د ټاکنو پایلې او ځينې اندېښنې

0 682

افغانستان له مختلفو اړخونو د ولسي جرګې د ټاکنو په جنجال کې ښکېل دی. اوس د ولس ټول پام د ټاکنو په تر سره کېدو او روڼوالي راټول دی، خو تر دې ټولو مهمه د ټاکنو د پایلو د منلو لپاره د ذهنیت برابرول دي. په افغانستان کې سر له اوسه د ټاکنو د پایلو د نه منل کېدو په اړه د بېلابېلو ډلو او اشخاصو له خوا یو چوکاټ په جوړېدو دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته به د دغې ټلوالې په چوکاټ کې د ټاکنو د پایلو د ننګونې لپاره خنډونه رامخې ته شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټاکنو ته نږدې څلور میاشتې پاتې دي، خو د افغان حکومت له خوا داسې کوم پلان نه ښکاري چې له کبله یې تر ټاکنو وروسته را منځ ته کېدونکي وضعيت د قابو کېدو په اړه د خلکو زړه ډاډه وي. ورسره په خوا کې د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون هم سر ټکوي چې تر اوسه یې په یو شمېر ولایتونو کې کارکوونکي نه‌شته او د کاندیدانو د ارزونې لپاره یې په ځينو ولایتونو کې ان دفترونه نه لرل. د ټاکنو او د شکایتونو د اورېدو د کمېسیونونو وړتیا د ډېرو لپاره لا هم یوه پوښتنه ده چې که لږ ځانونه و نه خوځوي، کېدای شي د ناورین اصلي څړیکه له همدې ځایه را پورته شي.

د دواړو کمېسیونونو دننه د سیاسي او قومي مخالفتونو شتون او د کمیشنرانو تر منځ د قومي مسالو پر سر په رسنیو کې ناندرۍ د ټاکنو د پایلو لپاره خطرناکې اشارې دي. په تېره بيا دغه اندېښنه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په تړاو پراخه ده او داسې تصور کېږي چې ممکن تر ټاکنو وروسته د را منځ ته کېدونکي بحران او شکایتونو قابو کېدل کېدای شي د شکایتونو د اوسني کمېسیون تر وس پورته کار وي. اوس د دې اندېښنې د له منځه تلو ډاډ نه تر سترګو کېږي او له هغو کسانو سره چې د ټاکنو د ناورین په ژوروالي پوهېږي له دې اړخه اندېښنه په پراخېدو ده.

افغانستان په داسې توپاني سمندر کې په ماته بېړۍ کې د خپل هدف پر لور روان دی چې موخې ته رسېدل یې سخت، وخت یې کم، امکانات یې په نشت حساب، پر بېړۍ چلوونکيو یې د سپرو باور کم او ډېر یې د خپلو شخصي موخو لپاره بېړۍ پر ناسم لوري روانه بولي. سره له دې چې ملت یې تر بل هر مهاله بیدار او د پراخ بدلون د را منځ ته کېدو تکل کړی، خو سیاستوال یې د نظام د شړېدو او د دغې ماتې بېړۍ د چپه کېدو او خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

په وروستیو څو ټاکنو کې د هر کال په تېرېدو سره د پایلو نه منل د افغان حکومت لپاره د نظام او سیسټم د بقا په موضوع بدله شوې، خاص بيا د ۲۰۱۴م کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته هر څه په سیند لاهو برېښېدل. سره له دې چې دواړو اړخونو وویل چې د افغانستان د خویندتابه لپاره یې د ملي وحدت په ایتلافي حکومت سلا وکړه، خو تجربه یې ترخه او تر ننه دغه ترخه مړۍ له ستوني نه ده تېره شوې. تر هغه له مخه د۲۰۱۰م کال د ولسي جرګې ټاکنې هم په ورته کړکېچ کې ښکېل شوې، خبره یې د شکایتونو تر کمېسیون پورته ان محکمې ته ورسېده او د یو شمېر کسانو د ایستل کېدو او ځینو نورو د وردننه کېدو تر کچې ورسېده.

خو په ۲۰۱۸ کال کې حالات د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴م پرتله لا ډېر بحراني ښکاري. یو خوا په حکومت کې ښکېل اړخونه یوه او بل ته غاښونه چیچي، بل خوا له حکومته بهر د زورواکيو تبر لاستی موندلی او یو شمېر کسان ان ولسمشر او ټول حکومت ته ګواښونه کوي. درېیم دا چې سیاسي او قومي درزونه پراخ شوي او له هر لوري دغو تفرقو ته لمن وهل کېږي او په دې تړاو پردي ډول ته څڼې غورځي.
څلورم دا چې سر له اوسه یو شمېر کسان چې په سر کې یې د شمالي ټلوالې، جنبش او وحدت ګوندونو په ګډون یو شمېر وکیلان پر حکومت تور لګوي چې په ټاکنو کې لاس وهي.
د دې ډول تورونو تر شا د افغانستان لپاره یو خطرناک پلان پروت برېښي چې د پردیو او خپلو په اشاره به یې عملي کوي. دغه ډله منظمې هڅې کوي چې له اوسه د خلکو ذهنیت داسې خراب کړي چې په ټاکنو کې ګڼې درغلۍ کېږي او له ناکامېدو وروسته د درغلیو په نوم سرناخلاصي خلک راپورته او د ټاکنو مشروعیت او روڼوالی له پوښتنو او ګواښونو سره مخامخ کړي.

سره له دې چې د افغان دولت ټول پام د ټاکنو په کېدو را ټول دی، خو حالاتو ته په کتو د دولت لپاره د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو پرتله د راتلونکو ټاکنو د پایلو د منل کېدو لپاره د یوه هر اړخیز او پیاوړي سیسټم جوړېدو ته اړتیا ډېره ده. په داسې حال کې چې حکومت په ټاکنو کې د نه مداخلې ټټر ډبوي، د نظام سیاسي مخالفانو ته له ټاکنو وروسته د ګډوډۍ د را منځ ته کولو ډاډ زیاتېږي او سر له اوسه د منلو د ناورین په پلانولو بوخت دي. حکومت ته په کار دي چې ژر تر ژره دې دغې اندېښنې ته پام زیات کړي او د احتمالي ناورين د مخنیوي پر میکانیزم کار زیات کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply