۱۷ کلنه جګړه ولې پایته ونه رسېده ؟/ ګلرحمن رحماني

0 498

کله چی امریکا او نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتونو د اکثریت رایو له تر لاسه کولو وروسته د طالبانو د وحشتونو او ظلمونو د ختمولو په خاطر افغانستان ته راغلل، نو د طالبانو له پاشل کېدو وروسته یې دلته موقت حکومت رامنځته کړ، مګر جګړه لا هم ادامه لري او پایته ونه رسېده.

جګړه د ځینو مافیایي کړیو لپاره د ګټې وټې په ماشین او وسیلې بدله شوې ده، سره له دې چې افغان حکومت له قاچاق سره هر کال په کلکه  مبارزه کوي، خو بیا هم پر دی ندی بریالی شوی چی د قاچاق مخه ونیسي. دلته د نشه یي توکو، د قېمتي ډبرو او ان انسانانو قاچاق دوام لري او لا هم بېلابېلې ډلې او ګروپونه له دې لارې څخه پیسې ترلاسه کوي.  

نشه یي توکي په افغانستان کې په یوې سترې ستونزې بدل شوي. له یوې خوا په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې په قطار کی په لمړی سر کې راځي او له بلې خوا د نشه یي توکو استعمال او قاچاق مخ په زیاتېدو دی چې دا د اندیښنې وړ حالت دی. نشه یي توکي په هغو سیمو کې کرل او قاچاق کېږي چې د دولت وسله والو مخالفینو په ولکه کې وي، ځکه مخالفین له دې لارې او همدارنګه د قېمتي ډبرو د کانونو د غیر قانوني کېندنو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

افغان حکومت په بار بار ویلي چې جګړه پردۍ ده او یواځې افغانان پکې قرباني کېږي. ښه بیلګه یې د فراه جګړه ده ، کله چې افغان حکومت تصمیم ونیوه تر څو هغه اوبه چی له هیواده بهر نورو هیوادونو ته وړیا ور بهېږي اداره کړي. د حکومت دغه ملي ګام او اقدام د ګاونډیو هېوادونو له بد غبرګون سره مخ شو، ځکه پاکستان لا وار دمخه د جګړې لاره خپله کړې، مګر ایران هم تازه تازه تاوتریخوالي ته لاس اچولی چې د فراه ولایت وروستۍ پېښه یې ښه بېلګه وه او ایرانیان فکر کوي چې د فشار او تشدد له لارې به افغان حکومت له خپل ملي دریځ او غوښتنې څخه په شا کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران پارلمان ته وویل له افغانستان سره د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د هوکړې کوښښونو نتیجه نده ورکړې او خبرداری یې ورکړ چی هیواد یې اړ دی متقابل عمل وکړي ، چې په پایله کې د طالبانو په همکارۍ جګړه وکړه او دواړه غاړو (طالبانو او افغان حکومت) ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول هیوادوال یې کډه کولو ته مجبور کړل .

د جنګ د دوام بل عمده دلیل چې له عامو افغانانو سره دی دادی چې هغوی د نړیوالو په نېت او همکارۍ شک لري او د دوی په نظر بهرنیان په افغانستان کې د روان جنګ د ختمولو پلویان نه دي او دوی په یو شکل د روان جنګ د غځولو کوښښ کوي، ځکه د حکومت وسله وال مخالفین هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تمیولوي.

لنډه دا چې د جنګ عامل او عوامل که هر څوک او هر څه دي خو قربانیان یې افغانان دي، ځکه همدوی په کې وژل کېږي، تاسیسات او هېواد یې په کې ویجاړېږي او د پرمختګ فرصتونه یې  د همدغې بدمرغه جګړې له امله ضایع کېږي، نو په هر شکل چې وي ولس باید د خپل حکومت تر شا ودرېږي او خپله همکاري ورسره زیاته کړي، تر څو له یوې خوا د جنګ شدت را کم شي او له بل لوري افغان وسله وال طالبان د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply