د افغان سولې پر سر د سیمې د هیوادونو رقابتونه

0 881

داسې ښکاري چې افغان سوله خدای مکړه دا ځل بیا د سیمې د هیوادونو د خپلمنځي رقابتونو ښکار شي او که دا کار وشي، نو مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي، ځکه دوی افغان حکومت ته د مراجعې پرځای امریکا، ایران، پاکستان، قطر او نورو ته مراجعه کوي.

کله چی په ابوظبۍ کی د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبری وشوی د قطر حکومت د افغان سولی لپاره له امریکا او طالبانو د جنوري په ۸ مه او ۹ مه نېټه د دوه ورځنۍ غونډې غوښتنه وکړه چی د امریکا او طالبانو تر منځ پری توافق وشو ، خو د وخت په تیریدو سره د زلمی خلیلزاد له لوری دغه نیټه د ناڅرکندو دلایلو له امله وځنډیده.

کله چی سعودی عربستان په جده کی د طالبانو او امریکا تر منځ د غونډی د جوړیدو وړاندیز وکړ او ایران د رسنیو له لاری خبر شو، نو ایرانی چارواکو خبر ورکړ چی له طالبانو سره یی له نیږدی کتلی او له طالبانو یی غوښتی تر څو له افغان حکومت سره د سولی لپاره مخامخ خبری وکړی. لږه موده وروسته طالبانو اعلان وکړ چی موږ په سعودی عربستان کې نه، بلکې په قطر کې غونډه کوو. داسې ښکاري چې دغه غونډې د سعودي او ایران د خپلمنځیو رقابتونو ښکار شوې.

د طالبانو یوې باوري سرچینی د نوم د نه ښودلو په شرط بی بی سی راډیو ته وویل چی شاید سعودی عربستان او پاکستان نه غواړی چی د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو بل پړاو په قطر کې تر سره شی ، ځکه سعودی عربستان او قطر په خپلو کی تر حد زیاته دښمنی لری او سعودی عربستان نه غواړی چی د افغان سولی ټولی لاسته راوړنی دی د قطر هیواد تر لاسه کړی او له امریکا سره روابط ډېر کړی له بلی خوا پاکستان نه غواړی چی په افغانستان کی تل پاتی سوله راشی .

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد طالبانو ته وړاندیز کړی و چی باید په قطر کی جوړیدونکی غونډه کی افغان حکومت هم شامل شی ، ځینی افغان سیاسیون پر دی نظر دی چی په قطر کی د امریکا او طالبانو جوړیدونکی غونډه کی د افغان حکومت شاملول هم د دغی غونډی د ځنډیو لامل شوی .

بل دلیل یی دا هم کیدای شی چی له طالبانو څخه ځینی هیوادونه د یوې وسیلی په توګه کار اخلی او په افغانستان کی نیابتی جګړه همداسې توده ساتي، ښه بیلګه یی په سعودی عربستان کی د طالبانو او امریکا تر منځ د مخامخ خبرو د جوړیدو غونډه وه چی ایران له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړه او دغه غونډه ونه شوه .

امریکا پر دې پوهه شوې چی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هر هیواد کوښښونه شروع کړی تر څو په افغانستان کی تل پاتی سوله راشی خو هر هیواد په دغو خبرو کی ځینی ګټې وینی چی له همدی امله له یوی خوا له امریکا او له بلی خوا له افغان حکومت څخه د ځینو امتیازونو د ترلاسه کولو په شرط هر هیواد غواړی چی افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنوي.

 په همدې خاطر شاید زلمي خلیلزاد دا بهتره ګڼلې وي چې دغه غونډه وځنډوي او هغه هیوادونو ته سفرونه وکړی چی له افغانستان سره نیږدی اړیکی لری چی موږ یی وروستيی سفرونه ښه بیلګه راوړی شو چی هندوستان او چین هیواد ته یی درلودل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply