کالی، بړستنی، بالښتونه، توشکی لوټ او په پوځ وویشل شوی. د خپلسرو جنګیالوی په لاس د ګلیساو سامان الات، تالا کول خو په ځای پریده.

۲۲/ د دی سره «محمود» جولفستان تګ او راتګ لاری په مورچلونو کلکی وتړلی ، له بلی غاړی قزلباشانو هم دا کار وکړ، افغانانو څو واره په هغوی چاپی واچولی چې ځانګړی لاسته راوړنه یی نه لروده.

۲۳/ ډیرانتظار د «محمود» زړه خوړین او اصفهان فتح نه یی تمه وشکیدله، نو «پادشاه» سره د جوړجاړی په خیال کې شو چې، څوک ور ولیږی او د خراسان، کرمان، څو زرو روپیو بدل کی اصفهان نه لاس واخلي، مګر ملګری یی ورسره همغږی نه وو، چې دا به موږ ته لوی شرم وی؛ «محمود» وویل:« نو څه وکړم، بله کومه چاره تاسو راوښایی؟ ما خو خپل ټول زور وواهه، ښار دروازو درشل ته ورسیدم مګر ننوتی نشم، لا تاسو ما د ګټوری سولی مخالفت کوی».
له دی نه وروسته پوځی شورا پریکړه وکړه، چې داسی ریښتیا د ښار ولکه کول نا شونې دی، موږ باید له اصفهان نه کړۍ تاو او ګرد چاپیره کلابند برسیره د خوراکی توکو په راوړلو بندیز ولګوو، دا وړاندیز د «محمود» هم خوښ شو.

۲۴/ همدا ورځ «محمود» ته ځر خبر ورساوه چې دری خانانو، فرهاد جولا همدانی، شاویردی خان او زنغان خان، ۶ زره کسان «پادشاه» مرستی ته روان کړی، «محمود» سمدستی قیچ نصرالله٭ ته امر وکړ چې غم یی وخره، هغه خپلو ۴ زره سرتیرو سره د اصفهان په نیزدو کې خانان ګیر کړل، قزلباشو داسی جګړه پیل کړه چې، خپل سر یی مات کړ، ۱۵۰۰ کسان مړی، وسلو ، مهماتو، برسیره خزانه یی هم په میدان پریښودله او د تیښتی لار یی ونیوله.
٭( سترګو کې چپی نصرالله د «محمود» تر ټولو خطرناک او تکړه قومندان ؤ )

۲۵/ مردان علي خان «خونساری»* کې ۷ زره کسان د «پادشاه» ملاتړته تیار او روان کړل، کله چې د دی نورو مرګ ژوبلی داستان واورید، نو غوره وګڼله چې جنګیالوی ته شا ګرس ورکړی.
*(خونساری د ولایت نوم ؤ)

۲۶/ په جولای کې بختیاری خان د «پادشاه» مرستی ته ۸ زره کسان روان کړی وو، چې د «محمود» په امر بیا قیچ نصرالله د خپلو ۴ زرو جنګیالیو سره ، سهار وختی اصفهان په ۱۵ کیلومتری کې ناڅاپی، هغه مهال ګیر و کلابند کړل چې، دوی باغونو کې د میوی په خوراک شخوند واهه. بختیاری ۳ زره مړی په میدان پاتی او نور په تښتې کورو ته ستانه شول.

۲۷/ هم مهاله له دی سره دولت خان، حتوم احمد اغا او قولر اغاسي د ۸ زرو جنګیالوی سره اصفهان توپچی د دروازی ووتل او په افغانانو یی یرغل وکړ، دولت خان او قولراغاسي په بیړه شا ته ستانه شول، خو حتوم احمد اغا کې لا څه شهامت ؤ تر یوی مودی وجنګیده او د ۱۰۰۰ مړو په پریښدو یی د کلا دړی ځان په سی وتړلی.

۲۸/ د دی میاشتی کلابندی په ترڅ کې، د خوراکی توکو بیه : وړه من په ۸، وریژی من په ۱۰، غوړی او بوره من په ۱۲ تومانه، د چرګي هګۍ دانه په ۲۰۰ پوله وه، په ښار کې څاروی( پسونه، غویان، اوښان، قچر او اوسونه) پاتی نه وو چې، حلال یی کړی، د خرو په حلاله یی پیل وکړ، غوښه یی من په ۲ تومانه خرڅیدله، خلکو د نورو حیواناتو( سپو، پیشوګانو، مږو او موږکانو) د غوښو برسیره، زاړه څرمی بوټان په اوبو کې جوشول. ولږه تر دی کچه وه، چې یوه هلک د خپلی خور له مړی نه تیونه غوڅ او خوړل، ځینو ان خپلو ماشومانو غوښی وخوړی.
(دا چې اصفهان کې څومره د خوراکی توکو قحطی او قیمتی وه، د خدای په فضل د ارمنیانو په سیمو کې هغومره فراوانی او ارزانی شوه، غنم من په ۱۰۰، د پسه خوښه من په ۱۰۰- ۱۵۰ پول.)

۲۹/ «پادشاه» کله چې ولیدل خوراکی زیرمی تشی شولی، د لوږی نه ورځ تر بله خلک مري او په سی مری، نو حکومتی چارواکی یی سلا مشوری ته وغوښتل، چې بله چاره نه لرو پرته د جوړجاړی نه، اوس اړ یو، چې «محمود» ته د ځمکو پیسو او نور ځینی امتیازات ومنو، ټول درباریان «پادشاه» سره په یوه خوله هو وکړه. «پادشاه» یو پلاوی وټاکه چې هر څنګه کیږی، د امتیازاتو په بدل کې «محمود» قانع کړی چې، سولی ته غاړه کیږدی او د اصفهان کلابندی نه ازاد کړی.

۳۰/ «پادشاه» جرګه مار ته وویل: «محمود» ته کرمان او خراسان ولایتونه د ۵۰ تر۱۰۰ زرو رپیو برسیره لور په نامه کوم، د پلار او زوی په څیر به اړیکې ورسره پالم، مازی دی سوله وکړی، اصفهان د کلابندی نه لاس واخلی.

۳۱/ «محمود» اوس په دومره امتیازتو نه قانع کیده، مرکه چې ته یی وویل، لاړ شه او خپل «پادشاه» ته دی ووایه ، « سمه معقوله پریکړه کې ځنډ مه کاوه، که نه نو بیا به پیښمانه وی، کومې روپۍ او ولایتونه چې ما ته رابخښی، دا خو په اصل کی ماته، زما خپل مال واپس ډالۍ کوی، لور راته وړاندی کوی، څه په وکړم؟ زه به د ده اولادونه غلامان او وینځی کړم، زه اصفهان په دومره ټیټی بیه نه پریږدم، ځه لاړ شه دا خبری ټکی په ټکی ور ورسوه، چې وخت له وخته تیر نه شی ».

۳۲/ کله چې جرګه مار له خولې «پادشاه» دا خبری واوریدلي، غوښتل یی چې خپل ارګاه او بارګاه سره، له پلازمینه نه کوم خواته لرې والوځی ، لاکن د تیښتې ټولو لاری «محمود» قبضه کړی وی، اکتوبر په ۱۱ یی دربار غونډه وکړه، بله چاره یی نه لیدله، «محمود» ته د سلامی کیدو او اطاعت پریکړه یی وکړه.

۳۳/ اوکتوبر ۱۲. «پادشاه» خپل ۳ ورستنې اوښان قربانی، غوښه یی خیرات کړه، نور یی په اوښجنو سترګو لاسونه د الله دربار ته پورته لپه او دعا وکړه، ورسته له غرمې نه د اشرافو په بدرقه ښار مرکزی دروازی نه «محمود» ته له ځانه مخکې قاصد ولیږه، ده هیله کړی وه چې «محمود» وګوری، د هغه اطاعت وکړی. خپله د نورو درباری اشرفیان سره په لږ واټن کی ورپسی په اس سور روان شو.
د «محمود» افغان څوکیدارانو قاصد ته وویل چې صبر دی وکړی،هغه ویده دي، چې ویښ شو ورسره وبه ګوری، «محمود» په اصل کې د خوب خیال هم سر کې نه ګرځیده، خو افغانانو په لوی لاس «پادشاه» او نور امیران یی د لمرسوزنده وړانګو لاندی نیم ساعت جزایی ودرولی وو، چې بیا یی «محمود» خوا ته بدرقه کړل.

۳۴/ «محمود» په ځمکه ناست ؤ، «پادشاه» کوټی ته ننوتو سره سلام وکړ، «محمود» سمدستی پاڅیده، په داسی حال کې چې «پادشاه» سترګو ته، نه کتل سلام یی وعلیک کړ، «پادشاه» ته یی د لاس په ښود د ناستې ځای په ګوته کړ. «پادشاه» دم شیبه له خپل سر نه تاج پورته او دولت خان ته یی ورکړ، چې د «محمود» په سر یی کیږدی، خو «محمود» سر په شړک سره بل خوا واړو او د تاج له اخستلو نه یی انکار وکړ، دولت خان تاج بیرته «پادشاه» ته وسپاره، «پادشاه» پخپله پورته شو، وویل چې « زویه: ښایی د کوم مظلوم په اذار به خدای اراده اړولی وی چې په ما نور د پادشاهې پیرزوینه نه کوی، دی د پاره یی وړکس، ته غوره کړی یی، زه زړه له تله د پارس تاج و تخت تا ته سپارم، مبارک (تاج یی د «محمود» په سر کیښود) او دعا ورته وکړه چې د لویه ذاته در ته بریالیتوبونه غواړم.
ورسته له دی قهوه او خوږه راوړل شوه، چې اول «پادشاه» او بیا «محمود» او د کوټی نورو حاضرینو وڅکله، «محمود» څنګ ته بلوڅ انډیوال یی، «محمد» ناست ؤ، په موسکو شنډو یی «پادشاه» ته وویل: «چې څه دی وکړل ؟ تا خو په یوه شیبه کې خپل ځان او موږ ټول د «محمود» تابیعداره کړو».

۳۵/ «محمود» همدا شپه د «سلطان امان الله» په قومنده دوه زره جنګیالیو ته دنده سپاری چې ښار دننه قدرت ځان ته انتقال کړی، دوی د دروازو قراولونو ، شاهی خزانه، شاهې ماڼی کې خپل کسان کینول، بیا یی «محمود» ته د امنیت ډاډ ورکړ. (باید وویل شې چې د حرمسرای په تسلیمیدو کې «پادشاه» د ښځو، لورګانو، خویندو، وینځو ژړا، چیغو او کوکارو د ښار لرو کوڅو کې خلک له خوبه ویښ کړل.)
———————————————————————————–
«شاه محمود هوتک»

۶/ اکتوبر ۱۴. په سهار «محمود» او «پادشاه» په اسپونو سوار، د ښار په لور رهی شول، د «محمود» څو ګامه مخ ته د تشریفاتی ګارد ۱۲عسکرو له ځانه سره هغه شعار وړ چې په کښل شوی ؤ « خپل شیعه پادشاه باندی ایمان لرو». دوی شیراز په دروازی ښار ته ننوتل، په دی مهال چې د «پادشاه» ټنده ډیره تروه وه، د شرم نه په بیله لار ماڼی ته لاړ. د ښار دننه تر شاهي قصر پوری د «محمود» پښو لاندی ټوله لار په قالینو، ټغرو، وریښمنو په قیمت بیه رختونو فرش وه. په دې بڼه «محمود» قدرت او واک ته ورسید چې «شاه محمود» شو.
د قدرت رسیدو ته یي، ټوله کې ۱۵۰ زره نه اضافه ، ۵۰ زرو په جګړو کې قزلباشی ککري، تر۱۰۰ زرو اضافه اصفهانیان په کلابندی کې د ولږی مړه او خاورو لاندی کړل، مګر افغانان تر ۲ زره لا لږ ووژل شول.

۳۷/ اکتوبر ۱۶. «شاه محمود» شاهې تشه خزانه پرانیستله، ۴ زره تومانه نغده روپې ، نور د وریښمنو ټوټي، ښځو ګاڼي، زیوراتو، قیمتی تیږی او غمي ورکې پراته وو، نغده روپي ځکه لږی وی، چې «پادشاه» د نهمه میاشتنۍ کلابندی کې په خپلو عسکرو ویشلې وی، چې په میړانه د ښار ساتنه وکه او افغانانو له منګولو اصفهان ازاد کړی، کوم څه کې چې پاتی راغلل.

۳۸/ «شاه محمود» د شاهې ماڼې په نیژدو، بل قصر کې «پادشاه» استوګن کړ، د باډیګارد سربیره یی پالنه ته دری ښځې ورولیږلې؛ کله نا کله پخپله پوښتنی ته ورځی. د «نوروز» جشن په ورځ «پادشاه» د دوه ښځو نورو چې، په نامه یی یادی کړی غوښتنه وکړه، «شاه محمود» ورولیږلی، همداسی څه قیمتی غمي ورنه وغوښتل، «شاه محمود» ورکړل، «پادشاه» امر وکړ چې د غمویو نه دی ټولو ښځو ته زیورات جوړ شی، دا کارهم وشو، کله چې زرګر، زیورات «پادشاه» ته راوړل نو ده ورته وویل، ته خو پوهیږی چې زه اوس «پادشاه» نه یم، پیسی نه لرم، «شاه محمود» به یی درکړی، د زرګر حساب هم «شاه محمود» پاک کړ. اوس یی هم تل نازوی.
یوه ورځ چې «شاه محمود» د «پادشاه» پوښتنی ته ورغلې ؤ، نو «پادشاه» ورته ویل، چې « ما په قزلباشانو اعتبار وکړ، چې دی ورځ ته یی راوستلم، خایین، نمک حرام مخلوق دي، له دوی د لاسه ما کومه لاسته راوړنه یا ښیګڼه نه ده لیدلی او ته به یی هم ونه ګوری، زما خو زور ورسره بر نه ؤ، ته یی ، سم پښو لاندی څپلی کړه، زما به زړه یخ او ته به ورنه خلاص شي.»
شپږ میاشتی ورسته «شاه محمود» یوه سلطان ته سپارښتنه وکړه، چې «پادشاه» تبدیل د هوا په موخه کندهار ته بوځي، «پادشاه» ورسره روان شو، خو په لومړنې تم ځای ګولن اباد کې د سترګو اوښکی بهیدلی او سلطان ته یی زاری کولې چې، په دا سپینه ږیره او رنځور صورت مي چیرته بیایی، د تګ وس نه لرم . سلطان «شاه محمود» ته خبر راولیږه، مشر ډیر خواشینی او رنځور دي، نه غواړی چې لاړشی، څه وکړم ؟ «شاه محمود» بیرته راوغوښت، هغه قصر کې د پنځوواړه ښځو او باډیګارد سره استوګن کړ او ښه ډبل لږګښت یی هم په خپله غاړه اخیستی.

۳۹/ همدارنګه د «پادشاه» د کورنۍ پاتی غړیو( ورونو او زامنو ) ته چې ۳۵ کسان کیږی، جلا قصر سپارلی او افغان پیره داران په ولاړ دی، ډبل خرچې برسیره ښه پالنه یی کیږی.
۴۰/ سربیره په دی چې یو شهزاده * تبریز ته وتښتید، بیا هم د دوی ښه پالنه کیږی.
*( کلابند په مهال د پادشاه څلورم زوی شهزاده تهماس د اصفهان نه تبریز ته وتښتید او خپله پادشاهې اعلام کړه).

۴۱/ «شاه محمود» يوه شاهزادګی په نکاح کړه.*
*( تر دی پخوا پارس ملایانو، د سنیانو سره نکاح حرامه ګڼلي وه)

۴۲/ «شاه محمود» واک ته په رسیدو د هغو کسانو قدر او عزت ساتی ، چې د پادشاه کیدو مبارکې ته ورغلې وو، پاتی کسان یی جزیه، جریمه یا هدیرو ته ولیږل.

۴۳/ د حکومت په مشر تابه کې د دولت خان، قزلباشو لس کسان ، قرچی باشی، قولر اغاسي د پخوا په څیر او د همهغه دندو لړۍ روانه وساتله.

۴۴/ اکتوبر ۲۹. «شاه محمود» د وفاداری لواړي په اړوند، د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرتمنه غونډه پرانیستله چې افغاني امیرانو، پارس نخبګانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوی وه، «شاه محمود» دولت خان، قرچي باشي او قولراغاسي ته په خطاب کې وویل، « تاسو خو شاهد یاستی چې، د شاه حصین صفوی په پادشاهی کی دا هیواد، ظلمونو ،استبداد ، بی عدالتیو ، جهالت او قانون د نه اطاعت له بابته په کرغیړنه حالت کې ؤ، اوس چې زه پادشاه شوم، لومړنی ګام کې غواړم، چې حق حقدار ته وسپارم او له دی ښاره ټول مضر او زیان رسوونکي وګړی ورک کړم، د ځواک او واک په چوکیو به هغه کسان ګومارم، چې ماته زړه له کومی وفادار او دنده کی پاک زړی دي، ستاسو په تړاو زه باوری یم، چې ماته او خپلو دندو ته، زړه له نیته وفادار یاستی. اوس به په ګډه فکر وکړو چې، موږ څنګه کولای شو، شهزاده تهماس ونیسو او فارس کې د قانون واکداری ټینګه کړو، چې ډاډمن امن او ثبات رامنځ شي ، طبیب به خپل کار او نور به په خپل، خپل کارونو بوخت، نوره وینه بې موجبه توۍ نه شي».
له دی پس ټولو لوړ پوړو چارواکو په قران لاس کیښود او په جګ اواز یی د «شاه محمود» ته د وفاداری لواړه وکړه چې. « موږ تا ته زړه له کومی وفاداره په ځانی او مالی قربانی به دریغ ونکړو».
په اخره کې دولت خان «شاه محمود» ته وویل: په ما امر وکړه چې، زه تهماس ته احوال واستوم چې ستا بعیت ته راشی . خو ده ورته وویل : داسې نه بریښی چې هغه پرته له توری زوره بل څه ته غاړه نه ږدی، سردارن او لښکر پسی لیږم لاس تړلی به یی راولی.

۴۵/ اکتوبر۳۰. سلطان امان الله، سلطان اشرف، قیچ سلطان نصرالله، ۶ زره افغانان او د دولت خان ورور په مشری ۲ زره قزلباشو، په ګډه ۸ زره کسېز لښکر تیار شو، چې قزوین ښار ولکه او شهزاده تهماس لاس تړلی «شاه محمود» ته وسپاری.

۴۶/ نوامبر ۳. «شاه محمود» په سپارښته دولت خان کاشان ته نوی والي وټاکه، چې کشان خلکو زړه یی په وګاټه، دوی له ډیری خوشالی جشن جوړ کړ.

۴۷/ په همدی مهال امان الله خان د لښکر سره کشان ته لاړ، نوی والي په ارته ټنډی د سوغاتونو سره، د ده تود هرکلی وکړ، د پښو لاندی په ښار کې زری رخت ښور ؤ.
له دی ځایه امان الله خان قُم ته لاړ.

۴۸/ په قم کې خلکو د ښار دروازی بندی او مقاومت ورسره وکړ، نو دی ساوه ته لاړ. ساوه کې جنګیالیو واوریدل چې افغانان را روان دي ژر یی ښار یی پریښود، امان الله خان ساوه ته په ننوتلو، شهزاده تهماس قزوین نه په تیښته زانګان ته لاړ.

۴۹/ افغانان قزوین ته پسی لاړل، د قزوین واړه او زاړه ښاریانو د پښو لاندی ورته د وریښمنو ټوټې ښوری کړی.

۵۰/ قزوین د فتحه څخه موده ورسته امان الله لښکر له پاره د خلکو نه خواړه وغوښتل ، قزوین والاو په تیارولو لګیا ؤ.

۵۱/ برسیره یی د ۲۰ زرو روپیو باج په واچاوه ، خلکو ډیری چنو اخر په ۶ زرو تومانو باندی سلا شول.

۵۲/ په ارمنیان میشتو قزوین والاو یی ۳۰۰ تومانه باج کیښود، څنګه چې د قزوین والا ارمنیان غریب دی، نو هغوی ور نه بخښنه وغوښت، چې بې وسه یاستو، روزمره څه چې ګټو همهغه ورځ یی څټو، څه را سره نشته.

۵۳/ امان الله سره لښکر کې ۱۲ ګرجستانیان وو، د پیسوټولو ذمه یی هغوی ته سپارلی وه ، هغوی خلکو نه په ګواښونو پیسی غوښتلی ، چې ژر او په بیړه یی راوړی، سرونه به مو پری شی؛ دی ګواښونو د خلکو غوسه وپاروله، په دی وخت کې قیچ سترګې نصرالله د زرو جنګیالیو سره غرنیو کلیو ایبهار او حروم دره ته تللی ؤ، چې ولس یی ټوپک په لاس هرکلې وکړ، ۳۵۰ کسان یی ورنه ووژل، نور بیرته قزوین ته ستانه شول. قزوین والاو چې د دوه کلیوالو شهامت او مقاومت ولید، د هغوی نه په الهام اخیستنی، دوی هم خپلو کې پس پسی شروع کړ، دا نو څه د بی غیرتی ژوند شو چې موږ یی کوو، ښه ده چې افغانانو سره خبره یوه طرفه کړو، یا به ککری بایلو یا به کامران شو.

۵۴/ دسامبر۲۰٭. پیسه ګیر د روپیو په ټولونه د زور په کارولو لاس پوری کړ، هغوی قزوین والاو ته وویل چې، ای سپو تر قیامته به موږ تیر باسی، چرته دی خواړه او پیسی ؟ نن مهلت پوره شو، که را یی نه وړی : سپو غوندی به مو مردار کړو، له حاضر مخلوق نه یو لنډه غر په را غږ کړ، چې سپی خپله یی او هغه چا ته رالیږلی هغه سپی دي. په دی مهال پیسه ګیر خنجر ته لاس تیر کړ چې، سړی په ووژنی، لاکن سړی په مخکې شو او پیسه ګیر یی سوری کړ ، ور سره سم د خطر زنګ وه کړنکګیده، وسله له مخکی ویشل شوی وه، جنګ ته یی تیاری ونیوه، امان الله خان ته داسې اطلاع ورسیده چې ګواکی قزوین والاو بغاوت کړی دي. هغه خپلو دوه قومندانان ته امر وکړ چې یاغیان وځپی، دواړه په دندو کې پاتی راغلل، چې پخپله امان الله خان مجبور شو چې په اس کینی او بغاوت وټکوی، ده یاغیان مات او وشړل، ورسره سم یی هغو کوڅو ته اور واچاوه، کومو ته چې دوی ننوتل، په همدو ګرمو کې د قزلباش سلطان په مشری ۱۱۵۰ کسانو قاچاریانو ناڅاپي په افغانانو برید وکړ، دوی وپتیله چې دا خپله سپهسالار د ټول لښکر سره په موږ برید وکړ او په بیړه د ارګ ته پنا یوړه ، د ارګ بل خوا کې دیوال مات او اصفهان ته راغلل په دی شخړه کې امان الله په وږه تپی او مردکه ورکې نښتی پاتی شوه . ۱۲۰۰ کسه افغانان ووژل شول، سلطان اشرف د ۱۰۰ تنو سره د قزوین نه نیغ کندهار ته پښي سپکی کړی.
هغه ۲ زره قزلباش چې د دولت خان ورور په مشری له دوی سره ملګری ؤ، په قزوین کې پاتی شول.
۵۶/ کله چې په قزوین کې د افغانانو له غمیزی «شاه محمود» خبر شو، څهری کې د ډوبی خواشینی بدلون راغی، د غوسی خشن له سترګو داری وهلې، اندیښمن ؤ چې اصفهانیان ورته عمل تکرار نه کړی، ده په یوه ورځ دوه واری د ښار په واټونو کې د پوځی مانورونه تر سره کړل، چې ښاریانو کې ډار واچوی. بیا یی ، لطف علې خان ، قولر اغاسې او توپک اغاسي ته وویل چې: نور و نه شوه، غواړم تاسو د سولې کاروان په مشرتابه تبریز کې شهزاده تهماس ته د لوی قافلی سره، په جرګه ولیږم، څنګه چې قافله باید ډیره لویه وی نو اجازه درکوم چې، پخوانې ټول مخورکسان، اشراف او اشراف زاده، خان او خانزاده ان مفروران او څوک چې غواړی، د چا خبره چې په شهزاده اغیز لری له ځانه سره ملګری کړی؛ بیا یی قرچی باشی ته مخ واړو، چې ته دی قطعه د قافلی امنیت ساتلو ته تیاره کړه او بیا یی زما معینه ته راوله. ( کله نه چې «محمود» اصفهان ته ننوتلی ؤ، مخالفین یی اکثراً شاه حصین صفوی د مهال واکدارن وو، چې امتیازات له لاسه ورکړی ؤ، د شاه محمود په ضد یی توطیی کولی، ده وپتیله چې د قزوین په کاته کې د همدوی لاس دي، له بلې خوا له دوی نه د احتمالې بغاوت ګواښ ویره وه، نو شاه محمود غوښتل چې مخکې له مخکې خوزښت خونسا کړی، دا یو سیاسې چال ؤ. کله چې خبره د سولی شوه، نو ټول توطیه ګر، له پټن کورونه نه راووتل چې ګڼی تبریز ته به لاړ شی. یا د فرمان نه په ګټی اخیستنی له ښاره وتښتی).
د دوی ټول پټن کورونه هم د «شاه محمود» له ځریانو له خوا، څار او په نښه شول.

۷۵ / ۱۷۲۳ جنوری ۱۳. په غرمه کې امان الله خان په ژوبل بدن اصفهان ته ننوت، ماسپین کې «شاه محمود» لطف علی خان باندی امر کوی، هغه قافله چې د شهزاده تهماس د دیدن تږی ده، راوله. هغه راوسته، سر کې د همده ورور محمد قلې خان ؤ، جوخت په دی شیبه قرچې باشی د خپلې قطعې سره راغی، چې اوږده مزل ته یی تیاری نیولی ؤ.
په لومړی سر کې شاه محمود امر وکړ چې لطف علی خان بندی او د ورور په شمول یی قافله والو سرونه قلم کړی. بیا یی قرچی باشی ځان ته راوغوښت، هغه یی بندی کړ، امر یی وکړ چې قطعه نه وسله ټوله کړی او اشرافزاده ته یی ولیږی، دوی ټول ووژل شول، بیا یی امر وکړ، چې دولت خان سر له تن نه غوڅ کړی، چې ورور یی قزوین کې ما سره خیانت وګړ او هملته پاتی هم شو، خو خوا کې یی دوه افغانان ناست وو چې قزوین نه راغلې وو، هغوی ورته عذر او زاری وکړی چې ورور یی هیڅ شې کې ملامت نه دي، هغه زموږ ملګری ؤ او غوښتل یی چې راسره راشی، خو قزوین والاو راپرنښود. شاه محمود وویل: چې خاین نه دي، خپلې وظیفې کې دی پاتی شی.
په دی ورځ ۱۰۴۸ قزلباش ووژل شول، په بله ورځ وار د شاه حصین منشیانو او لا څوک چې پټن کورونو کې مخفی پاتی ؤ، له تیغه تیر شول، لنډه دا چې د قزوین په غچ، دوه دری ورځو کې ۱۶۱۷ نور شکمن کسان له تیغه تیر او یا سرونه قلم شول.
د ښار کوڅې تشی او کراره کراری شوه، هیڅچا زړه نه ښه کاوه چې له کوره ووځې یا له بهره څوک ښار ته راشی، بازارونه او دوکانونه بند ؤ، پوره څو ورځی اصفهان کې یوازی مطلقه خاموشی حاکمه وه، بالاخره د شاه محمود ملګرو نه یی چا ورته وویل چی، په رڼا ورځ او خلکو تر سترګو دومره وژنی وشوی، چې څوک زړه نه ښه کوی، بازار ته خواړه او نورو اړتیاو وړ توکی راوړی، که داسی دوام ورکړو، موږ به د ښاریانو سره یو ځای د ولږی مړه شو.
له دی نه پس که څوک به یی وژل نو د خلکو مخته نه، پنا ځای ته به بیول کیده.
۵۸/ «شاه محمود» شیراز ته د حاجی باقرعرب ځپلو پسی لښکر ولیږه ، عربان د مرګ، ژوبلی ورسته وتښتیدل، افغانان ښار ته ننوتل، په کلنو، کلنو زیرمه شوی خواړه یی اصفهان ته راوړل، ورسره په بازارونو پراخه پریمانی او ارزانی شوه.

۵۹/ د ارغازینیانو په غوښتنه، «شاه محمود» د قیچ نصرالله په قومنده ۱۲ سوه کسیز لښکر ولیږه، د دوی مقابلې ته ۵ زره قزلباش راووتل، نصرالله په شا وځغلول او له ځان سره ۵ زره ارغازیني سنی مذهبه کورنۍ اصفهان ته راوستی.

۶۰/ مهم ولایت ګرجستان لا پاتی دي چې ایل شی، د هغه په اړوند شاه محمود خپلو ګرجي کارمندانو ته سپارښتنه کړی ، خپلو وطندارانو ته خبرداری ورکړی چې د دښمنی نه لاس واخلی که نه نو پایلی به یی ورته غمجنې وی.

۶۱/ شاه حصین صفوی په غز کې مظبوطه کلا جوړه کړی وه، چې نیول یی ناشوني بریښیده، په ورستیو کې زردشتیانو فتح، شتمني یی «شاه محمود» ته وسپارله.

۶۲/ په ورستیو کې د پارس کابو ټولو سرګښو واکداران، افغانانو ته د درناوی غاړه کیښوده. خو لا امن نشته، شاه محمود نیت کړی چې خپل ټول دښمنان له واکه وپرزوی، څوک اټکل نه شی کولای بیا ښایی امن ثبات راشی.

۶۳/ سږ کال قیچ نصرالله د خپل ټاټوبی سیستان نه ۱۲۰۰ افغان کورنۍ راوستی، اصفهان کې میشت کړلی.

۶۴/ د «شاه محمود» موخي بدلی شوی، دی اوس هغه محمود نه دی چې کوم ولایت لوټ کړی او بیرته کندهار ته ستون شي، اوس غواړی چې ټول ولایتونه په پشپړه ایل کړی.

۶۵/ شاه محمود برسیره د سوغاتونو، په وچ کلک زور ډیره شتمنی د ارمنیانو، ملتانیانو (هندوانو)، هالندیانو، انګریزانو او فرانسویانو نه د جزیو او جریمو له لاری تر لاس کړی. په ټوله ۱۸۹ زره تومانه سوغاتونه، جزیه او جریمه «شاه محمود» ټوله شوی، دومره پانګه او بډای خزانې په لوردلو سره محمود د دنیا مقتدر پادشاهانو څنګ ته دروی.

۶۶/ دری ځلې یی قندهار ته پیسی لیږلی یو وار د اغا موسی، بل وار د محمد هاشم او نورمحمد په لاس د اغا موسی سره یی ۶۰ کسه ارمنی ځلمیان ملګری کړی وو، چې له یوی خوا خزانه ورته یوسی او له بله خوا خپلو وطندارانو ته یی جوته کړی، چې په رښتیا یی اصفهان ولکې لاندی دي. پیسی یی کندهار ته د سرتیرو جلب و جذب په موخه لیږلې ، ویل کیږی چې تر اوسه یی هلته ۱۲ زره ځوانان ټول کړی او راولی یی چې په مټ یی قزوین او تبریز ایل کړی.

۶۷/ اوس پوځ د څلورو کالنو له پاره خواړه او مهمات زیرمه کړه، خپل ټبر سپاهیانو (افغانان) ته لا تنخا نه ده ټاکلی، لاکن اجازه یی ورکړی، څومره چې پیدا کړی، هغه یی خپلې دی، هندوانو سره یی د کال ۶ تومانه تنخا ومنله.

۶۸/ د شاه محمود اوسنی د ګارد تشکیل: ۶ زره افغانان، ۲ زره قزلباش توپکچي، ۱۰۰۰ کسه زردشتیان،۶۰۰ کسه ارمیان توپکچې، ۳۰ کسه ګرجیان، ۶۰ کسه عثماني ترکان، ۵۰ ملتانی سپاهیان ، ټوله کې۹۷۴۰ تنه دي، پوځ کې سخت جدی پوځي مقررات وضع کړی، چې په یوه قومنده په څو شیبو کي، خپله دنده سرته رسوی یا لښکر کشی ته تیار وی.

۶۹ / افغانانو ته اصفهانیان او حکومتی چارواکي د جګړمارانو په سپکه سترګو ګوری ، په دی تړاو پوځیان د شاه محمود نه خواشیني دي او په کراتو یی ګیلې ورنه کړی، چې یا له پارسیانو نه د لوړو پوړیو واک واخلی او یا موږ ته اجازه راکړی، چې لاری ته یی سم کړو.

۷۰ / افغانانو خواخوږی ملګری بلوڅان، هزاره ګان او زردشتیان دي، هزاره ګان دی؛ بلوڅان ورسره په هره کاته کې همغږی دی، یو ځای ډوډۍ خوری او ټوکی، ټکالی کوی.

۷۱ /هزاره ګان او افغانان خپل شریک دښمن پارس او قزباش ګڼی. دوی وایی چې افغانانو په کراتو د سنی مذهبه ترکستانی ازبکو یرغلونو په وړاندی له موړ ساتنه کړی.

۷۲ / زردشتیان : پخواني پادشاه دوی په جبر او زور او رنګارنو مجازاتو وژل، چې اسلام دین ته یی واړوی، زښت ډیر یی مجبور کړل چې مسلمان شی، خو افغانانو دوی ته خپل دینی مراسمو تر سره کولو پشپړه ازادی ورکولو تر څنګ خواخوږی هم لری ، په پوځ کې یی لواړ پوستونه ورسپارلي دي، دوی تر ټولو زیاد شاه محمود ته وفاداره دې، ډیره قربانې، سرښندنې او ویاړونه وربخښلي .

۷۳/ جنوری ۱. د بغداد نه حسن پاشا ۱۲۰ کسیز پلاوی په مشری «نیکیته عثمان» د سفیر تر نامه اصفهان ته ولیږه، چې شاه محمود ته د پادشاهې مبارکې ورکړی.
سردار هاشم یی د هر کلې او میلمه پالنی له پاره مخ ته ورغی او تشریفاتې مراسمو په ترڅ کې اصفهان ته راوست، ښه ښکلې ماڼې کې میشت کړ، پرته له نغدو پیسو، ډول، ډول خواړه ( سبو نه نیولی، غوینه، وری، جرګی غوښه، وریژی، غوړی، کوچ، پنیر،…) ورته چالو شول، هاشم غوښتل چې «باور لیک» یی وګوری، خو سفیر د ښودلو په دی پلمه انکار وکړ، چې د حسن پاشا په سپارښتنه به یی یوازی شاه محمود ته ورکوی. لس ورځې ورسته د سفیر په ویاړ ۱۰۰۰ کسانو افغانانو په ګډون پرتمنه تشریفاتی غونډه جوړه او ده ته یی بلنه ورکړه، ډیره ښه منظمه غونډه وه، همدلته یی باور لیک ورکړ، «شاه محمود» چې له مراسمو ورسته لیک محتوا ولوستله، په خپلو انډیوالانو غږ کړ، چې دا سفیر نه دي جاسوس دي، غوښتل یی چې زندان ته یی واچوی یا سر ور نه قلم کړی. خو مفتی مداخله وکړه او ورته وویل چې دی که هر څوک دي، اوس سفیر په نامه یادیږی او سفیر سیاسی مصوُنت لری، بیا یی ملګرو ته وویل داسې چې ده یو څو ورځی نور یی هم میلمه پالنه وکړی او بی ارزښته سوغاتونه ور ډالې کړی او نور یی پریږدی چې له دی ځایه لاړ شی.

۷۴/ زموږ وطندار٭ «یوسف ابیسلامیان» چې شاه محمود ته کار کوی، له پخوا نه سفیر سره بلد ؤ، ده د میلمه پال په ایشاره د ده سره په پټه کتنه وکړه، چې دی د سفیر پوښتنو ته، لکه د ګمرګې عایداتوو، بندری عایداتو او نورو ږرویدونو ته، چې شاه محمود څنګه اصفهان فتح کړ، بې ارزښته، رسمي، دروغ او ریښتیا مالومات ورکړل، د سیاسې اوضاع په شننه کې سفیر ور وایلی ؤ : چې دا افغانان، افغانان نه دی، بلکی د خدای قهر دي، چې په قزلباشو نازل شو.
٭ (د پیښلیک لیکوونکی وطندار)

۷۵ / فبروری ۴. سفیر په وړاندیز د واپس ستنیدو، اجازه شاه محمود لاسلیک کړه، سفیر ته رسماً خبرداری ورکړل شو چې د مزدور، خدمتګار او بل هر نوم چې وی قزلباشان ونه ګومارئ او که نه مسولیت په غاړه وی. د تګ په ورځ یو افغان سردار د ده امنیت په موخه تر اتیا کیلو متری بدرقه کړ، بیا بل افغان سردار تر سرحدی پوست ورساوه، د سرحدی پوستی په دیوال کښل شوی ؤ چې سفیر تالاشی کړﺉ، قزلباش ورسره شته که نه ؟ ورسته د پلټنو ۱۲ قزلباشان وه موندل شو، چې ځای په ځای یی سفیر د سترګو په وړاندی سرونه قلم شول، همدارنګه دوی دوه قزلباشی ښځی هم په صندوکونو کې پټی کړی وی.
لړۍ روانه ده…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply