داسې بدمرغه مجرد مو چېرته ليدلی؟

0 999

مجردان به مو ډېر ليدلي وي، ځينې وايي، بخت يې خوار او قلم يې بند دی، خو راځئ نن د يوه داسې چا په اړه ولولئ چې رښتيا يې هم قلم بند او په نړيواله کچه بدبخته دی.

دغه کس د چین په بېجنګ کې اوسي او تر اوسه يې اتیا زره ښځو د واده وړانديز په لغته وهلی دی.
يو دېرش کلن نایو ژیانګ فینګ وايي، هغه د یوې مناسبې ښځې په لټه دی او په تېرو اتو کلونو کې یې په دې اړه ډېرې دروازې ټکولې دي، خو منفي ځوابونه یې تر لاسه کړي دي.

هغه په ۲۰۱۳ مېلادي کال کې د پلار تر وفات وروسته زړه ښه کړ چې واده وکړي، خو تر اوسه یې داسې کوم څوک پیدا کړې نه ده چې د هوکړې په توګه ورسره سر وخوځوي.
فینګ د واده کولو لپاره یوه لاره هم نه ده پرې ايښې، په ټولنیزو رسنیو، واده وېب‌سایټونو، اخبارونو او نورو ټولو ګرځېدلی، خو ښکاري چې لا یې هم بخت په درانه خوب ويده دی.

جالبه خو دا ده چې نایو په ځینو ټولنیزو رسنیو کې د بد قواره، لنډي او نورو په نومونو پېژندل شوی دی او خپله هم وايي چې ځینو ښځو خو لا ورته ویلي چې د خبرو کولو په چل هم نه پوهېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply