طالبان لا هم نیابتي جګړه پرمخ بیایي

0 797

ګلرحمن رحماني

پاکستان چې زور او د امریکا جدیت ولیده، نو وار له واره یې د سولې په برخه کې خپلې هڅې چې لا یې هم پر صداقت شک کېږي ګړندۍ کړې. پاکستان د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په شمول ټول لوړ پوړي اشخاص اسلام اباد ته ور وغوښتل او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

ځینی اوازې داسې هم وې چې پاکستان دغه اشخاص د دي لپاره غوښتي وو چی پاکستان په خړ لیست کی قرار لري که پاکستان له خړ لیست څخه د وتلو په خاطر طالبان له پاکستان څخه ونه باسی او یا یی هم مالی تقویه ورسره بنده نه کړي نو تور لیست کی ځای نیسي چی له تور لیست څخه وتل به یی ګران کار وی ، طالبان یې د دې لپاره غوښتي وو تر څو د یو څه وخت لپاره مالی بودجه په خپله راټوله کړي او له بلی لاری اسلحی ځان ته پیدا کړي .

طالبان چې د امریکا او نړیوالو قواوو سرسخته دښمنان دي له یوی خوا پاکستان خپلی اسلحی پری ودرولی او له بلی خوا یی فشار پری راوړ تر څو له افغان حکومت سره سوله وکړی ، طالبانو شپی او ورځی شمارلی تر څو یو داسی هیواد پیدا کړی چی موږ سره د اسلحو برخه کی همکاری وکړی خو روسیه په دې لټه کی وه چی په افغانستان کی یوه داسی ډله پیدا کړی چی د امریکا په مقابل کی وجنګیږي .

روسیې او پاکستان اړیکه ټینګه کړه تر څو د پاکستان په میرامشاه او کوټه کی فوځی تمرینات وکړی خو د روسانو اصلی هدف طالبانو ته په غیر مستقیم ډول اسلحی رسول وو ، کله چی طالبانو ته روسي اسلحه ورسېده افغان حکومت دغه اسلحه په ډېرو سیمو کی له طالبانو څخه ونیوله ، خو روسیې د سولی په نوم هم له طالبانو څخه ګټه پورته کړه او په روسیه کې یې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ ناسته برابره کړه .

کله چی افغان ولسمشر محمد اشرف غني هوډ وکړ تر څو خپلې اوبه مهار کړی او په هرات ولایت کی د هندوستان له خوا د سلما بند جوړ شوه نو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل مونږ له افغانستان سره د اوبو په خاطر دیته مجبوره شوي یوو چی حتی د تشدد لاره اختیار کړو ، په فراه ولایت کې یې له طالبانو سره د اسلحې په برخه کې همکاري وکړه، خو د سلماء بند په ورانولو کې کامیاب نه شول.

ایران او سعودي عربستان په سوریه کې اختلافات رامنځ ته شول،خو تازه سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په جده کې د یوې غونډې کوربه توب کاوه او کله چې ایران د رسنیو له لارې خبره شوه نو طالبانو سره یې اړیکه ټینګه کړه او په ایران کې یې له طالبانو سره د افغان سولې لپاره خبرې وکړې ، ځینې داسې اوازې هم دي چې د ایران اصلي هدف دا و چې امریکا ته دا ثابته کړي چې د افغانستان د سولې په قضیه کې یو طرف زه هم یم .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply