د ناومېش وېش؛ د دوو ولايتو پر اوږو بار ولسوالي

0 618

ناومېش د هلمند لرې پروت او د دايکندي څنګلوری کلی و چې په ديارلس سوه دوه نوييم کال کې د حامد کرزي په امر په ولسوالي بدل شو، خو وروسته چې مالومه شوه د هلمند له مرکزه يې چارې سمې نه تر سر نه اوړي، په ديارلس سوه پنځه نوييم کال کې د ولسمشر غني د اته‌نوييمې ګڼې حکم په اساس، په دايکندي پورې وتړل شوه.

دغه ولسوالي اوس هم د دايکندي برخه ده، خو د ټاکنو کمېسيون يوازې په ټاکنو کې په هلمند پورې تړلې ده او نورې چارې يې د دايکندي مرکز سمبالوي.

د ټاکنو کمېسيون د پرېکړې په اساس، د ناومېش خلک چې په ټاکنو کې برخه اخلي، رايې به يې د هلمند کانديدانو ته ځي او په هلمند کې چې د دوی هر څوک خوښ وو، هغه ته به په پارلماني ټاکنو کې رايه ورکوي.
د ناومېش ټول وګړي، هزاره افغانان دي.

اوس د هلمند اوسېدونکي وايي، دا د دوی لپاره يوه جوړه شوې دسيسه ده او ځينې کړۍ چې په وطني او ملي مسايلو کې په قومي اساس چلند کوي، غواړي په دې توګه په هلمند کې د يوه ځانګړي قوم کانديدان پارلمان ته ورسوي او د نورو د تګ مخه ونيسي.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې په ناومېش کې د ټاکنو د کمېسيون استازي ټول له دايکندي څخه ټاکل شوي دي او د دې ولسوالي د نفوس تر شمېره څو برابره زياتې تذکرې پکې سټيکر شوې دي.

په دې سربېره، د دغې ولسوالي امنيه‌قوماندان، ولسوال او نور هم د دايکندي له خوا مقرر شوي او اداري، امنيتي او لوجيسټيکي چارې يې هم ټولې د دايکندي د ولايتي ادارې له خوا پر مخ وړل کېږي.

سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د دغې ولسوالي د نفوس شمېر دوولس زره، نهه سوه او دوه ويشت تنه ته رسېږي، خو د ټاکنو لپاره د نوم‌ليکنې په پروسه کې تر اوسه پورې پکې تر شپږ دېرش زره پر زياتو تذکرو سټيکرونه وهل شوي دي.

د هلمند مدني فعال او له دغه ولايت څخه ولسي جرګې ته کانديد اغا محمد قريشي سرخط ته وويل چې دوی داسې مالومات هم رسېدلي دي چې د دايکندي له بېلابېلو نورو سيمو څخه خلک راوړل شوي او په ناومېش کې يې سټيکرونه لګولي دي.

دی وايي، په دغه ولسوالي کې د ټاکنو د نومليکنې ټول مامورن د دايکندي له خوا ټاکل شوي دي او راپور هم په دايکندي کې د ټاکنو کمېسيون ته ورکوي.

قريشي وايي، په دې اړه يې ارګ او د ټاکنو کمېسيون ته خپل شکايتونه لېږلي دي، خو تر اوسه لا چا په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

د ده په خبره، ځينې کړۍ شته چې په هلمند کې يې د يوه ځانګړي قوم د څو کانديدانو د بريا په پار، د ټاکنو پر کمېسيون فشار راوړی چې د ناومېش رايې بايد په هلمند کې وشمېرل شي او د دغې ولسوالي خلک په ټاکنو کې د هلمند نوماندانو ته رايې ورکړي.
قريشي وايي، دغه کړۍ غواړي د نادعلي او لښکرګاه د ځينو اوسېدونکيو او د ناومېش د ټولو وګړو په زور له هلمند څخه د يوې ځانګړی قوم څو کانديدان پارلمان ته راولي.
پرون په لښکرګاه سلګونو تنو هلمنديانو د ټاکنو کمېسيون د دفتر مخ د ناومېش د دغه وېش پر ضد لاريون کړی و.

دوی په هلمند کې د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله او ګواښ کوي چې تر هغه وخته به يې خلاصه نه کړي، تر څو چې د ناومېش رايې په دايکندي پسې نه وي شمېرل شوې.

د لاريونوالو مشر عبدالحق ځواکمن سرخط ورځپاڼې ته وويل، د ټاکنو کمېسيون دفتر يې تړلی او ولايت مقام ته يې هم خبر ورکړی دی چې په دې اړه دې ژر پرېکړه وکړي.

دی وايي، د هلمند شپږ ولسوالۍ سقوط دي، خلک يې په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلای، نو اوس که د ناومېش رايې د هلمند نوماندانو ته لاړې شي، د ډېر کانديدانو او د هغوی د پلويانو پر حق به څرګند تېری شوی وي.

ځواکمن وايي، دوی به پرې نه ږدي چې دا ځل هلمند د غزني په برخليک اخته شي.
د هلمند مدني فعالانو د ټاکنو کمېسيون د دفتر تر تړلو وړاندې په دې اړه يوه مطبوعاتي ناسته هم کړې وه او دغه کمېسيون ته يې درې ورځې وخت ورکړی و چې د دوی غوښتنې ومني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply