نړیوالو د جمهور رئیس د سولې د پلان پراخ او ټینګ ملاتړ وکړ

0 684

ګلرحمن رحماني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د خپل حکومت له لومړیو څخه د سولې لپاره عملي هڅې پیل کړې وې او د همدې لپاره وخت پر وخت د سیاسیونو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلا مشورو بوخت وو.

نوموړي د همدغو مشورو په رڼا کې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي له ټاکلو وروسته په جنیوا کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال اعلان کړ. نړیوالو په ځانګړي ډول اروپایي ټولنې د دغه پلان تود هرکلی وکړ او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې وویل: اروپایي ټولنه چمتو ده چې د نورو مرستو تر څنګ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د احتمالي موافقې لپاره د یو نړیوال ضامن په توګه خپل رول ولوبوي .

د حکومت د سولې مذاکره کوونکی دولس کسیز پلاوی د بېلابېلو ادارو له حکومتي مسوولینو څخه جوړ دی چې په راس کې یې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر مشر عبدالسلام رحیمي دی. ممکن ځینو ته دا پوښتنه وي چې ولې د سولې مذاکره کوونکی پلاوی له حکومتي کسانو څخه تشکیل شو؟

دغې پوښتنې ته د ولسمشر معقول ځواب دادی چې مذاکره کوونکي پلاوي غړي باید مسوول او ځواب ویونکي وي. که چېرې د بېلابېلو اقشارو استازي او یا د مختلفو ګوندونو اعضا په دې بورډ کې شامل وای، نو ستونزه به یې دا وه چې دوی به د حکومتي مسوولینو هومره د مسوولیت احساس نه کاوه. دوی به کوم چاته مسوول نه وو.

بله دا چې که د حکومتي مسوولینو پرځای د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي غړي د بېلابېلو احزابو، قومونو، اقشارو او نورو په اساس ټاکل شوي وای، نو دوی به هلته  د نظر اختلاف درلود، د اصلي اجنډا پرځای به یې په نورو مسایلو بحث کاوه او خدای مکړه خپل سلیقوي او حزبي او نور مسایل به یې په بحث کې ځایول، نو د دې او ورته نورو مسایلو د مخنیوي او باعزته سولې ته د ژر رسېدو لپاره د حکومت کسان انتخاب شوي دي او همدارنګه د قانون د حکم په اساس هم د مذاکرې واک د حکومت او دولت دی.

په جینیوا نړیوال کنفرانس کې د سولې لپاره د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي لوی پیغام افغان ولس او نړیوالو ته دا وو چې حکومت تل د سولې په برخه کې مخکښ دی او دوی سولې ته خپل تعهد یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې هم ښودلی دی. د کوچني اختر د ورځو اوربند او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي انتخابول او بیا ابوظبۍ ته له طالبانو سره د کتنې لپاره د یاد پلاوي استول د حکومت هغه اقدامات دي چې تاریخ به یې د بېلګې په توګه یاد ساتي.

سره له دې چې پاکستان، ایران، روسیه، چین او ځینې نور هیوادونه به خدای مکړه د سولې د سبوتاژ کولو او یا حداقل په خپلو ګټو د را څرخولو هڅې وکړي، مګر دوی به ځکه په دې برخه کې بریالي نشي، چې ولسمشر غني د سولې بهیر نهایت دقیق او له نږدې څاري او له همدې امله یې ټول ټینګار پر بین الافغاني مذاکراتو دی، تر څو د بهرنیانو غرضي او مرضي لاسونه د سولې له بهیر څخه لنډ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply