د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ ترسره کېږي/ ګلرحمن رحماني

0 695

د ازبکستان او د طالبانو د سرچینو په حواله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر تېره اوونۍ په ازبکستان کې له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړي. طالب چارواکي ازادۍ راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې په دې خبرو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ، د افغانستان لپاره د هغه هیواد ځانګړي استازی او نورو لوړ پوړو چارواکو حضور درلود او په دغه څلور ورځنۍ کتنه کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې .

سولې عالي شورا له ټولو او په خاص ډول له همسایه هیوادونو غوښتي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب کولی شي، خو مشري به یې افغان حکومت کوي او که د طالبانو سره هر ډول خبرې کوي باید د سولې عالي شورا په جریان کې وي .

د سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو پر مهال له ټولو هیوادونو څخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د حکومت غوښتنه دا وه چې هغوی دې د دغسې خبرو د پیل لپاره منځګړیتوب وکړي خو د خبرو مشري به افغان حکومت کوي .

د سولې د عالي شورا د ویاند احسان الله طاهري په ویناوسله والو طالبانو سره د ازبکستان د چارواکو کتنې د افغان حکومت  د سلا مشورو په پایله کې شوي او افغان حکومت یې هر کلی کوي. افغان حکومت لا وار دمخه ویلي چې که طالبان د سولې مذاکراتو ته چمتووالی وښیي، نو د ازبکستان په ګډون په هر ځای کې چې طالبان وغواړي حکومت به هملته ورته دفتر خلاص کړي، مګر اصلي موخه باید د دفترونو پرانیسته نه، بلکې د سولې د مذاکراتو بریالي ترسره کېدل وي. د دې لپاره د دواړو اړخونو تر منځ اعتماد او صادقانه چلند مهم دی.

افغان حکومت او عام افغانان له بل هر څه امنیت او بین الافغانی سولی ته ډېره اړتیا لري تر څو په هیواد کې امن او ثبات راشي . افغان حکومت د ازبکستان او طالبانو په خبرو نه یوازې نیوکه نه لري، بلکې مثبتې یې بولي، ځکه ازبکستان د افغانستان له هغو نیکو ګاونډیو څخه دی چې د افغانستان په چارو کې د هیڅ ډول لاسوهنې لېوالتیا نه لري، بلکې په ښو مناسباتو، ګاونډیتوب او دوستانه اړیکو او همکاریو باور لري.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر خپله خپره شوې اعلامیه ویلي ، د طالبانو استازی (شیر محمد عباس ستانکزی) د ازبکستانی چارواکو په بلنه دغه هیواد ته تللی و او هلته یې د ازبکستان د خارجه وزیر او د افغانستان لپاره د ازبکستان له خوا د ولسمشر استازی عصمت الله ارګاشیف سره په کتنو کې  په افغانستان کې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د لین په امنیت خبرې کړي.

ازبکستان چې تر بل هر وخت له افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې لري، د دوی منځګړتوب د سولې لپاره ځکه ګټور تمامېدلی شي، چې ازبکستان د ایران او پاکستان په څېر په افغانستان کې شومې او داسې موخې نه لري چې د جګړې له لارې ورته رسېدل غواړي، مګر دا مهمه ده چې حکومت څنګه له دغو لیدنو څخه د افغان سولې لپاره ګټه اخیستلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply